From Wikipedia, the free encyclopedia
ډاکټر ابولفقير زين العابدين عبدالکلام (تاميل: அ.ப.ஜ. அப்துல் கலாம்; په هندي: अवुल् फ़किर् ज़य्नुल् अबिदीन् अब्दुल् क़लाम; په ١٥ د اکتوبر، ١٩٣١ کال کې د هندوستان په تاميل ندو کې زېږېدلی دی. نوموړی چې په لنډه توگه د A.P.J. Abdul Kalam په نامه سره هم يادېږي د هندوستان ولسمشر دی. د ولسمشرۍ سره سره هغه يو ډېر نوميالی ساينسپوه او انجنير دی چې د خلکو په مېنځ کې د هندوستان توغوندی سړی يا the Missile Man of India په نامه هم يادېږي.
عبدالکلام | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
ابولفقير زين العابدين عبدالکلام | |||||||
د هند نهم هېوادمشر | |||||||
مرستيال | [[ ]] او [[ ]] | ||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ٢٤ ډېسمبر، ١٩٥٧ [[ | ]], هند | ||||||
مړینه | |||||||
تابعیت | P27 | ||||||
پلرنی ټاټوبی | تاميل ناډو | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | تاميلي ژبه | ||||||
کاروونکې ژبه(ي) | |||||||
د کړنې څانګه | د هوا فضا انجینري ، شعر [1]، سياست [1]، پوهنه [1] | ||||||
جايزې | |||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه | ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
عبدالکلام د تاميل ندو په رامسوارام دهنوشکودي کې په يوې کاريگرې مسلمانې کورنۍ کې زېږېدلی. هغه خپل بری ليک د اېروناټېکل انجنيرۍ کې د مدراس تخنيکي انسټېټيوټ نه په ١٩٥٨ کال کې ترلاسه کړی. د فراغت نه وروسته نوموړی د هندوستان د دفاع څېړنيز او پرمختيايي تنظيم کې د هوورکرافټ پروژې کې د کار لپاره وگومارل شو. په ١٩٦٢ کال کې عبدالکلام د هندوستان هوايي څېړنيز تنظيم ته ولاړ او د مصنوعي سپوږمکيو په جوړولو او توغولو کې يې کاميابه ونډه درلوده.
د هندوستان د لومړنۍ سپوږمکۍ د توغولو گاډۍ (Satellite Launch Vehicle]] (SLV-III]] پروژه کې د لارښود په توگه ده ډېره اهمه ونډه درلوده او په کاميابۍ سره يې دا پروژه سرته ورسوله، او همداسې د جولای په مياشت، کال ١٩٨٠ کې د روهيني سپوږمکۍ د زمکۍ نژدې مدار کې د ځای پر ځای کولو کاميابه کړنه هم دده له برکته وه.
په ١٩٨٢ کال کې يو ځل بيا عبدالکلام د هندوستان د دفاع څېړنيز او پرمختيايي تنظيم ته د لارښود په توگه راستون شو، او دا ځل يې د توغنديو په جوړولو غور وکړ. هغه د آگني او پرېتوي نومي توغنديو د پرمختگ او اداره کولو مسول وه او همدا ددې سبب وگرځېده چې د ښه کار په پايله کې د هندوستان د توغندي سړي نوم ورکړ شو.
د ١٩٩٢ کال د جولای په مياشت کې عبدالکلام د هندوستان د دفاع وزارت ساينسي سلاکار شو. د هندوستان د حکومت د اهم ساينسي سلاکار په توگه د وزيرانو د کابينې په رتبه کې پاتې شو. د هغه کارونه ددې لامل وه چې هندوستان د لومړي ځل لپاره په ١٩٩٨ کال کې د پوخران-II کاميابه هستوي ازمېينه ترسره کړه او په همدې توگه هندوستان د نړۍ د هستوي وسلو په هېوادونو کې وشمېرل شو. ډاکټر کلام د کابينې د ساينسي کوميټې سلاکارانو مشر هم پاتې شوی او د هندوستان د ميلېنيم مېشن ٢٠٢٠ يا د زرکلنې مقصد ٢٠٢٠ لارښوونه يې هم کړې.
ډاکټر عبدالکلام د اکاډميکو زده کړو پسې روان شو او په آنا پوهنتون، چېنای کې د ٢٠٠١ کال د نومبر د مياشتې نه د تخنيک او ټولنيز بدلونونو پروفېسر شو او په همدې توگه د درس ورکولو سره سره په ډېرو څېړنيزو کارونو باندې بوخت وه. په هر صورت دده ترټولو غوره او اصلي مقصد دا وه چې د هېواد د لا پرمختگ لپاره د ځوانانو په ماغزو کې ډيوې بلې کړي او هغوی وروزي.
اوس ډاکټر کلام هندوستان د يوولسم ولسمشر دی او د ٢٠٠٢ کال د جولای د ٢٥ نېټې راهيسې پخپلې دندې بوخت دی.
ډاکټر عبدالکلام يو بې جوړې سړی دی چا چې تر اوسه پورې د دېرشو پوهنتونونو نه دوکتوراگانې ترلاسه کړي دي او په همدې توگه د هندوستان درې لويې ملکي جايزې هم ترلاسه کړي. د پدما بهوشان جايزه يې په ١٩٨١ کال کې ترلاسه کړه، د پدما وبهوشان جايزه يې په ١٩٩٠ کال کې او په هندوستان کې تر ټولو لويه ملکي جايزه چې د هېواد کې د اعلی چوپړ په پايله کې ورکول کېږي د بهارت راټنا جايزه ده چې نوموړي په کال ١٩٩٧ کې لاس ته راوړه. پدې لنډو وختونو کې يې د يو بل پوهنتون نه د ستاينزي دوکتورا د اخيستلو نه لاس په سر شو او دا ادعا يې لرله چې دی د همدومره لاس ته راوړنو نه ډېر راضي دی چې په ژوند کې د ډېر زيار په گاللو ور په برخه شوي.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.