طالبان
یوه اسلامی او په افغانستان واکمنه وسلواله ډله ده چې افغانستان يې داشغالګرو څخه آذاد کړ / From Wikipedia, the free encyclopedia
طالبان (یعني؛ «د مدرسې زده کوونکي» )، يو سني اسلامي سياسي غورځنګ دی چی اوسمهال د افغانستان دفاکتو واکمن دی. دا غورځنګ چې لومړی ځل د ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۰۱م کال پورې په افغانستان کې واکمن وو، او دغه غورځنګ له ۲۰۰۴ ز. کال څخه راپدېخوا يوځل بيا په ډلو او گروپونو کې سره راغونډ او د افغانستان د تېر حکومت، امريکا او د آيساف د ځواکونو پر وړاندې وجنګېدی او له همدې لارې بیا ځل واک ته ورسید.[11] که څه هم په لومړي سر کې یواځې پښتانه طالبان وه، خو اوسمهال دا غورځنګ په یو نړیوال اسلامي غورځنګ باندې اووښتې دی؛ او مختلف توکمونه پکښې موجود دي.[12] چې په دو کې د ازبکان او تاجکان د يادولو وړ توکمونه دي.[13][14][15] په تېر کي طالبان په افغانستان او د ديورنډ د پولې نه هاخوا د پښتنو سيمو کې په خپلو سياسي او جگړه ايزو فعاليتونو بوخت وه. د امريکا د متحده ايالاتو چارواکي په دې نظر وه چې د طالبانو مرکز يا په کوېټه او يا هم کوېټې ته نژدې واقع وو او پاکستان او ايران هېوادونو يې سياسي او لوژيستيکي ملاتړ هم کاوه،[16][17][18][19], خو پاکستان او ايران تل د امريکايانو دا تور ردوی.[20][21]
طالبان (افغان طالبان) | |
---|---|
د افغانستان جګړه کې شريک | |
فعال | ۱۹۹۴–۱۹۹۶ (جنګیالیان) ۱۹۹۶–۲۰۰۱ (حکومت) ٢٠٠٢–تر اوسه (غوﺭځنګ) |
نظریات | |
گروپ | پښتانه[9][10] |
مشران |
|
دفتر |
|
د کاروايانو ځاينه | افغانستان |
د پيل کيدو سبب | زده کوونکی |
جگړې او جنگونه | د افغانستان کورنۍ جګړې (١٩٩۲-۹۶) د افغانستان کورنۍ جګړې (١٩٩۶-۲۰۰۱) په افغانستان کې جګړه (۲۰۰۱-۱۴) په افغانستان کې جګړه له (۲۰۱۵-تر اوسه) |
ويب سايټ | د افغان طالبانو ويبپاڼه |
ملا محمد عمر اخوند، چې په يوه نامالومه ځای کې پټ وو، تر ۲۰۱۳م کال پورې د طالبانو مشر او لارښود وو.[22]
که څه هم دغه سياسي غورځنگ د افغانستان په پلازمېنه کابل باندې واکمن او هېواد يې تر پينځو کلونو پورې چلاوه او خپل حکومت يې د افغانستان اسلامي امارت باله، خو د دوی دولت په رسمي توگه د نړۍ د درې هېوادونو لخوا په رسمي توگه پېژندل کېده، په دغو درې هېوادونو کې د پاکستان، سعودي عربستان او د متحده عرب اماراتو هېوادونه شامل وه. همداراز د طالبانو په وخت کې دغه سياسي غورځنگ د خېبرپښتونخوا په قبايلي سيمو کې خپل نفوذ پيدا کړ او گڼ شمېر کسان يې پلوۍ ته ودرېدل.
طالبانو د خپلې واکمنۍ پر سيمو بشپړ شرعي قانون پلي کاوه چې د گڼو مسلمانو هېوادونو لخوا پرې نيوکې وې، خو د دې سره سره يې ډېر کم ځل په خپلو اندونو کې بدلون او اصطلاحات راوستل.[23] د ۲۰۰۹م کال په مېنځ کې طالبانو د کندهار په سهېل کې د محتسب دفتر پرانيسته، چې ډاوېډ کيلکولېن د ايساف د ځواکونو پر وړاندې "د يوې مستقيمې ننگونې" په توگه څرگند کړ.[24]