د کانګو ديموکراتيک جمهوريت
From Wikipedia, the free encyclopedia
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت تلفظ یې help·info) /معلوماتي مرسته) په فرانسوي ژبه:Republican Democratic du Congo (RDC) [kɔ̃ɡo])، په غیر رسمي ډول یا د زېیرا په پخوانۍ عامیانه ژبه کانګو – کېنشاسا، ډي ار کانګو DROC، DRCیا کانګو د افریقا په مرکز کې پروت هېواد دی. دا هېواد د مساحت له مخې تر الجېریا وروسته په افریقا کې دویم او د نړۍ په کچه یوولسم لوی هېواد دی. د نږدې ۹۲ میلیونه نفوس له لرلو سره د نړۍ په کچه د فرانسوي ژبو تر ټولو ګڼ نفوس لرونکی هېواد دی. دا هېواد د ملګرو ملتونو، د غیر متحدینو غورځنګ، افریقا اتحادیې، COMESA (د ختیځې او سویلي افریقا ګډ مارکېټ) او ختیځې افریقا ټولنې غړیتوب لري. پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار یې کېنشاسا دی چې د نړۍ په کچه د فرانسوي ژبو تر ټولو ګڼ شمېر نفوس لرونکی هېواد دی.
د کانګو ديموکراتيک جمهوريت | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 2.88°سويل 23.656111111111°ختيځ / -2.88; 23.656111111111 [1] |
ټيټه سيمه | اتلانتيک سمندر (0 متر ) |
پراخوالی | 2344858 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | کینشاسا |
رسمي ژبې | فرانسوي ژبه |
مشرتابه | |
حکومت ډول | ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۳۰ جون ۱۹۶۰ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن ، 15 کلن |
نورې عددونه او شمېرې | |
پیسې | د کانګو فرانک |
ترافيکي لوری | ښي لورۍ [2] |
رسمي وېبپاڼه | |
هېواد کوډ | CD |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +243 |
د کانګو د جمهوریت قلمرو نږدې ۹۰۰۰۰ کاله مخکې د کانګو له مرکزیت سره د مرکزي افریقا د وښو پلټونکو له خوا د اوسېدو وړ وګرځېد او نږدې ۳۰۰۰ کاله مخکې يې د بانتو د مهاجرت له لړۍ سره پراختیا ومونده. په لويدیځ کې د کانګو پاچهۍ له څوارلسمې څخه تر نولسمې پېړۍ پورې د کانګو سیند د خولې شاوخوا واکمني وکړه. په شمال ختیځ، مرکز او ختیځ کې د ازاند، لوبا او لوندا پاچاهیو له ۱۶ او ۱۷ پېړیو څخه تر نولسمې پېړۍ پورې واکمني وکړه.[3]
په ۱۸۷۰ ز لسیزه کې د افریقا لپاره د سیالۍ تر پیل لږ مخکې د کانګو په حوزه کې اروپایي اکتشافات تر سره شول چې په لومړیو کې د بلجيمي دویم لیوپولډ په ملاتړ د هنري مورټون ستانلي په واسطه هدایت شول. لیوپولډ په ۱۸۸۵ ز کال کې په رسمې ډول د کانګو د قلمرو حقوق په رسمې ډول تر لاسه کړل او دا ځمکه یې خپل خصوصي ملکیت اعلام کړه او د کانګو ازاد ایالت یې ونوماوه. د ازاد ایالت په بهیر کې د هغه واحد استعماري پوځ Force Publique)) د ربړ تولید ته اړ کړل. له ۱۸۸۵ څخه تر ۱۹۰۸ ز کال پورې میلیونونه کانګویانو د ناروغۍ او استثمار له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ. لیوپولډ په ۱۹۰۸ ز کال کې د خپل لومړني مقاومت سره سره بلجیم ته ازاد دولت په واک کې ورکړ او په دې توګه یې د کانګو بلجیم په نوم شهرت وموند.
کانګو د ۱۹۶۰ ز کال د جون په ۳۰ د کانګو د جمهوریت په نوم له بلجیم څخه خپله خپلواکي ترلاسه کړه. کانګویي ملت پال پاتریس لومامبو د لومړني لومړي وزیر په توګه وټاکل شو حال دا چې جوزوف کاسا - وبو لومړنی ولسمشر وټاکل شو. د کانګو د کړکېچ په بهیر کې جوزوف دزیره موبوتو چې وروسته یې خپل نوم موبوتو سسه سکو ته واړوه، په رسمي ډول د یوې کودتا له لارې واک ته ورسېد او په ۱۹۷۱ ز کال کې يې په زېير بدل کړ. دا هېواد د انقلاب له ولسي غورځنګ سره د یوازیني قانوني ګوند په توګه د یو واحد دیکتاتوري دولت په ډول اداره کېده. د ۱۹۹۰ ز لسیزې په لومړیو کې د موبوتو دولت مخ پر کمزورۍ روان و. په ۱۹۹۵ ز کال کې د رواندا د نسل وژنې له امله پېښې شوې بې ثباتۍ په ۱۹۹۶ کال کې د راوندا پر مشرتوب د یرغل لامل شوې چې په پایله کې ېي په بل کال کې د کانګو لومړۍ جګړه پیل شوه او موتوبو له واکه څخه لرې شو.
وروسته لیورانت- دزیره کبېلا نوی ولسمشر شو او د هېواد نوم یې بېرته د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته واړوه. په هېواد کې د ولسمشر کبېلا او د راواندا او توسي د حضور تر منځ ترینګلتیاوې له ۱۹۹۸ ز کال څخه تر ۲۰۰۳ ز کال پورې د کانګو د دویمې جګړې لامل شوې. په پای کې نږدې ۹ افریقایي هېوادونو او ۲۰ وسله والو ګروپونو په جګړه کې ګډون وکړ، چې په پایله کې يې ۵.۴ میلیون کسان ووژل شول. دغو دوو جګرو هېواد له منځه یوړ. کابېلا د ۲۰۰۱ ز کال د جنورۍ په ۱۶مه د خپل یو ساتونکي له خوا ترور شو او د هغه تر مړینې ۸ ورځې وروسته یې زوی جوزوف د هغه ځای ناستی شو، چې د هغه په واکمنۍ کې په هېواد کې انساني حقوق کمزوري پاتې شول چې مکرر تشدد لکه اجباري ورکېدل، شکنجه، خپل سري زندانونه او د غیر دولتي سازمانونو پر بنسټ د مدني ازادیو محدودیتونه پکې شامل وو. د ۲۰۱۸ ز کال د عمومي ټاکنو په دوام د خپلواکۍ راهیسې په هېواد کې د واک د لومړنی سولهییز لېږد په بهیر کې فلیکس تشېسکیدې د ولسمشر په توګه د کابېلا ځای ناستی شو چې د هغه مهال راهیسې یې د ولسمشر په توګه خدمت کړی. د کانګو DR )دیموکراتیک جمهوریت) ختیځ له ۲۰۱۵ ز کال راهیسې په کیوو کې د روانو پوځي نښتو ځای و.[4][5][6][7][8][9][10][11]
د کانګو دیموکراتیک جمهوریت د طبعي سرچینو له پلوه خورا شتمن دی، خو له سیاسي بې ثباتۍ، د بېخبناوو له نشتوالي، فساد او د پېړیو راهیسې د لږ پراختیا سره مل استعماري او تجارتي ګټې اخیستنې څخه کړېږي. د پلازمېنې کېنشاسا سربېره لومبومباشي او مبوجي -مایي دوه نور لوی ښارونه هم پرمختللې ټولنې دي. د DRC تر ټولو لوی صادرات اومه/خام معدني مواد دي چې چین په ۲۰۱۹ ز کال کې د یاد هېواد ۵۰ سلنه صادرات منلي. په ۲۰۱۹ ز کال کې د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت د انساني پراختیا کچه د انساني پراختیا د شاخص پر بنسټ له ۱۸۹ درجې څخه ۱۷۵ درجې ولاړه. تر ۲۰۱۸ ز کال پورې د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په مرکز او ختیځ کې د نښتو له امله نږدې ۶۰۰۰۰۰ کانګویان ګاونډيو هېوادونو ته تښتېدلي. دوه میلیونه ماشومان د لوږې له ګواښ سره مخامخ دي او جګړې ۴.۵ میلیونه خلک بې ځایه کړي.[12][13][14]