شاهي ازموينه
From Wikipedia, the free encyclopedia
شاهي ازموينه، يا کیجو په شاهي (ټولواکمن) چين کې د ملکي خدمت ازموينې یو نظام و، د دولتي بيروکراسۍ (دولتي ماموريت) لپاره د نوماندانو د غوره کولو په موخه پر مخ وړل کېدو. د زېږېدو پر ځای د وړتيا تر مخې د بيروکراتانو د ټاکلو تصور د چين د تاریخ په لومړيو کې پيل شو، خو د غوره کولو د يوې وسيلې په توګه د لیکلو ازموينې له «سوي» واکمنۍ کورنۍ څخه وروسته د ۶۱۸-۹۰۷ په «ټانګ» واکمنې کورنۍ کې پيل شوې. دا نظام د «سانګ» واکمنې کورنۍ (۹۰۶-۱۲۷۹) پر مهال خورا خپور او پیاوړی شو او نږدې تر يوې زريزې پورې وغځېد، تر دې چې په ۱۹۰۵ز کال کې د «چينګ» واکمنۍ کورنۍ د اصلاحاتو پر مهال له منځه يوړل شو. د چين خلکو جمهوريت (PRC) او د چين جمهوريت (ROC) دواړو کې، د اوسني چين په دولتي ملکي خدمت کې د داخلېدو لپاره د شاهي ازموينې ځينې اړخونه اوس هم شته.[1]
دې ازموینو د دولتي مسئولينو په منځ کې د ليکنې، چيني کلاسيکي او ادبي طريقې په اړوند عام معلومات تر لاسه کولو ډاډ ورکړ. دې عام کلتور د سترواکۍ په يوالي کې مرسته وکړه او د وړتيا پر مټ د برياليتوب هيلو شاهي واکمنۍ ته قانوني حيثيت ورکړ. د ازموينې دې نظام د ميراثي اشرافو او پوځي واکمنو د ځواک سره برابرولو په برخه او د پوهو بيوروکراتانو د يوې روزل شوې طبقې په وده کې مهمه دنده تر سره کړه.
د «سونګ» واکمنۍ پر مهال پيل شوي شاهي ازموينې نظام يو زيات رسمي نظام وګرځېد او له سيمه يیز څخه نيولې تر ايالتي او بيا د محکمې تر ازموينو پورې په درې درجو په پوړونو کې چمتو شو. د «منګ» واکمنې کورنۍ (۱۳۶۸-۱۶۴۴) پر مهال، چارواکو د دې ازموينې محتوا د «اردتدوکس نيوکنفوسيوس» (کنفوشيوس د چين د عقایدو يو لرغونی نظام دی.) په اړوند متنونو پورې محدوده کړه، تر ټولو لوړه درجه چې «جنشي» نومېده، د لوړو دفترونو لپاره اړينه وه. له بلې خوا، د بنسټيزې درجې درلودونکي «شينګ يوان»، په زیات شمېر کې وړاندې شول او په پايله کې د دې درجې (سند) لرونکي خلک داسې څوک وګرځېدل چې د يوې دندې تر لاسه کولو هيله يې نه درلوده. شتمنې کورنۍ، په ځانګړي ډول سوداګرې طبقې، کولای شول چې خپلو زامنو ته تعلیم ورکړي يا د هغوی لپاره سندونه په پيسو راونيسي او په نظام کې شامل شي. د نولسمې پېړۍ د وروستيو پر مهال، د «چينګ» چين په داخل کې ځينو نيوکه کوونکو د ازموينې دا نظام د ساينس او تخنيکي زده کړې د مخنیوي مسئول وباله او د ځينو سمونونو غوښتنه يې وکړه. هغه مهال، چين د هرو زرو کسانو پر سر يو سند درلود. د سختو شرايطو له امله، په کلني ډول د ازموينې ورکولو د دوه يا درې ميليونه غوښتونکو له منځه، د بريا کچه يواځې ۱٪ وه.[2]
د چين د ازموينې نظام په نورو هېوادونو کې د نوي ملکي خدماتو د اداري فعاليتونو پر وده ژور اغېز پرېښود. په دې کې په جاپان، کوريا، Ryūkyū او ویتنام کې دې ته ورته جوړښتونه شامل دي. پر اسيا سربېره، د اروپايی مبلغينو او ديپلوماتانو راپورونو د چينايي ازموینې نظام لوېديځې نړۍ ته وروپېژاند او د فرانسې او المان تر څنګ د برتانيې د ختيځ هندوستان شرکت (EIC) هم د ممکنه دندو د ټاکنو لپاره د همدې ډول طريقې څخه د کار اخيستلو لپاره وهڅول شول. د EIC په داخل کې خپلو لومړيو برياليتوبونو ته په کتنې سره، برتانوي حکومت په ۱۸۵۵ز کال کې په ټوله برتانيه کې د دولتي ملکي کار کوونکو د ارزونې لپاره، د همدې ډول ازموينې نظام خپل کړ. له ۱۸۸۳ز کال وروسته متحده ايالاتو هم د ځينو دولتي کار کوونکو لپاره د همدې ډول پروګرامونه جوړ کړل.[3][4]