ستر بحران
نړیوال اقتصادي بحرانونه / From Wikipedia, the free encyclopedia
ستره خواشیني(Depression)هغه نړیوال اقتصادي کړکېچ و، چې ترډېره د ۱۹۳۰مې لسیزې په بهیر کې رامنځته شو او پیل یې له امریکا متحده ایالتونو نه وشو. د ستر بحران زمان بندۍ په نړۍ کې توپیر درلود، په ډېری هېوادونو کې په ۱۹۲۹زکال کې پیل شوه او تر ۱۹۳۰مو کلونو پورې یې دوام وکړ. دا د شلمې پېړۍ تر ټولو اوږد، ژور او پراخ کړکېچ و. ستر بحران په عمومي توګه د داسې یوې بېلګې په توګه کارول کېږي، چې ښيي د نړۍ اقتصاد څومره سخت رکود کولای شي. [12][13][14]
عمومي معلومات | |
---|---|
هېواد |
افغانستان کينډۍ:د هېواد مالومات برېتانيا سترواکي د وايمار جمهوريت کينډۍ:د هېواد مالومات د فرانسې درېیم جمهوریت چيلي هالنډ سوېلي افريقا د امریکا متحده ایالات |
برخې |
Great Depression in Australia (en) Great Depression in Canada (en) Great Depression in Central Europe (en) Great Depression in Chile (en) Great Depression in France (en) Great Depression in Latin America (en) Great Depression in the Netherlands (en) Great Depression in South Africa (en) Great Depression in the United Kingdom (en) په متحده ایالاتو کې لوی اقتصادي کړکېچ Great Depression in India (en) Shōwa Depression (en) |
---|---|
پيل موده | |
پای | |
لامل |
ستر بحران، په امریکا کې وروسته له هغه پیل شو چې، د ۱۹۲۹ز کال د سپتمبر په ۴مه نېټه د ونډو بيې راولوېدې او په نړۍ کې هغه مهال دا خبر تیت شو، چې د ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر میاشتې په ۲۹مه نېټه د ونډو بازار سقوط وکړ، چې توره سه شنبه یا Black Tuesday یې بولي. د ۱۹۲۹ او ۱۹۳۲ ز کلونو تر منځ، د نړۍ کورنی ناخالص تولید د یوه اټکل له مخې ٪۱۵ راولوېد. په پرتلیز ډول، د نړۍ کورنی ناخالص تولید له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۰۹ ز پورې د ستر بحران پر مهال له ٪۱ لږ راولوېد. د ۱۹۳۰مې لسیزې په نیمايي کې ځینې اقتصادونه بېرته راښه شول، خو په ډېرو هېوادونو کې د ستر کړکېچ اغېزو د دویمې نړیوالې جګړې تر پیل پورې دوام وموند. [15][16]
ستر بحران، په شتمنو او بې وزلو هېوادونو ویجاړونکی اغېز درلود. شخصي عاید، مالیاتي عاید، سود او بیې راولوېدې، او نړیواله سوداګري، له ٪۵۰ ډېره راکمه شوه. په امریکا کې بېکاري ٪۲۳ او په ځینو هېوادونو کې ٪۳۳ ته لوړه شوه. په ښارونو يې اغېز سخت و، په ځانګړې توګه په هغو ښارونوکې چې په درانه صنعت پورې تړلي وو. په ډېرو هېوادونو کې رغنیزې چارې عملاً ودرېدې. بزګري ټولنو او کلیوالي سیمو ضربه ولیده، ځکه د غلو دانو بیه شاوخوا ٪۶۰ ټيټه شوه. د تقاضا د سخت کمي او د دندو د لږو بدیلو سرچینو له امله، هغه ساحې چې د اولیه سکتور په صنعتونو، لکه: معدنکارۍ او ځنګل وهلو پورې تړلې وې، تر ټولې ډېرې زیانمنې شوې. [17][18][19][20][21]
اقتصادي تاریخپوهان په عمومي توګه د ستر بحران رامنځ ته کوونکی عامل، د امریکا د ونډو بازار بی پایه سقوط بولي، چې د ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر په ۲۴مه نېټه پیل شو، خوځينې بیا دغه پایله نه مني او د ونډو رالوېدو ته د ستر بحران د يوې نښې او د یوه لامل په سترګه ګوري. [22][23][24]
آن وروسته له هغه چې په ۱۹۲۹ز کال وال سټریټ رکود وکړ، د ډاوجونز صنعتي منځنۍ کچه (Dow Jones Industrial Average) د دوو میاشتو په موده کې له ۳۸۱ نه ۱۹۸ ته راولوېد، د لږ وخت لپاره خوشبیني موجوده وه. د ۱۹۳۰ز کال په لومړیو کې د ونډو بازار پورته خواته ولاړ او د ۱۹۳۰ز کال په اپریل میاشت کې ډاو ۲۹۴ (د بحران نه وړاندې کچې) ته وروګرځېډ، خو بیا د کلونو لپاره په پرله پسې توګه مخ په ښکته روان و او په ۱۹۳۲ ز کال کې ان ۴۱ ته راټيټ شوی و. [25]
په پیل کې، حکومتونه او سوداګریو، د ۱۹۳۰ز کال په لومړي نیمايي کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ډېر لګښت کړی و. له بله پلوه، مصرف کوونکو، چې ډېرو يې تېر کال د ونډو په بازار کې زښته زیانونه کړي وو، خپل لګښتونه ٪۱۰ راکم کړل. پر دې سربېره، د ۱۹۳۰مې لسیزې د نیمايي په پیل کې، سختې وچکالۍ د امریکا کرنیزې مرکزي ځمکې ویجاړې کړې. [26]
د ۱۹۳۰ز کال په نیمايي کې د سود نرخ ټیټې کچې ته راولوېد، خو د تمې وړ منفي تورم (deflation) او د خلکو له خوا د پور نه اخیستلو دا معنا لرله چې، مصرف کوونکو لګښتونه او پانګونه، همداسې ښکته پاتې دي. د ۱۹۳۰ ز کال په مۍ میاشت کې د اټوموبیل خرڅلاو، د ۱۹۲۸ز کال د کچو نه هم راټيټ شو. په ۱۹۳۰ز کال کې په عمومي ډول بیې راټيټې شوې، خو اجوره (لاس مزد) لا هم هماغه پخوانی و. وروسته بیا په ۱۹۳۱ز کال کې د منفي تورم یو مارپېچ پیل شو. بزګران له یوې ناوړې راتلونکې سره مخامخ شول، د غلو دانو بیه راولوېده او د سترو دښتو (Great Plains) وچکالۍ د هغوی اقتصادي راتلونکی ورفلج کړ. د ستر بحران په اوج کې، په فدرال مرستو سربېره، د سترو دښتو ٪۱۰ فارمونه له یوه نه بل نوي څښتن ته ولېږدول شول. [27][28]
د امریکا د اقتصاد رکود هغه عامل و چې ډېره هېوادونه يې په لومړي سرکې له ځان سره ښکته کش کړل او بیا د هر هېواد کورني ضعف او قوت ته په کتوسره به يې شرایط ناوړه یا ښه وو. د حمایتي سیاستونو له لارې د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د هېوادونوله لوري بې اسرې هڅې، لکه په امریکا کې د ۱۹۳۰ز کال د سموت-هاولې تعرفو قانون او په نورو هېوادونو کې غچ اخیستونکې تعرفې، د دې لامل شوې چې ، نړیوال تجارت سقوط وکړي او په دې توګه له کړکېچ سره لامرسته وکړي. په ۱۹۳۳ز کال کې، اقتصادي رکود د دې لامل شو چې، نړیوال تجارت د تېرو څلورو کلونو په پرتله یو پر درې برخه راولوېږي.[29][30]