د پاني پت دوهمه جگړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د پاني پت دویمه جګړه د ۱۵۵۶ ز کال د نومبر په ۵ مه د هیمو په نوم د سوري سلسلې د لومړي وزیر او د مغولو سترواک ځواکونو ترمنځ، چې مشري یې جلال الدین محمد اکبر کوله رامنځ ته شوه. هیمو د ډیلي په جګړه کې څو اوونۍ مخکې د ډیلي او اګرې ښارونه د تاردي بیګ خان تر مشرۍ لاندې د مغولو ځواکونو له مغلوبولو وروسته ونیول او د ډیلي په پورانا کې د تاج اېښودو پرمهال راجا ویکرا مادیتا اعلام کړی وو. اکبر او ساتونکی یې بایرام خان، وروسته له هغې چې د اګرې او ډیلي له ماتې خبر شول، د پاني پت پر لور یې حرکت وکړ، چې له لاسه وتلې سیمې بېرته ونیسي. د پاني پت په سیمه کې دوه پوځونه او د پاني پت لومړۍ جګړه چې په ۱۵۲۶ ز کال کې رامنځ ته شوې وه، لږ لرې له یو بل سره مخامخ شول. [1]
د پاني پت دوهمه جگړه | |
---|---|
تاريخ | ۱۵۵۶ |
هېواد | پانجاب |
پوځونه | |
د مغولو پاچايي | |
قوماندان | |
جلال الدین محمد اکبر | Samrat Hem Chandra Vikramaditya |
هیمو او ځواکونه یې پياوړي وو. په همدې حال کې هېمو د جګړې په ډګر کې د ټپي کېدو له امله بې هوښه شو. ځواکونو یې د خپل مشر د غورځېدو له امله له وېرې سره مخامخ او وشیندل شول. هیمو چې بې هوښه و او له مرګ سره لاس او ګریوان و، ونیول شو او وروسته د اکبر په فرمان د بایرام له خوا سر ور نه غوڅ شو او جګړه د مغولو په بریا سره پای ته ورسېده.