![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/c/c1/Prinses_Margaret_%252C_Lord_Snowdon_en_Prins_Bernhard_in_de_Hoovercraft%252C_Prinses_Mar%252C_Bestanddeelnr_917-7816_%2528cropped%2529.jpg/640px-Prinses_Margaret_%252C_Lord_Snowdon_en_Prins_Bernhard_in_de_Hoovercraft%252C_Prinses_Mar%252C_Bestanddeelnr_917-7816_%2528cropped%2529.jpg&w=640&q=50)
شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس
From Wikipedia, the free encyclopedia
شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس (زوکړه: د ۱۹۳۰ زکال د اګست ۲۱ مه – مړینه: د ۲۰۰۲ زکال د فبروري ۹ مه) د پاچا شپږم جورج او ملکې الیزابت کوچنۍ لور او د ملکې دویمې الیزابت یوازنۍ خور وه.
شاهزادګۍ مارګاریت، د سنوډن کونټیس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۱ اگسټ ۱۹۳۰[1][2][3][4][5][6][7] |
مړینه | 9 فبروري 2002 (72 کاله)[1][2][3][4][5][6][7] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
رکنیت | د برتانيې شاهي کورنۍ ![]() |
پلار | شپږم جورج [5][8] ![]() |
مور | ملکه الېزابېت، د ملکه مور [5][8] ![]() |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ![]() |
ويبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه ![]() |
![]() |
مخ پر IMDB مخونو ![]() |
سمول ![]() |
مارګاریت د خپل ماشومتوب ډېر مهال له خپلو والدینو او خویندې سره تېر کړ. د نوموړې ژوند له شپږ کلنۍ وروسته په ډراماتیک ډول بدلون وکړ؛ هغه مهال چې تره یې پاچا اتم اډوارډ له واکه لاس پر سر شو څو له طلاق شوې والیس سیمپسون سره واده وکړي. د مارګاریت پلار پاچا شو او خور یې د هغه احتمالي وارثه او خپله مارګاریت هم د پاچاهۍ د ځای ناستوب په کتار کې دویم ځای خپل کړ. د ځای ناستوب په کتار کې د نوموړې ځایګی په راتلونکو لسیزو کې د الیزابت د ماشومانو او لمسیانو له زېږون وروسته راکښته شو. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال دغه دواړه خویندې له دې سره چې کاناډا ته د تګ ورته ډېر وویل شول، خو په وینډوزر کلا کې پاتې شوې. د جګړې پر مهال مارګاریت د هر ډول رسمي دندې د ترسره کولو لپاره ډېره کوچنۍ بلل کېده او پر ځای یې هغې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ؛ هغه مهال چې جګړه پیل شوه ۹ کلنه وه او د جګړې له پای وروسته ۱۵ کلنۍ ته ورسېده.
له ۱۹۵۰مې لسیزې وروسته مارګاریت په ټوله نړۍ کې مخکښه ټولنیزه فعاله شوه چې د خپل مجلل ژوند او پام وړ رومانتیک اړیکو له امله یې شهرت درلود. له ټولو څخه مشهوره یې دا وه چې د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې هغه مهال چې نوې ځوانۍ ته رسېدلې وه په ډلګۍ مشر، پیټر ټاونسنډ یې زړه بایلود. په ۱۹۵۲ زکال کې د هغې پلار ومړ؛ خور یې ملکه شوه او ټاونسنډ له خپلې مېرمن روزماري څخه طلاق واخیست. نوموړي راتلونکی کال مارګاریت ته د واده وړاندیز وکړ. په دولت کې ډېری کسان په دې باوري و چې نوموړی د ملکې د ۲۲ کلنې خور لپاره مناسب مېړه نه شي کېدای او له دې سربېره د انګلستان کلیسا هم له طلاق شوي نارینه سره د هغې واده رد کړ. بالاخره مارګاریت له ټاونسنډ سره د خپل واده موضوع ته پای ټکی کېښود او په ۱۹۶۰ زکال کې یې له انځور اخیستونکي آنتوني ارمسټرانګ – جونز سره واده وکړ او ملکې هم د هغې مېړه د سنوډن ارل وټاکه. په ۱۹۷۸ زکال کې د دغې جوړې له جلا کېدو وړاندې د ډېوېډ او سارا په نومونو د دوی دوه ماشومان زېږېدلي و. مارګاریت بیا هېڅکله واده وه نه کړ. [9]
مارګاریت د سلطنتي کورنۍ جنجالي غړې وه. د نوموړې طلاق له پراخو منفي تبلیغاتو سره مل و چې خصوصي ژوند یې د کلونو لپاره د رسنیو او سلطنتي ناظرینو د شکونو موضوع جوړوله. د ژوندانه په وروستیو دوه لسیزو کې یې روغتیايي حالت په تدریج سره مخ پر خرابېدو شو. نوموړې د خپلې ځوانۍ پر مهال پیاوړې سګرټ څکونکې وه چې په ۱۹۸۵ زکال کې یې د سږو یو عملیات، په ۱۹۹۳ زکال کې یې د سږو التهاب او له ۱۹۹۸ زکال څخه یې تر ۲۰۰۱ زکال پورې لږ تر لږه درې ځله د مغزو سکته تجربه کړې وه. نوموړې په ۲۰۰۲ زکال کې د څلورمې او وروستۍ سکتې پر مهال د ۷۱ کلونو په عمر په لندن کې مړه شوه.