![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/88/PDP-11-M7270.jpg/640px-PDP-11-M7270.jpg&w=640&q=50)
د کمپیوټر سختغالی
From Wikipedia, the free encyclopedia
د کمپیوټر ساختغالی کې د کمپیوټر ټولې فزیکي برخې اوپرځې دي، لکه مرکزي د پروسیس کولو واحد (central processing unit) مراقب (monitor)، لیکدړه (keyboard)، د کمپیوټر د خامو معلوماتو زیرمه (computer data storage)، ګرافیک کارډ، د غږ کارډ (sound card)، غږن (speaker)، مادربورډ (motherboard)، په څه توپیر سره پوستغالی (software) هغه لارښوونې دي چې د ساختغالي په واسطه زیرمخهو پرمخ وړل کیږي.ساختغالي په دې خاطر پدې نوم نومول شوی چې د تغیراتو او تعدیلاتو پر وړاندې سخت او ثابت دی؛ او پوستغالی پوست دی ځکه چې په اسانی سره تغیر او اوسمهالنۍ کېدلی شي۔ د پوستغالی او ساختغالي تر منځ عامل سیستم (firmware) واقع دی دا یو پوستغالی دی چې د کمپیوټر سیستم د مشخص ساختغالي سره کلک نښتی وي نو په همدې خاطر ډېره سخته ده چې تغیر شي لیکن همداسې بیا دبرسیر (interface) دثبات په اساس ډېر پایېدونکی دی
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/88/PDP-11-M7270.jpg/640px-PDP-11-M7270.jpg)
ساختغالی په عمومي توګه د پوستغالي پواسطه اداره کیږي چې کوم یو کمانډ یا لارښوونه سرته ورسوي. د پوستغالي او سختغالي ترکیب یو ګټور د محاسبې سیستم جوړوي، پداسې حال کې چې نور سیستمونه یواځې د ساختفغالي د پرزو سره وجود لريږ