From Wikipedia, the free encyclopedia
نری رنځ(سرطان)، د ناروغيو يوه ډله ده، چې د حجرې غير عادي وده رانغاړي او د دې توان لري چې د بدن نورو برخو ته خپور شي يا پرې برید وکړي. سرطانونه له benign (سليم) تومورونو سره توپير لري. سليم تومورونه د بدن نورو برخو ته نه خپرېږي. په ممکنه نښو او علايمو کې غوټې، غيرعادي توليد مثل، اوږدمهاله ټوخی، د وزن ناڅرګند بايلل او د کولمو په حرکتونو کې بدلون شاملېږي. که څه هم یادې شوي نښې سرطان په ګوته کوي، مګر نور سببونه هم لرلی شي. د سرطان له ۱۰۰ نه زيات ډولونه انسانان اغېزمنوي. [۱][۲][۳]
د سرطان له امله د ٪۲۲ مړينې سبب د تمباکو استعمال دی. ٪۱۰ نور يې د چاغوالي، کمزوري غذايي رژيم، د فزيکي فعاليتونو د کموالي او يا د الکولي مشروباتو د زيات څښاک له امله دي. په نورو عواملو کې ځيني انتانونه، د ايوني وړانګو پر وړاندې واقع کېدل او چاپېريالي ککړونکي شاملېږي. په مخ پر وده نړۍ کې د سرطان ٪۱۵ د ځينو انتانونو، لکه: Helicobacter pylori, hepatitis B, hepatitis C, human papillomavirus infection, Epstein–Barr virus او ايډز له امله دي. ذکر شوي عوامل لږ تر لږه د يوې برخې په توګه د يوې حجرې د جينونو بدلولو په واسطه عمل کوي. په نمونه يي ډول د سرطان له پرمختګ کولو نه وړاندې زياتو جنيټيکي بدلونونو ته اړتيا ده. نږدې له (٪۱۰ – ۵) سرطانونه د ارثي جنيټيکي نيمګړتياوو له امله دي . سرطان د هغې د معلومو اعراضو او نښو يا هم د سکريننګ (screening) ازموينې په واسطه معلومېدلی شي. وروسته بيا په نمونه يي ډول د طبي انځور (Medical Imaging) په واسطه پلټل کېږي او د biopsy په وسیله تاييديږي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]
د ځينو څرګندو سرطانونو د پرمختګ خطر، د سګرټ نه څښلو، د صحي وزن ساتلو، د الکولو محدود څښاک، زياتو سبزيجاتو په خوړلو، مېوه جاتو او په ټوله کې د غله جاتو، د معلومو انتاني ناروغيو پر وړاندې واکسين اخيستلو، د پروسس شوې او سرې غوښې لږ مصرف او د لمر وړانګو له مستقيم تماس په محدودولو سره کمېدلی شي. د screening په واسطه د cervical او colorectal سرطانونو ابتدايي تشخيص ګټور دی. د سينو د سرطان تشخيصول د screening په واسطه د بحث وړ (جدي بحثونه) دي. سرطانونه زياتره د وړانګو تداوي (radiation therapy)، جراحي، کيموترافي او targeted therapy په واسطه معالجه کېږي. د درد او نښې (علامې) تنظيم د پاملرنې يوه مهمه برخه ده. لږوونکې پاملرنه (palliative care) په هغو خلکو کې په ځانګړي ډول مهمه ده، چې پرمختللې ناروغي لري. د ژوندي پاتې کېدلو موکه يا چانس د سرطان په ډول او د تداوۍ په پيل کې د ناروغۍ په وسعت او پراخوالي پورې اړه لري. له ۱۵ کلنۍ نه د کم عمره ماشومانو په تشخيص کې په پرمختللې نړۍ کې د ۵ کالونو ژوندي پاتې کېدو منځنۍکچه ۸۰ سلنه ده. په متحده ايالتونو کې د سرطان لپاره د اوسط پينځه کاله ژوندي پاتې کېدلو اندازه ٪۶۶ ده. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
په ۲۰۱۵ ز کې نږدې ۹۰،۵ ميليونه خلکو سرطان درلود. لکه د ۲۰۱۹ز په کلني ډول نږدې ۱۸ ميليونه نوې پېښې واقع کېږي. په کلني ډول د سرطان له امله د مړينې کچه ۸.۸ ميليونه يعنې د ټولې سلنې (٪۱۵.۷) ده. په نارينوو کې د سرطان تر ټولو عام ډولونه د سږو، پروستات، colorectal او معدې سرطانونه دي. په ښځو کې تر ټولو عام ډول د سينې، colorectal، سږو او cervical سرطانونه دي. که چېرې د پوستکي سرطان د (melonama) د نورو په پرتله د سرطان له کلنۍ جمله نوو پېښو سره شامل شي، دا به نږدې ٪۴۰ پېښې تشکيل کړي. په کوچنيانو کې acute lymphoblastic leukemia او د عصب تومورونه له افريقا پرته ډېر عام دی. non-Hodgkin lymphoma سرطان زيات واقع کېږي. په ۲۰۱۲ کې په نږدې ۱۶۵۰۰۰ له ۱۵ کالونو نه کم عمره کوچنيانو کې سرطان تشخيص شوی و. د سرطان خطر په څرګند ډول په عمر سره زياتېږي او زياتره سرطانونه په عام ډول په پرمختللو هېوادونو کې واقع کېږي. تر زړښته د وګړو د ژوند کولو او په مخ پر وده هېوادونو کې د ژوند ډول د بدلون له مخې د سرطان کچه او اندازه زياتېږي. د سرطان مالي بيې د يوه کال لپاره د ٪۲ د معلوماتو له مخې ۱.۱۶ تريليونه امريکايي ډالر اټکل شوي وو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
سرطان وییکی، د لرغوني يونان له (καρκίνος) نه راغلی دی، چې د پنجه پړاو او تومور معنا لري. د نورو عالمانو له منځه يوناني عالم (فزيکپوه) هايپوکرات او ګالين د پنجه پړاو او تومورونو ورته والی په پړسېدلو رګونو سره يادښت کړ. ذکر شوی ويیکی، په نږدې ۱۶۰۰ کې په انګليسي کې د معاصر طب په برخه کې معرفي شو. [۲۵]
سرطانونه د ناروغيو يوه پراخه کورنۍ رانغاړي چې د حجرې د غير عادي ودې په شاملولو سره د بدن په نورو برخو باندې د حملې او په کې د خپرېدلو توان لري. دوی د نيوپلازم يوه فرعي ډله تشکيلوي. نيوپلازم يا تومورد حجرو يو ګروپ دی، چې undergone نامنظمه وده لري او زياتره يوه کتله يا غوټه (لمف) تشکيلوي، مګر کېدای شي په تيت او پرک ډول وېشل شوی وي. [۲۶][۲۷]
ټولې تومور حجرې، د سرطان شپږ عمومي نښې (hallmarks) ښيي. دا نښې د يوه خطرناک تومور د توليدولو لپاره اړينې دي، چې په لاندې ډول دي: [۲۸]
له عادي حجرې نه هغې حجرې ته پرمختګ چې د سرطان د بشپړولو په موخه يوه د کشف وړ کتله تشکيلولی شي، د خطرناک پرمختګ په توګه پېژندل شوي ګڼ پړاوونه شاملوي. [۳۰][۳۱]
کله چې سرطان پيل شي، هېڅ نښې نه توليدوي. نښې او علايم هغه وخت ښکاره کېږي چې کتله وده وکړي يا ټپ رامنځته شي. پايله لرونکې موندنې د سرطان په ډول او موقعيت پورې اړه لري. محدودې نښې يې مشخص دي. ډېر کله په هغو اشخاصو کې په مکرر ډول واقع کېږي، چې نور حالتونه لري. د سرطان تشخيص ستونزمن کېدلی شي او د يوه ستر مقلد په توګه په نظر کې نيول کېدلی شي. [۳۲]
له تشخيص نه وروسته کېدای شي، خلک خپه يا خوابدي شي. په سرطان لرونکو خلکو کې د ځان وژنې خطر دوه برابره دی. [۳۳]
کېدای شي د تومور د کتلې يا د تومور د زخم (ټپ) له امله محلي (موضعي) علايم ښکاره شي. د بېلګې په ډول: د سږو له سرطان نه د کتلې اغېزې د سږو کڅوړې بندولی شي، چې د ټوخي يا سينه بغل کې پايله لري. د مرۍ سرطان د مرۍ د تنګېدو لامل کېږي، چې د غذايي توکو په خوړلو کې د ستونزې يا درد باعث کېږي او colorectal سرطان کېدای شي، په کولمو کې د تنګښت يا بندېدو لامل شي، چې د کولمو عادتونه اغېزمنوي. په سينو يا خصيو کې کتلې کېدای شي د پام وړ غوټې (لمپونه) توليد کړي. ټپي کېدنه د وينې بهېدنې لامل کېدلی شي چې، لکه وينه لرونکی ټوخی (د سږو سرطان)، د وينې کموالی يا له مقعد نه وينه بهېدنه (د غټو کولمو سرطان)، په تشو بولو کې وينې (د مثانې سرطان) يا له مهبل نه غير عادي وينه بهېدنه (cervical) سرطان نښې لري، رهبري کوي. که څه هم کېدای شي په پرمختللي سرطان کې موضعي (د بدن د سرطاني برخې) درد واقع شي، مګر ابتدايي تومور په عادي ډول درد نه لري. ځيني سرطانونه د سينې قفس په دننه يا ګېډه کې د مايع او ګاز جوړولو سبب کېدلی شي. [۳۴]
منظمې نښې کېدای شي د سرطان په مقابل کې د بدن د غبرګون له امله رامنځته شيٍ. دا کېدای شي ستړيا، د وزن غير ارادي بايلل يا د پوستکي بدلونونه شامل کړي. ځيني سرطانونه د يوه منظم پړسېدلي(التهابوونکي) حالت سبب کېږي، چې د عضلې پر له پسې له لاسه ورکولو يا کمزورۍ ته لارښوونه کوي، چې د بدهضمۍ (cachexia) په نوم پېژندل کېږي. [۳۵][۳۶]
د سرطان ځيني ډولونه، لکه: Hodgkin ناروغي، leukemia او د پښتورګي او ځيګر سرطانونه د پرله پسې تبې لامل کېدلی شي.
د سرطان ځينې نامنظمې نښې، چې د paraneoplastic syndroms په توګه پېژندل کېږي، د هورمونونو يا د تومور په واسطه د توليد شوو نورو ماليکولونو له امله دي. د paraneoplastic syndroms عام سنډرومونه (ځانګړې نښې)د کلسيم زیاتوالی (Hypercalcemia) رانغاړي، چې د بدل شوي ذهني حالت، قبضيت او د بدن د اوبو له لاسه ورکول (dehydration) يا hyponatremia سبب ګرځي، چې د بدل شوي ذهني حالت، کانګو، سردردۍ يا د عصبي حملې (د عصب تصرف) لامل کېدلی شي. [۳۷]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.