![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/5d/Karachi_-_A_Sea_Port_and_Business_hub.jpg/640px-Karachi_-_A_Sea_Port_and_Business_hub.jpg&w=640&q=50)
د پاکستان اقتصاد
From Wikipedia, the free encyclopedia
د پاکستان اقتصاد د پیرودلو ځواک برابرۍ (پي پي پي) پر بنسټ د «جي ډي پي» له پلوه د نړۍ څلوروېشتم لوړ اقتصاد دی. د ۲۰۲۱ز کال د اټکل له مخې، دغه هیواد ۲۲۷ میلیونه (په نړۍ کې پنځم تر ټولو لوی) وګړي (نفوس) لري، د ۱،۵۶۲ امریکایی ډالرو (په نړۍ کې يو سل او شپېتم) سړي سر اسمي جي ډي پي په لرلو سره د پاکستان اسمي جي ډي پي ۳۴۷ میلیارده امریکايي ډالره ده؛ د پیرودلو ځواک برابرۍ پر بنیاد د دغه هیواد «جي ډي پي» ۱.۴۶۸ تریلیونه امریکایي ډالره ده چې د سړي سر جي ډي پي (پی پی پی) ۶۴۷۰ امریکایی ډالره کېږي (په نړۍ کې يو سل او څلوېښتم).[1]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/5/5d/Karachi_-_A_Sea_Port_and_Business_hub.jpg/640px-Karachi_-_A_Sea_Port_and_Business_hub.jpg)
پاکستان د نیمه صنعتي اقتصاد په لرلو سره یو مخ پر وده هیواد دی. بنسټيز صادراتي توکي یې ټوکر، د څرمنو توکي، د لوبو وسايل، کیماوي توکي او غالۍ/ټغرونه (وړين فرشونه) دي.[2][3][4][5][6][7][8][9]
د پاکستان د اقتصاد د ودې قطبونه د انډس سیند په اوږدو کې پراته دي؛ د کراچۍ متنوع اقتصادونه او په پنجاب کې لوی ښاري مرکزونه، د هیواد په نورو برخو کې د لږو پرمختللو سیمو سره يو ځای موجود دي. په تیر کې د پاکستان اقتصاد د داخلي سیاسي ګډوډۍ، د نفوسو چټکې ودې او د بهرنۍ پانګونې ګډې کچې له امله زیانمن شوی و. د بهرنیو اسعارو زیرمې د کارګرانو له خوا د دوامدرې پيسو استولو له لارې پر ځای ساتل کېږي، خو د مخ پر وده اوسني کسر – کوم چې د سوداګريزې تشې د زياتېدو له اماله منځ ته راغلی، ځکه د وارداتو زياتوالي له صادراتو زيات شوی دی – کولای شي زیرمې راټیټې کړی او په منځمهالې موده کې د «جي ډي پی» وده کمه کړي. د بهرنۍ پانګونې او د بوديجې د کسر کمولو په موخه د ټولو دولتي شرکتونو خصوصي کولو په ګډون اوسمهال پاکستان د اقتصادي ازادۍ په پړاو کې دی.[10][11][12][13][14][15]
د ۲۰۲۱ز کال د مۍ تر میاشتې، د پاکستان دولت وړاندوینه کوي چې د راتلونکې ودې کچه به پنځه سلنه وي – په سويلي اسیا کې یو له لوړو کچو څخه. د نړیوال بانک په وینا، په پاکستان کې د بې وزلۍ کچې په ۲۰۰۱ز کال کې د ۶۴.۳ سلنه څخه په ۲۰۱۸ز کال کې ۲۱.۹ سلنې ته راښکته شوي. د هیواد پرمختګ کونکی لوی اقتصاد حالت د دې لامل وګرځېد چې د «موډي» پانګولو خدمات د پاکستان د پور لرلید باثباته حالت ته لوړ کړي.[16][17]
په ۲۰۱۷ز کال کې، د پاکستان جي ډي پي (پی پي پي) له يو تریلیون امریکایي ډالرو څخه لوړه شوه. په ۲۰۲۱ز کال کې، اټکلي جي ډي پي ۱.۳۳ تریلیون امریکايی ډالره وه. د نړیوالو توکو د بیو له لوړیدو وروسته د اوسني حساب کسر یو له هغه ننګونو څخه دی چې د هیواد اقتصاد یې اداره کوي. د ۲۰۱۹ز کال د مۍ تر مياشتې، د پاکستانۍ روپۍ ارزښت په کال کې د امریکايي ډالرو په مقابل کې په سلو کې ۳۰ سلنه راکم شوی دی. په ۲۰۲۰ز کال کې د نوي میلیارده امریکايي ډالرو تړونونو سره، د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز دويم پړاو پيل شو.[18][19]