From Wikipedia, the free encyclopedia
عبدالرووف بېنوا (زوکړه د ۱۲۹۲ لمريز لېږدي کال د وږي لومړۍ، کندهار - مړینه د ١٣٦٣ ه ل کال د مرغومي ٢١، د امريکا متحد ايالتونه، د نيوجرسي ايالت)، د افغانستان يو نامتو پښتو ژبی لیکوال، شاعر، ملي، ټولنيز او سياسي شخصيت دی.
عبدالرووف بېنوا د ۱۲۹۲لمريز(ه ل) کال د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه (د ١٣٣٢ سپوږميز(ه ق) او ١٩١٣ زېږديز کال چې [[د اګست مياشتې له ۲۳مې سره سمون خوري) د کندهار ښار د سيد حسن خان کوڅې په يوه منوره او عالمه کورنۍ کې وزېږېد او همدلته رالوی شو. نوموړی د مفتي عبدالله، چې په کندهار کې په مفتي عبده شهرت لري، زوی او د مولوي عبدالحق اخوندزاده، چې په کندهار کې يې ښوواند(استاد) کُل باله، لمسی دی.
ښوواند(استاد) عبدالرووف بېنوا له آره د کندهار د معروف له عليزو څخه دی، چې بيا د هغوی لوی نيکه ملا ګلاب اخوند د هېلمند ولايت د موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته د موسی کلا په سربينه کې، چې اوس ډير خلک ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وايې، مړ او خاورو ته سپارل شوی دی. خو د ملا ګلاب اخوند لمسی مولوي عبدالحق اخوندزاده شل کلن و چې له موسی کلا څخه بيرته کندهار ته راغی او د کندهار ښار له خرقې شريفې سره نژدې يې د سيد حسن خان په کوڅه کې ژوند پېل کړ. فاضل ښوواند(استاد) بېنوا هم همدلته وزېږېد.
فاضل استاد عبدالرووف بېنوا د افغانستان له څو ګوتو په شمار نوميالو پوهانو څخه يو نوميالی ليکوال دی چې افغاني ادب او ژبې ته يې څه کم اويا درانه علمي کتابونه په ميراث پريښودل. چې تر ډېرې زمانې پورې به د هغه له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال ګټه او خوند اخلي. ارواښاد د مرګ تر وروستۍ سلګۍ پورې له کتاب او قلم سره خپله ليونۍ مينه روانه وساتله او د مرګ پر بستر لا هم د يو اثر په ليکلو بوخت و. د کايناتو لوی خالق پر ده خپل خدايي استعداد لورولی و او د هغه په خټه کې يې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه. له همدې امله نوموړی چې په کوچنيوالي کې يې ديني علوم ولوستل او لا ځوانکی زدهکونکی و چې له شعر سره يې ملګرتيا ټينګه کړه او وده يې پسې ورکړه. وروسته د افغانستان د ادبياتو پر هسک هغه نه پناه کېدونکی ستوری شو چې رڼا به يې تل د دغې سپېرې او خوارځواکې خاورې پر تياره ټتر لمر غوندې ځلېږي.
که علامه سيد جمال الدين افغاني نړيوالو د ختيځ نابغه سياست پوه ګاڼه، نو علامه حبيبي هم د ختيځ لوی ليکوال او محقيق گڼل کيده، استاد الفت هم د ختيځ لوی او متکبر ليکوال بلل کيږي ، او علامه رشاد هم د ختيځ لوی څيړونکی او د جغرافيې برخې ستر ليکوال بلل کيږي. د همدې وياړونو او هستيو په لړ کې استاد بېنوا هم د ختيځ هغه نوښتګر شاعر او لیکوال بللای شو چې په خپل وخت کې ئې هم په پښتو شعر او هم په پښتو نثر کې داسې انقلاب او پاڅون راوستی چې د کلونو کلونو ويده مغزونه يې راوخوځول او د بري د معراج لاره يې ورپه نښه کړله.
شعر
پېړۍ واوښتې خو خلک لا ويده دي
ويښـول يې ډېرکلونه زحمت غواړي
په ړندو سترګو د اور پر خوا ور درومي
دا کـم بـخته لا نـشه د جنت غواړي
د شعر پای
هو! رښتيا هم زموږ خلک له پېړيو_ پېړيو را پدېخوا په درانه خوب ويده دي او بويه کله به له دغه درانه خوبه راويښيږي؟ خو فاضل ښوواند بېنوا ډېره هڅه کوله چې په خپلو بوږنوونکو شعرونو او نثرونو خلک له خوبه راويښ کړي او ﻻره وروښيي چې په دې کار کې تر يو بريده بريالی هم شو خو ژوند وفا ورسره ونه کړله او دی يې خپله په درانه خوب ويده کړ.
فاضل ښوواند عبدالرووف بېنوا ته دده لوړ استعداد له خپلې درنې اوعلمي کورنۍ څخه په ميراث پاته شوی و، دده لوی نيکه ملاګلاب اخوند د وخت لوی ديني عالم و، ورپسې د هغه زوی ملا ګلستان اخوند هم عالم و، د هغه زوی او د بېنوا صاحب نيکه علامه عبدالحق اخوندزاده هم د خپل وخت لوی عالم او مفتي و، بيا د بېنوا صاحب پلار مفتي عبدالله د هغه وخت لوی مفتي و او داستاد بېنوا ورور مولوي عبدالکريم د ٥٣ کتابونو مؤلف و، نو د همدغو مشرانو برکت و چې په ښوواند بېنوا کې هم د علم مينه خپره شوه. او نه يوازې يو عالم بلکې دهيواد لوی اديب، محقيق او سياست پوه وگڼل شو.
لکه چې وړاندې مو وويل چې د دوی کورنۍ يوه عالمه کورنۍ وه، نو ځکه يې د کورنۍ مشرانو غوښتل چې ښوواند بېنوا هم ديني زده کړې وکړي، همدغه د کورنۍ غوښتنه وه چې فاضل استاد بېنوا د قران کريم تر زده کړې وروسته يې د خپل ورور مولوي عبدالکريم تر ښوواندۍ (استادۍ) لاندې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي صرف او نحو يې تر اعلی درجې پورې زده کړل بيا ېې فقه ولوستل چې مولوي ترې جوړ شو، تر دغو زده کړو وروسته يې ادبي ډګر ته را ودانګل او په شعر ليکلو يې پېل وکړ چې لومړني شعرونه يې د کندهار په طلوع افغان کې خپرېدل، بيا په همدغه تانده ځواني کې کابل ته ولاړ او د خپل ورور مولوي عبدالکريم کره يې ژوند کاوه. په همدغه وخت کې يې خپلو نورو زده کړو ته دوام ورکړ او عربي ادبيات يې په شخصي توگه زده کړل. بديع ،بيان او ګرامر يې په داسې توګه زده کړل چې بيا يې څو کاله وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځۍ د ژبپوهنې څانګه کې وټاکل او ددرسي نوټونو يوه علمي پانګه ( ادبي فنون ) يې دابياتو زده کونکوته په ميرات پرېښوول. په دغه وخت کې يې دري ژبه هم زده کړې وه او اردو ژبه يې هم د ليکلو او لوستلو تر اندازې رسولې وه. بيا يې انګليسي ته ملا وتړله چې وروسته يې ډېرې ژباړې له دغې ژبې څخه وکړلې.
دلته موږ ته د استاد بېنوا استعداد او ځيراکتيا ښه را مالومېږي چې په ډېره نوې ځوانۍ کې يې عربي، اردو، دري او انګلیسي ژبې زده کړې وې او په هغو کې د پوره مطالعې څښتن و. ( ٢ ) ـ
فاضل استاد بېنوا د ادبي يون تر څنگ په دولتي اورگانو کي هم ډيري مهمي رسمي دندي اجرا کړي دي ، چي ارواښاد يې په خپل قلم داسي بيانوي چي:
فاضل استاد ارواښاد بېنوا په همدې (۱۳۵۸ ل ل) کال کورناستی (تقاعد) شو. وروسته يې پر ١٣٦٢ لمريز = ١٩٨٤ ز کال په امريکا متحدو ايالتونو کې سياسي پناه واخيسته. بېنوا صاحب يو کال وروسته يانې پر ١٣٦٣ لمريز کال د مرغومي (جدي) پر ٢١ مه نېټه (د ١٩٨٥ زېږدي کال د جنوري ١١ نېټه)، د ادينې (جمعې) پر مبارکه ورځ له هغې ناروغۍ څخه، چې ورپېښه وه، د امريکا په نيوجرسي ايالت کې له دې فاني نړۍ سره مخه ښه وکړه او خپل ابدي ژوندون ته ستون شو. خدای بښلی بېنوا هماغلته په امريکا کې خاورو ته وسپارل.
د يادولو وړ ده چې د فاضل استاد بېنوا مړی د وخت د بېغورو واکمنانو د بېغورۍ له کبله په پردۍ خاوره يانې د امريکا متحدو ايالتونو په نيوجرسي ايالت کې خښ او پاتې دی. له هغه وخته راهيسې بيا تر ننه پورې په افغانانو کې داسې څوک پيدا نه شو چې زموږ ددغه نوميالي پوهاند او لیکوال مړی او پاتې شونې له هغه هېواده خپل پلرني ټاټوبي افغانستان ته راولېږدوي او دلته يې په خپله خاوره کې خاورو ته وسپاري.
د فاضل استاد ارواښاد عبدالرووف بېنوا دهديرې پته دا ده :
ROSE HILL CEMETERY ASSOCIATION P.O. BOX # 72 ROUTE :1 LINDEN, NEW JERSEY 07036 USA
او په همدې هديره کي د ارواښاد بېنوا د قبر پته دا ده :
SECTION 64 ISLAMIC ROW # 7 / GRAVE # 5
فاضل استاد بېنوا دوې مېرمني درلودې چي له مشري ميرمني څخه ئې يو زوی د عبدالقدوس په نامه درلودی خو هغه هم د استاد بېنوا په ژوند کي وفات شو او کورنۍ يې اوس هم په مشرقي کي پاته ده ـ او زما په غالب گومان دده ( عبدالقدوس ) زوی او د استاد بېنوا لمسی اوس هم د عبدالله بېنوا په نوم په مشرقي کي اوسيږي ، د استاد له بلي ميرمني څخه درې زامن او درې لوڼي پاته دي چي مشر زوی يې هيواد ، منځوی يې خوشحال او کشری يې پروټ نوميږي او اوس ټوله د امريکا په متحده ايالاتو کي ژوند کوي ،د استاد د دوهمي او کشري ميرمني څخه يې مشره لور د ارواښاد محمد اعظم ايازي د زوی ډاکټر عبدالفتاح ايازي مېرمن ده ، منځوۍ لور يې د غلام محمد غبار د زوی خليل غبار مېرمن ده او کشرۍ يې لا اوس هم د امريکا په متحده ايالاتو کي په لوړو زده کړو بوخته ده .ـ ( ٤ )ـ
نوټ : د بېنوا صاحب د دې لنډ ژوند ليك ماخذونه مي د ( ١ ) ، ( ٢ ) ، او ( ٤ ) د کندهار د تاند ليکوال او ښکلا مجلې مسول چولونکي عبدالقديم پتيال د اثر ( د استاد بېنوا علمي يون ) د لمړی څپر کي څخه او ( ٣ ) مي د بېنوا صاحب په خپل قلم ليکلي يو ليک څخه چي سر ليك يې ارواښاد ( خلاصه زندگينامه رسمي بېنوا) ليکلی او په دې وروستيو ورځو کي د ارواښاد دځينو نورو قلمي ټوټو سره چي فاضل استاد په خپل قلم ليکلي ، د هغه د منځوي زوی ښاغلي خوشحال بېنوا له خوا بېنوا فرهنگي ټولني ته ورکړل شوی دی را اخيستي دي .
د يادولو وړ ده چي تر اوسه چي زما لاس ته کم ماخذونه او مواد راغلي دي نو دادئ تر ٥٩ شمېرې پوري مي د استاد بېنوا اثار معرفي کړله ، خو ښائې د اروا ښاد بېنوا به نور چاپي او نا چاپ اثار هم وي ځکه په دې وروستيو ورځو کي د هغه د مېنځوي ځوی ښاغلي خوشحال بېنوا څخه په تر لاسه سوي ليکنو کي ارواښاد بېنوا په خپل قلم ليکلي دي چي تر ٦٠ زيات کتابونه ئې ليکلي ، ژباړلي او تدوين کړي دي خو ماته د هغو په اړه مالومات نشته .
عبدالودود (هجران) - کابل پوهنتون
دروند ښوواند استاد عبدالروف بېنوا د مفتي عبدالله چي په کندهار کي د ( مفتي عبده ) په نوم شهرت لري زوی او د مولوي عبدالحق اخند زاده چي په کندهار کي يې استاد کُل باله لمسی دی .
فاضل استاد بېنوا له آره د کندهار د معروف له عليزو څخه دی چي بيا ددوئ لوی نيکه ملا گلاب اخند د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته تللی او هلته په سربينه کي چي اوس ډېر خلک ورته په اصطلاحي ډول سربېښه وايې مړ او ښخ دی .
خو د ملا گلاب اخند لمسی مولوي عبدالحق اخندزاده شل کلن وو چي له موسی کلا څخه بېرته کندهار ته راغلی او د ښار د خرقې شريفي سره نژدې يې د سيد حسن خان په کوڅه کي واړول ، همدغه وو چي استاد بېنوا هم په کال (۱۲۹۲) لمریز لېږدیز کي د وږي پر لومړۍ نېټه چي د (۱۳۳۲)سپوږميز او (۱۹۱۳) مېلادي د اگست د (۳۲) مي سره سمون خوري په همدغه کال د (سيد حسن خان کوڅه ) کي په نوموړې منوره او روڼ آندې کورنۍ کي وزېږېدی . (۱)
ښوواند بېنوا د خپل کور په پوهنیز چاپېريال کي کله چي د ليک او لوست تر ځايه ورسيد نو د خپل پلار تر پوهنيز سيوري لاندي يې د هغه مهال دوديزه زده کړي سر ته ورسولې ، د خپل پوهنيز توان له امله يې ډېر ژر د خپلي ميني سره سم د پښتو او دري نور ډول ډول کتابونه هم ولوستل او د ادب په برخه کي يې هم په ډېر څه ځان پوه کړ اوپه لږه موده کي يې ډېر څه تر لاسه کړه . استاد بېنوا د افغانستان له څو گوتو په شمار نومياليو پوهانو څخه يو نوميالی دي چي افغاني ادب او ژبي ته يې څه کم اويا درانه او علمي کتابونه په ميرات پرېښودل او تر ډېري زمانې پوري به دده له څېړنو او پنځوونو څخه د ادب مينه وال گټه او خوند اخلي ، ارواښاد د ماشومتوب څخه د مرگ تر وروستۍ شېبې پوري د کتاب او قلم سره خپله لیونې مينه روانه وساتله او د مرگ پر بستر لا هم د يوه اثر په ليکلو بوخت وو . د کائناتو لوی خالق (ج) پرده خپل خدايې استعداد لورولی وو او دده په خټه کي يې د ليکلو او لوستلو مينه اخښلې وه ، له همدې امله ده پخپل ډېر کوچینوالي کي چي لا ځوانکی طالب وو د شعر سره يې يارانه ټينگه کړه او وده يې پسي ورکړه ، چي بالاخره د افغانستان د ابياتو پر اسمان هغه نه پناه کېدونکی ستوری سو چي رنا به يې تل ددغي سپېرې او خوار ځواکي خاوري پر تياره ټټر لمر غوندي ځليږي . بېنوا پښتو شعر ته ځانگړی نوښت ورکړ او داسي اشعار يې وويل چي تر ډېره د افغاني ټولني کړه وړه او سياسي خوځښتونه پکې له ورايه څرگندیږي ، نثر خو يې تر شعر لا په رنگینو خيالونو او حقيقتونو ډېر ښکلي دی ، ارواښاد بېنوا يو ريالست اديب تير سوی ، او ددې تر څنگ د پښتو ادب دپنځو ستورو په کتار کي د لوړ مقام وياړ هم لري . (۲) ددې تر څنگ بېنوا يو سياسي شخصيت هم وو رياستونه ، سفارتونه او وزارتونه يې وکړه او گران هيواد او خپلو هيوا والو ته يې خورا درانه او د قدر وړ چوپړونه وهلي دي . گوره چي يو وخت به يې په څه حالت کي پردېسي سترگو ته درېدلې وي او د پسرلي په نوم شعر به يې ليکلی وي ، خو یو وخت پخپله هم پردېس سو او دا پردېسي په داسي وخت کي ور باندي راغله چي له هغه نه چي نوموړي يې تصور کړی او د شعر په خوږه ژبه يې تصوير ايستلی وو سل چنده سخته او ستونزمنه وه ، هغه په داسي وخت کي پردېس سو چي د پسرلي په باره کي يې هم فکر نه سو کولای د هغه د وروستيو سلگيو او زگېرويو د اورېدلو د پاره چنداني څوک هم نه وو او تر هغه چي ده يې تصور کړي وو ، سل چنده له خپل گران ټاټوبي څخه ليري پروت وو . مرحوم بېنوا له نن څخه نژدې شل کاله پخوا د جنورۍ په يوولسمه د امريکا د نيوجرسي په ايالت کي سترگي له فاني نړۍ څخه پټي کړې او د هغو يارانو نه چي ده ته ډېر گران وو او په خپلو اشعارو کي به يې د هغوئ يادونه کوله ډېر ليري وفات سو او هلته هم خاورو ته وسپارل سو .
بله نسته
د شعر په نړۍ کي د پښتو ژبي يوه شاعره چي بله نسته نومېده ، د کندهار د زمينداور په گردي باغران کي يې د آغا محمد خان په کور کي دنيا ته سترگي غړولي . د نوموړي مېرمني د ژوند کره نېټه نه ده معلومه خو په غالب گمان د (۱۳۰۰) لمريز لېږديز کال په شا وخوا کي يې ژوند کړی . بله نسته لا د شلو کالو وه چي مرگ ورباندي راغی او داشاعره يې ځواني مرگه کړه هغه (غيري) کوتل ته په لرگو پسي تللې او هلته له پاڼ څخه را لوېدلې وه . دا چي د شاعري پوره شعر په لاس کي نه لرو لاندي څو بيتونه يې د بېلگي په ډول وړاندي کوو .
ملالي زرکي چي گرځي په غرو کي | په خپله خواښه الوزي شينلو کي | |
ما خو هم درسره واله په پنجو کي | چي وگورم د غرو سرونه بيا |
ددې شعر نوري کړۍ ورکي دي خو معلوميږي چي نوموړي په شعر کي د رواني طبعي څښتنه وه. دا هم د بلي بدلي دوه کړۍ
راسه بنده خپل خدای ته عبادت کوه | ښه يې په صداقت کوه | |
شیطان کافر غليم دی ته پر ده باندي لعنت کوه | د لوی خدای عبادت کوه |
د نوموړي شاعري د ژوند حالت دا راښيې چي په يوه غريبه کورنۍ کي زېږېدلې او د ژوندانه د مشکلاتو سره د مبارزې په حال کي مړه سوې ده . د بله نستي په شعر کي له يوې خوا د بېلتانه د تعدي څخه ژړا ليدل کيږي او له بلي خوا د وطن د لوړو غرو ، ارتي ورشو او هسکو سردرو سره د نوموړي مينه او علاقه تر سترگو کيږي .
۱- عبدالمجيد بابی ، ستايني او ويرني ، لومړی چاپ ، کندهار ، علامه رشاد خپرندويه ټولنه ، د اطلاعاتو او کلتور رياست ، چاپخونه صحاف نشراتي مؤسسه ، کال (۱۳۸۷ ه –ش ) ، ۳۹ – ۴۰ مخونه .
۲- عبدالروف بېنوا ، پښتنې مېرمني ، دريم چاپ ، چاپ کال (۱۳۸۴ه . ش ) چاپخونه دانش خپرندويه ټولنه پېښور ، ۲۶ مخ .
۳- عبدالباري جهاني ، بېنوا چي زه پېژنم ، ويرجېنيا – امريکا ، بېنوا وېب پاڼه ، نوميالي . (۱۳۸۴ ه . ش) کال .
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.