![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d9/Battle_of_Gaugamela.jpg/640px-Battle_of_Gaugamela.jpg&w=640&q=50)
د ګاګمالا جګړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ګاګمالا جګړه، چې د اربيلا د جنګ په نوم هم پېژندل کېږي، دا جګړه له زېږد مخکې په ۳۳۱ کې د مقدوني سکندر په مشرۍ د مقدوني پوځ او د درېیم داريوش په مشرۍ د پارسي پوځ تر منځ پېښه شوې ده. دا د دواړو پاچايانو تر منځ دويم او وروستی جنګ و او په هخامنشي سترواکۍ وروستی برید بلل کېږي چې په پايله کې يې، سکندر دا ټوله سترواکي ونيوله.[1]
جګړه په ګواګمالا کې رامنځ ته شوه، چې لغوي معنا يې ده «د اوښ کور»، دا د بومودوس سيند په څنډه کې يو کلی دی. اوسمهال دا سيمه د اوسني عراق شمال لور ته پرته بلل کېږي. د سکندر پوځ ډېر زیات و او اوسني تاريخ پوهان وايي چې: «دا شونتيا بس وه چې تر ټولو باتجربه سرتيري ودروي». له زياتې شونتيا سره سره، د پیاوړو جنګي مهارتونو د کارولو او په ځيرکتيا سره د سپکو پليو ځواکونو په کارولو سره د سکندر پوځ بريالی راووت. دا د کورنت اتحاديې لپاره يوه پریکنده بريا وه چې له امله يې هخامنشي سترواکي او درېيم داريوش رانسکورشول.[2]