From Wikipedia, the free encyclopedia
سټروپ ۲ (په چیکي:Samohybný protiletadlový komplet) د دورگې پخپله څرخېدونكى د الوتکو ویشتونکي وسله ده چی د الوتکو، چورلکو، بې پیلوټه الوتکو او بلو هوایی اهدافو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږي نوموړي وسله د چکوسلواکیا په جمهوریت کی په ۱۹۸۷ کال کی طرح او جوړه شوه خو تر ۱۹۹۶ کال پورې یوازې یوه وسله جوړه شوه .تر ۱۹۹۶ کال وروسته په سلواکیا او چېک جمهوریت کی د دغي وسلې ترقي ادامه شوه. [1]
سټروپ ۲ د الوتکو ویشتونکی سیستم د ۳۰ م.م. یو روسي توپ، د ۷،۶۲ ماشیندار او د الوتکو ویشتونکي توغندی لري چی د 8x8 د ټاټرا ۸۱۵ پر شاسی باندي نصب شوي دي او ټول وزن یی ۲۷ ټنو ته رسېږي. د توپ واټن ویشتونکي ۴۰۰۰ مټرو او د توغندیو واټن ویشتونکي ۴۲۰۰ مټرو دي.[2]
سټيکس [3](په چیکي: ShPlK STYX ) د چکوسلواکیا تر تقسیمولو وروسته د چېک په جمهوریت کی د الوتکو د ویشتونکي سیستم پروژه ادامه شوه او څو کلو وروسته سټیکس د الوتکو ویشتونکي پخپله څرخېدونكى سیستم جوړ شو. نوموړي د الوتکو ویشتونکي سیستم د ۳۵ م.م. سویسی توپ (35mm OERLIKON) لري چی د 8x8 د ټاټرا ۸۱۵ پر شاسي باندي نصب شوي دي. [4] هر موټر کولای شی د الوتکو په خلاف رهبري شوي توغندۍ ولري.
بړامس[5] (په سلواکي:Brams Samohybný protilietadlový komplet ) د الوتکو ویشتونکي پخپله څرخېدونكى سیستم دي چی د ۹۰ کلو کی په سلواکیا کی جوړ شو. نوموړي وسله د ۳۰ م.م. د الوتکو ویشتونکي روسی توپ ( 2A38M)، د ۱۲،۷ م.م. ماشیندار او د الوتکو ویشتونکي توغندۍ (ایگلا 9M313) لري چی د 8x8 د ټاټرا ۸۱۵ پر شاسي باندي نصب شوي دي. بړامس گاډي قوي زره پوښ لري چی د ۱۲،۷ م.م. مرمی څخه مقاومت وکړي.[6]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.