د هولوسين انقراض
From Wikipedia, the free encyclopedia
د هولوسين انقراض یا نشت کېدنه چې شپږمه ستره نشت کېدنه یا انتروپوسین نشت کېدنه هم بلل کېږي، د اوسني هولوسين تاریخي پړاو (چې ډېر وروستي وختونه یې کله کله انتروپوسین بلل کېږي) په اوږدو کې د انساني فعالیتونو له امله د نوعو (د ژویو ډولونو) د له منځه تلنې یوه استمراري پېښه ده. تر اوسه پورې د باکټریاوو، فنجیو، بوټو او حیواناتو لکه؛ تي لرونکيو حیواناتو، مرغانو، خزنده ګانو، دوه ژوندْيو (ذو حیاتینو)، کبانو او نورو ډېرو بې ملا تیرو (غېر فقاریه) حیواناتو په ګډون د زیات شمېر ژوو کورنۍ نشت شوې دي. د ژوند د ډېرو نوعو لرونکو چاپېریالونو لکه؛ مرجاني صخرو او اورښتي ځنګلونو همدارنګه نورو ډېرو سیمو د خورا ډېر زیان سره سره د نوموړو نشت کېدنو په اړه ډېر ثبت شوي اسناد په لاس کې نشته، ځکه چې یاد نشت شوي ژوي د نشت کېدنې پر مهال نا-څرګند وو یا یې چا د نشت کېدنې په اړه تر اوسه معلومات نه دي موندلي. د نوعو د نشت کېدنې اوسنی میزان (نرخ) د مخکنۍ طبيعي نشت کېدنې له نرخ څخه له ۱۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ځله لوړ اټکل شوی دی.[1][2][3][4][5][6][7][8][9][13]
لوی ځمکني حیوانات چې د میګافونا په نامه شهرت لري د هولوسين په نشت کېدنه کې له منځه تللي دي، یاده نشت کېدنه د وروستي کنګليز پړاو له پای ته رسېدو څخه را پیل شوې ده. د افریقا له لویې وچې څخه د باندې میګافونان چې، د انسانو ترڅنګ ېې تکامل ونشوی کړای، د نوي ښکار (د ژويو یا ارګانیزمونو دوه اړخیز عمل ته ویل کېږي، چې يو ښکار کوونکی ژوی په بل ژوي برید کوي او خوري یې) د ښکارندې (پدیدې) په وړاندې ډېر حساس ثابت شول او په ځمکه کې د لومړنیو انسانانو د خورېدو او ښکار له پیل کولو څخه وروسته ډېر ژر نشت یا منقرض شول؛ همدارنګه ډېرې افریقایي نوعې په هولوسين کې له منځه لاړې خو - د ځینو استثناوو له امله - د نوموړې لویې وچې ميګافونانو ته تر څو سوه کاله مخکې پورې زیان نه و رسېدلی. نوموړې نشت کېدنه چې د پلیستوسین-هولوسين پولې ته نږدې پېښه شوې ده، ځینې وختونه د نشت کېدنې کواټرنري پېښه هم بلل کېږي.[14][15][16]
ډېره مشهوره نظریه دا ده چې، د انسانانو په واسطه د نوعو ښکار موجوده کړکېچنو حالاتو ته نور هم شدت وروباښه، ځکه چې نشت کېدنه د انسانانو د راڅرګندېدو سره په یو مهال کې پېښه شوه. که څه هم چې، د انسانانو د ښکار له امله د نوعو د کمښت د کچې په اړه د نظرونو اختلاف شته، د نفوسو یوه اندازه کمښت په مستقیمه توګه د انسانو د فعالیتونو سره تړلی دی، لکه د نيوزيلنډ او هاوایي د نشت کېدنې پېښې. د انسانانو سربېره، د هوا بدلون هم ښایي د میګافونانو په نشت کېدنه کې مهم فکتور وي، په ځانګړې توګه د پلیستوسین په پای کې.
په ایکولوژیکه توګه، انسان یو بې ساري "تر ټولو ستر نړیوال ښکاري" ګڼل کېږي، چې په دایمي توګه د نورو سترو ښکاري حیواناتو ښکار کوي او په نړیواله کچه د خوړو ځنځیر (food webs) اغېزمنوي. په هره لویه وچه او سمندرونو کې ډېرې نوعې نشت شوې دي، چې ډېرې مشهورې بېلګې یې د افریقا، اسیا، استرالیا، شمالي او سوېلي امریکا او د نورو کوچنیو جزیرو په حدودو کې موندلی شو. په کلي توګه، د هولوسين نشت کېدنې ته په چاپېریال باندې د انسان د اغېزو سره تړاو ورکولای شو. د هولوسين نشت کېدنه په ۲۱مه زېږدیزه پېړۍ کې هم روانه ده، چې د انساني نفوس ډېرښت، د وګړي په سر د مصرف زياتېدنه او د غوښې تولید د دغې سترې نشت کېدنې لومړني عوامل دي، او د ځنګلونو وهل، ډېره کب نیونه، د سمندرونو تېزابي کېدل، د نمناکو ځمکو ویجاړونه او د زوحیاتینو د نفوس کمښت د استوګنې د تنوع د له منځه تلنې یو څو لوی مثالونه دي.[17][18][19][20][24][30]