د هند سمندر
سمندر / From Wikipedia, the free encyclopedia
د هند سمندر د نړۍ له پنځو سمندرونو نه درېیم لوی سمندر دی، چې ۷۰ میلیونه او ۵۶۰ زره کیلومتر مربع (۲۷ میلیونه ۲۴۰ مایل مربع) د ځمکې سطح یې پوښلې او د ځمکې د اوبو ۱۹.۸٪ برخه جوړوي. دغه سمندر له شمال نه د اسیا، له لویدیځ نه د افریقا، له ختیځ نه د استرالیا او له سویل نه د سویلي سمندر او انترکتیکا له خوا چاپېر کېږي. د هند سمندر په خپلې هستې سربېرې یو شمېر لوی حاشیوي سمندرګي ،لکه: عرب سمندرګی، لاکادیو سمندرګی، د سومالیا سمندرګی، د بنګال خلیج او اندامان سمندرګی لري.[1][2]