سلووانيا
په منځنۍ اروپا کې يو هېواد / From Wikipedia, the free encyclopedia
سلووانیا یاهم (سلوانیا) په سلوانیایي ژبه Slovenija) چې رسمي نوم یې د سلوانیا ولسمشریزه ده د مرکزي اروپا په سویل کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه او لوی ښار یې د لیوبلیانا ده.
سلوانیا، په رسمي ډول د سلوانیا جمهوریت په مرکزي اروپا کې یو هېواد دی. له لویدیځ لوري څخه له ایټالیا، له شمال څخه له اطریش، له شمال ختیځ څخه له هنګري، له سوېل ختیځ څخه له کرواسیا او له سویل لویدیځ لوري له ادریاتیک سمندرګي سره ګاونډی دی. سلوانیا تر ډېره غرنی او ځنګلي هېواد دی چې د ۲۰۲۷۱ کیلومتر مربع (۷۸۲۷ مایل مربع) مساحت په لرلو سره ۲.۱ میلیونه (۲۱۰۸۷۰۸ تنه) وګړي لري. سلوانیايي وګړي (سلواني نژاد لرونکي) د دغه هېواد ۸۰ سلنه وګړي جوړوي. سلواني او سوېلی سلاوي ژبې یې رسمي ژبې دي. سلوانیا، د سلواني د سواحلو او دیناریک الپ غرونو پرته په غالبه توګه قاره يي اقلیم لري. مدیترانه يي هوا د دیناریک الپ غرونو په امتداد د دغه هېواد په شمال لویدیځ – سوېل ختیځ لوري کې چلېږي. په شمال لویدیځ کې بیا جولیان الپ غرونه آلپي اقلیم لري. د دغه هېواد پلازمېنه او لوی ښار لیوبلیانا دی چې نږدې د دغه هېواد په مرکز کې موقعیت لري.[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14]
سلوانیا له تاریخي پلوه د سلاوي، جرمني او رومانس ژبو او کلتورونو د یوځای کېدو ځای و. د دغه هېواد قلمرو د ګڼ شمېر واکمنیو، لکه: د روم د سترواکۍ، د بیزانس سترواکۍ، کارولینژ سترواکۍ، د سپېڅلي روم د سترواکۍ، د هنګري د پاچاهۍ، د وینیز د جمهوریت، د فرانسې د لومړنۍ ناپلیوني سترواکۍ د ایالتونو، د اطریش د سترواکۍ او د اطریش-هنګري د سترواکۍ برخه و. د ۱۹۱۸ ز کال په اکتوبر میاشت کې سلواني وګړو د سلوانیا، کرواسیا او صربیا دولت رامنځته کړ. د ۱۹۱۸ ز کال په ډسمبر میاشت کې دوی د صربستان د پاچهۍ د برخې په توګه د یوګوسلاویا له پاچهۍ سره ادغام شول. د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال جرمني، ایټالیا او هنګري سلوانیا و نیوله او له ځان سره یې الحاق کړه، په داسې حال کې چې یوه ډېره کوچنۍ برخه یې کرواسیا ته پاتې شوه او په کې د نازي لاس پوڅي دولت رامنځته شو. په ۱۹۴۵ ز کال کې دغه هېواد د یوګوسلاویا په بنسټ اېښودونکي غړي واوښت. له جګړې وروسته، یوګوسلاویا له ختیځ بلاک سره مل شوه، خو په ۱۹۴۸ ز کال کې له تیتو-ستالین جلاوالي وروسته، هېڅکله له وراسا تړون سره یوځای نه شوه او په ۱۹۶۱ ز کال کې د بې پلوي خوځښت یو له بنسټګړو غړو څخه وګرځېده. د ۱۹۹۱ ز کال په جون میاشت کې سلوانیا لومړنی جمهوریت و چې له یوګوسلاویا جلا شو او په یوه خپلواک ملي حاکمیت لرونکي هېواد واوښت. [15][16][17][18][19]
سلوانیا یو له پرمختللو هېوادونو څخه دی چې لوړ عاید لرونکی اقتصاد او د انساني ودې د شاخص له مخې لوړ ځایګی لري. د جیني شاخص له مخې د عاید د نابرابرۍ په برخه کې په نړۍ کې په تر ټولو ټیټه کچه نابرابر عاید لرونکو هېوادونو کې راځي. دغه هېواد د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، یورو زون، شنګن سیمې، د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان، د اقتصادي پراختیا او همکاریو د سازمان، اروپایي شورا او ناټو غړیتوب لري.[20][21]