د یونان د خپلواکۍ جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د یونان د خپلواکۍ جګړه چې همدارنګه د یونان د ۱۸۲۱ زکال د انقلاب او یا هم د یونان د انقلاب په نومونو پېژندل کېږي له ۱۸۲۱ زکال څخه تر ۱۸۲۹ زکال پورې د عثماني سترواکۍ پر وړاندې د یوناني انقلابینونو بریالۍ جګړه وه. وروسته بیا بریتانوي سترواکۍ، د فرانسې پاچاهۍ او روسیې د یونانیانو ملاتړ وکړ؛ په داسې حال کې چې د عثماني سترواکۍ سره د افریقا په شمال په ځانګړې توګه د مصر په ایالت کې د هغوی لاس پوڅو مرسته کوله. دغه جګړه د معاصر یونان د رامنځته کېدو لامل وګرځېده. دغه انقلاب هر کال د مارچ په ۲۵ مه د یونانیانو له خوا په ټوله نړۍ کې د هغوی د خپلواکۍ ورځې په توګه لمانځل کېږي. [1][2]
د یونان د خپلواکۍ جګړه | |
---|---|
برخه د | د عثماني سترواکۍ تاریخ، د یونان تاریخ |
ځای | عثماني سترواکي |
پيل نېټه | ۱يو جنوري ۱۸۲۱ |
پای نېټه | ۱يو جنوري ۱۸۲۹ |
Significant event | Q18415361 |
ګډونوال | عثماني سترواکي، يونانيان |
یونان د پنځلسمې پېړۍ پر مهال د قسطنطنیې له سقوط په وړاندې او وروسته لسیزو کې د عثمانیانو په ولکه کې ورغی. په راتلونکو پېړیو کې د عثماني واکمنۍ پر ضد یو لړ پاڅونونه ترسره شول خو بریالي نه و. په ۱۸۱۴ زکال کې د فیلیکي ایتریا (Filiki Eteria) یا د دوستانو د ټولنې په نوم پټ سازمان د یونان د خپلواکۍ په موخه تاسیس شو چې هغه مهال په اروپا کې د شته انقلابي شور او ځوږ له خوا وهڅول شو. دغه بنسټ هوډ درلود په پلوپونز، ډانوبین شهزاده نشین او خپله قسطنطنیه کې یو لړ بغاوتونه ترسره کړي. دغه پاڅون د ۱۸۲۱ زکال د مارچ په ۲۵ مه (د جولین کلیزې پر بنسټ) د ارتودکس عیسویانو د بشارت په ورځ طراحي شوی و. له دې سره د فیلیکي اتریا نقشه د عثماني چارواکو لاس ته ورغله او هغوی اړ شول خپل انقلاب له دې وړاندې پیل کړي. لومړی بغاوت د ۱۸۲۱ زکال د مارچ په ۶مه/ د فبروري په ۲۱ مه د دانوب په پاچاهۍ کې پیل شو خو عثمانیانو ډېر ژر وځپه. د شمال پېښو پلوپونز (موریا) یونانیان راوپارول څو د ۱۸۲۱ زکال د مارچ په ۱۷ مه په عمل لاس پورې کړي، همدا و چې د لومړي ځل لپاره مانیوټس د جګړې اعلان وکړ. د ۱۸۲۱ زکال په سپټمبر میاشت کې د تئودوروس کولوکوترونیس تر مشرۍ لاندې یونانیانو تریپولیستا ونیو. په کرت، مقدونیې او مرکزي یونان کې مقاومت پیل شو خو په پایله کې وځپل شو. ورته مهال د یونانیانو جنګي بېړیو په اژه سمندرګي کې د عثماني سمندریز ځواک پر وړاندې یو لړ لاسته راوړنې لرلې او د سمندر له لارې یې د کومکي عثماني ځواکونو د رسېدو مخه ونیوله. [3][4]
ډېر ژر د یونان د مختلفو ډلو ترمنځ شخړې رامنځته شوې چې د داخلي جګړې لامل وګرځېدې. عثماني سلطان خپل لاس پوڅی محمد علی له مصر څخه راوغوښت او هغه هوکړه وکړه چې زوی یې ابراهیم پاشا د یو پوځ په راس کې یونان ته ولېږي او د ځمکنیو لاسته راوړنو په بدل کې یوناني بغاوتونه وځپي. ابراهیم د ۱۸۲۵ زکال په فبروري میاشت کې پلوپونز ته ورسېد او د همدغه کال تر پایه یې د دغې ټاپو وزمې ډېره برخه د مصر تر کنټرول لاندې راوسته. د میسلونګي ښار د ۱۸۲۶ زکال په اپرېل میاشت کې د ترکانو له خوا له یو کال محاصرې وروسته سقوط وکړ. په ماني باندې له ناکامه برید سربېره آتن هم سقوط وکړ او انقلاب په بشپړه توګه له لاسه وتلی وبرېښېد.
دغه مهال دریو لویو ځواکمنو هېوادونو – روسیې، بریتانیا او فرانسې - د مداخلې پرېکړه وکړه او په ۱۸۲۷ زکال کې یې خپلې سمندري بېړۍ یونان ته ولېږلې. وروسته له هغه چې د دې خبر خپور شو چې د عثمانیانو او مصر بېړۍ په هیدرا ټاپو برید کوي، د اروپايي متحدینو بېړیو د عثماني سمندریز ځواک مخه په ناوارینو کې ونیوله. له یوې اونۍ کړکېچن حالت وروسته، د ناوارینو جګړه د مصر او عثماني سترواکۍ د بېړیو د له منځه تلو لامل وګرځېده او د انقلابینو په ګټه یې وضعیت بدل کړ. په ۱۸۲۸ زکال کې مصر د فرانسې له خوا د لېږل شوي پوځ د فشار له امله په شا شو. په پلوپونز کې عثماني بېړۍ تسلیم شوې او یوناني انقلابیونو د مرکزي یونان بېرته نیولو ته مخه کړه. روسیې په عثماني سترواکۍ برید وکړ او د آدریانوپل هوکړې (۱۸۲۹) په ترسره کولو یې د یونان خودمختاري پرې ومنله. له ۹ کاله جګړې وروسته بالاخره یونان د یو خپلواک هېواد په توګه د لندن د پروتوکل له مخې د ۱۸۳۰ زکال په فبروري میاشت کې په رسمیت وپېژندل شو. په ۱۸۳۲ زکال کې نورې خبرې اترې د لندن د کنفرانس او د قسطنطنیې د معاهدې لامل وګرځېدې؛ چې د دغه نوي دولت پولې یې وټاکلې او د باواریا شاهزاده اوټو یې د یونان د لومړي پاچا په توګه معرفي کړ.