د مسلمانانو له خوا د شام فتح
اوومه پېړۍ خلفای راشدينو دوره / From Wikipedia, the free encyclopedia
مسلمانانو د خلفای راشدینو د خلافت پر مهال له ۶۳۴ زکال څخه تر ۶۳۸ زکال پورې په بیزانسي سوریه باندې د برید پر مټ شام ونیو. د شام د فتحې جګړه د عربو او بیزانسانو ترمنځ هغو پراخو جګړو برخه وه چې له امله یې شام د مسلمانو عربو تر واکمنۍ لاندې راغی او هغه یې د بلاد الشام په نامه خپل یو ولایت وګرځاوه. د مسلمانانو او بیزانسانو ترمنځ نښتې د بیزانسي سترواکۍ د شام په سویلي پولو کې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر د ژوندانه پر مهال په ۶۲۹ زکال کې د موته له غزا څخه پیل شوې. له دې سره هم شام د حضرت محمد(ص) له رحلت وروسته دوه کلونو پورې (۶۳۴ زکال) وه نه نیول شو. د شام د نیولو د هڅو مشري د اسلام دوه خلیفه ګانو ابوبکر صدیق او عمرفاروق وکړه. دغه مهال خالد بن ولید د مسلمانانو په لښکرو کې یو له مخکښو قومندانانو څخه و. [1]
چټک مالومات عمومي معلومات, ځای ...
د مسلمانانو له خوا د شام فتحه
عمومي معلومات | |
---|---|
ځای |
برخې |
Battle of Dathin (en) Battle of Bosra (en) Battle of Ajnadayn (en) Battle of Fahl (en) Siege of Damascus (en) Siege of Emesa (en) يرموک جګړه Battle of Hazir (en) Siege of Aleppo (en) Siege of Jerusalem (en) |
---|---|
برخه د | |
پيل موده | |
پای | |
ګډونوال |
کورډينېشن |
---|
تړل