شپاړسم لوييس
From Wikipedia, the free encyclopedia
شپاړسم لوييس (لویيس – اګوست؛ فرانسوي تلفظ یې: [lwi sɛːz]؛ زېږېدنه، د ۱۷۵۴ ز کال د اګست ۲۳مه – مړینه د ۱۷۹۳ ز کال د جنوري ۲۱ مه) د فرانسې د انقلاب په بهیر کې د پاچاهۍ تر نسکورېدو مخکې د فرانسې وروستی پاچا و. هغه څلور میاشتې مخکې له دې چې له ګليوټین (په فرانسوي ژبه د اعدام هغې وسیلې ته ویل کېږي چې د سر پرې کولو لپاره کارول کېده، ژباړن) سره اعدام شي د لوييس کپېت د ښاروال په توګه پېژندل کېده. هغه د فرانسې د ډوفین، لويي زوی او د پاچا پنځلسم لوييس او له ساکسوني څخه د ماریا ژوزفا وارث او زوی و. کله یې چې پلار په ۱۷۶۵ ز کال کې ومړ، هغه نوی [1]ډوفین شو. د ۱۷۷۴ ز کال د مې میاشتې په لسمه يې د نيکه تر مړینې وروسته د ۱۷۹۱ ز کال د سېپټمبر تر څلورمې پورې د فرانسې د پاچا او ناوار مسؤلیت پر غاړه واخیست، نوموړي ترهغه مهال د فرانسې د پاچا لقب خپل کړ تر څو چې د ۱۷۹۲ ز کال د سپټمبر په ۲۱ مه پاچاهي ړنګه شوه.
شپاړسم لوييس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۳ اگسټ ۱۷۵۴[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11] |
مړینه | 21 جنوري 1793 (39 کاله)[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13] |
ښځه | ماري انتوانېت (۱۶ مې ۱۷۷۰–۱۰ اگسټ ۱۷۹۲)[14] |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، پاچا |
مورنۍ ژبه | فرانسوي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه ، اسپانيايي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
د هغه د واکمنۍ لومړۍ برخه د روښانګرۍ له نظریو سره سم د فرانسې په دولت کې د سمونو له هڅو سره مشخصه شوه. چې د مرییتوب سیستم، ټېل (د ځمکو ماليه) او کوروې (د کار مالیه) لغوه کول او د غیر کاتولیکو کسانو پر وړاندې د زغم زیاتوالی او همدارنګه د تښتېدلو کسانو لپاره د اعدام سزا لهمنځه وړل پهکې شامل وو. فرانسوي اشرافو د وړاندیز شويو سموونو پر وړاندې خصمانه غبرګون ښکاره کړ او په بریالیتوب سره یې د هغوی له پلي کېدو څخه مخنیوی وکړ. لوييس د غلهجاتو له مارکېټ څخه د مقرراتو لرې کول پلي کړل چې د هغه د اقتصاد د لېبرال وزیر تورګو له خوا يې ملاتړ کېده، خو دې چارې د ډوډوۍ قیمت لوړ کړ. د بد حاصل په دورو کې، د خوراکي توکو د کمښت لامل شو چې په ۱۷۷۵ ز کال کې يې د خورا بد حاصل په بهیر کې د خلکو لویې کتلې بلوا ته اړ کړې. شپاړسم لوييس له ۱۷۷۶ ز کال څخه د شمالي امریکا په مستعمره کې له مېشتو هغه کسانو څخه ملاتړ وکړ چې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ غوښتنې په لټه کې وو، چې په ۱۷۸۳ ز کال کې د پاریس په تړون کې ريښتیا شوه. راتلونکي پور او مالي کړکېچ د لرغوني رژیم له نه محبوبیت سره مرسته وکړه. [17][18][19]
دا چاره په ۱۷۸۹ ز کال کې د عمومي غونډې د رامنځته کېدو لامل شوه. د فرانسې د متوسطو او ټيټو طبقو د غړو تر منځ نارضایتۍ د فرانسې د اشرافو او له مطلقې واکمنۍ سره د مخالفت د زیاتېدو لامل شوې، چې لوييس او د هغه مېرمن ملکه ماري انتوانت يې د استازو په توګه په پام کې ونیول شول. د کړکېچونو او تاوتریخوالي زیاتېدل د [2]باستېل توپان په څېر پېښو سره مشخص شول، چې په ترڅ کې یې په پاریس کې کړکېچونو لوييس اړ کړ تر څو په غوڅ ډول د ملي اسامبلۍ قانوني صلاحیت په رسمیت وپېژني.
د لويي محافظه کري او دوه زړهتوب د دې لامل شو چې د فرانسې د خلکو ځینې عناصر یې د پخواني استبدادي رژيم نښان وبولي او په ورو وورو يې خپل محبوبیت له لاسه ورکړ. د مشروطه پاچاهۍ تر اعلان څلور میاشتې مخکې داسې برېښېده چې د ۱۷۹۱ ز کال په جون کې وارين ته د هغه نابریالی سفربه دا اوازې توجیه کړې چې د سیاسي ژغورنې لپاره پاچا خپلې هيلې د بهرنۍ مداخلې له لرلید سره غوټه کړې دي. د پاچا باور په ژور ډول کمزوری شو او ورځ تر بلې د پاچاهۍ د لهمنځه تللو او د جمهوریت د رامنځته کېدلو امکان زیاتېده. د انقلابیانو تر منځ له ملاواکۍ (د مذهبیونو واکمنۍ) سره مخالفت د ډيمه (د مذهبیونو د ځمکو مالیات/ عشر) د لهمنځه تللو او د فرانسې د عیسوي کولو په موخه د څوګونو دولتي سیاستونو لامل شو.
د کورنۍ او نړیوالې جګړې په شرایطو کې شپاړسم لويي د ۱۷۹۲ ز کال د اګست د لسمې ڼېټې د پاڅون پر مهال موقوف او ونیول شو. یوه میاشت وروسته پاچاهي ونړېده او د ۱۷۹۲ ز کال د سپټمبر په ۲۱مه د فرانسې لومړی جمهوریت اعلان شو. وروسته لويي د ملي کنوانسیون (چې پهخپله د دې مناسبت د محکمې په توګه رامنخته شوی و) له خوا محکمه شو، د لوی خیانت په تور مجرم وپېژندل شو او د ۱۷۹۳ کال د جنورې په ۲۱مه له ګلوتین سره اعدام شو، هيوکاپت ته په اشاره د لويي کاپت په نوم، چې د کاپتيانو د لړۍ بنسټګر و او انقلابیونو هغه د لويي د کورني د نوم په توګه تفسیر کړی، د یو فرانسوي ښاريځ په توګه سپک/ له بې حرمتۍ سره مخ شو. شپاړسم لويي تر دې مهاله د فرانسې یوازینی پاچا و چې اعدام شوی او د هغه مړینې د فرانسې له زرګونه کلونو څخه زیاتې دوام لرونکې پاچاهۍ ته د پای ټکی کېښود. د هغه دواړه زامن په ماشومتوب کې د بوربن تر بیارغونې مخکې مړه شول. د هغه یوازینی اولاد چې د لویوالي عمر ته ورسېد، ماري ترز وه چې د فرانسوي جنګي اسیرانو په بدل کې اتریشیانو ته وروسپارل شوه او په پای کې پرته له دې چې کوم ماشوم وزېږوي په ۱۸۵۱ ز کال کې مړه شوه.