د متحده ایالاتو په کانګرس ماڼۍ د ۲۰۲۱ ز کال برید
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري په ۶ مه نېټه، د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۰۰- ۲۵۰۰ پلویانو څخه جوړې یوې ډلې په واشنګټن ډي سي د کانګرس په ماڼۍ برید وکړ. دوی د ۲۰۲۰ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه له ماتې وروسته سره راغونډ شوي و څو د کانګرس هغه ګډه غونډه ګډوډه کړي چې د الکترال رایو د شمېرنې په موخه جوړه شوې وه او د ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن بریا ته یې رسمیت بخښه. د کانګرس ماڼۍ ټولې برخې وتړل شوې او قانون جوړونکي او کارکوونکي ترې وویستل شول؛ ځکه بغاوت کوونکو په قانون پلي کوونکو افسرانو برید وکړ، وسایلو ته یې زیان واړاوه او ماڼۍ یې د څو ساعتونو لپاره ونیوله. پنځه تنه له دغې پېښې لږ وړاندې، یا د پېښې پر مهال او یا هم وروسته له هغې ووژل شول: یو د کانګرس ماڼۍ د پولیسو په ډزو ووژل شو، یو بل له کچې زیاتو مخدره موادو د کارولو له امله ومړ او نور درې په خپل طبیعي مرګ مړه شول. د ۱۸۳ پولیس افسرانو په ګډون ګڼ شمېر کسان ټپیان شول. څلور هغه افسران چې له دغه برید سره یې غبرګون ښوولی وو په اوو میاشتو کې د ننه یې ځان وژنه وکړه.[12][13][14][15][16][17][18][19][20]
عمومي معلومات |
لاریون storming (en) attempted coup d'état (en) [1][2][3] سرکښي[4] بغاوت يا پاڅون livestreamed crime (en) |
---|---|
د پېښې نېټه | |
مرګ ژوبله | |
ژوبلې | |
حمله کوونکي |
۲٬۰۰۰[10] |
موخه | |
ځای | |
اداري سیمه | |
هېواد |
برخه د | |
---|---|
لامل |
کورډينېشن |
---|
د ټرامپ په زرګونو تنه پلویان چې د هغه له خوا د اقدام کولو په موخه راغوښتل شوي د جنوري په ۵ مه او ۶ مه نېټه په واشنګټن ډي سي کې راغونډ شول څو د هغه له غلطې ادعا چې د ۲۰۲۰ ز کال ټاکنې «د جسارت ورکړل شویو کیڼ اړخو- راډیکال دیموکراتانو له خوا غلا شوې» ملاتړ وکړي او د ولسمشر له مرستیال مایک پنس او کانګرس څخه وغواړي د بایډن بریا رد کړي. د جنوري د ۶ مې نېټې له غرمې وروسته په ایلپس پارک کې د «امریکا وژغورۍ» لاریون پر مهال ټرمپ د ټاکنیزو سرغړونو اړوند خپلې ناسمې ادعاوې تکرار کولی او څرګنده یې کړه، «که چېرې تاسو د دوزخ غوندې مبارزه وه نه کړۍ، تاسو به نور هېواد وه نه لرۍ». د هغه د وینا پر مهال او له وینا وروسته د دغه لاریون زرګونه ګډون کوونکي د کانګرس د ماڼۍ پر لور وخوځېدل او د پولیسو له سلګونو موانعو تېر شول، دا هغه مهال و چې کانګرس د الکترال رایو شمېر پیل کاوه. له ۲۰۰۰ زیات کسان ماڼۍ ته دننه شول، هغه یې ونیوله، وسایل یې خراب کړل، چور یې وکړ او د ماڼۍ په پولیسو او خبریالانو یې برید وکړ او هڅه یې وکړه چې قانون جوړونکو ته ورسېږي څو هغوی ته زیان ورسوي. د اعدام کولو لرګي یې ودرول او وروسته له هغه چې د ټرمپ او نورو هغه درواغ ادعا رد شوه چې د ولسمشر مرستیال کولای شي د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي، لاریون کوونکو د «مایک پنس اعدام کړۍ» شعار ورکول پیل کړل. یو شمېر نورو د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي او نورو کانګرس غړو دفترونه خراب او چور کړل. د ماڼۍ د امنیت له ماتېدو وروسته، د ماڼۍ پولیسو د ودانۍ د ننه چارواکي وویستل او د کانګرس دواړې خونې او د کانګرس د ټولګې ګڼ شمېر ودانۍ یې وتړلې. یاغیانو د سنا تشه خونه ونیوله په داسې حال کې چې قانون پلي کوونکو افسرانو د کانګرس له تخلیه شوي پوړ څخه ساتنه کوله. د د یموکراتانو د ملي کمېټې او د جمهوري غوښتنونکو د ملي کمېټې په مرکزونو کې لوله يي بمونه وموندل شول او ماڼۍ ته څېرمه په یوه موټر کوکټیل مولتف بمونه ونیول شول. [21][22][23][24][25][26][27][28][29][30][31][32][33][34][35][36][37][38][39][40][41][42][43][44][45]
ټرامپ د یاغیانو د ځپلو په موخه د ملي ګارد د لېږلو پر وړاندې مقاومت وکړ. د همدغې ورځې له غرمې وروسته ناوخته، هغه په خپل ویډیويي ټویټري پیغام کې یوځل بیا ټینګار وکړ چې ټاکنې له «درغلیو ډکې» وې، خو له خپلو ملاتړ کوونکو یې وغوښتل چې په «آرامۍ سره خپلو کورونو ته لاړ شي». تر ماښام پورې ماڼۍ له یاغیانو تشه شوه او د الکټرال رایو شمېر بېرته پیل شو او د جنوري د ۷ مې نېټې تر سهاره دغه شمېرنه پای ته ورسېد. پنس ټاکل شوی ولسمشر جوبایډن او د هغه ټاکل شوې مرستیاله کاملا هریس بریالي اعلان کړل. په ټرامپ باندې د هغه د ادارې د فشارونو، لرې کولو له ګواښ او ګڼ شمېر استعفاوو وروسته، هغه په یوه تلویزیوني وینا کې د واک د منظم لېږد ژمنه وکړه.[46][47][48][49][50][51]
له دغه بغاوت یوه اونۍ وروسته، د کانګرس د استازو جرګې ټرمپ د دغه بغاوت د تحریک له امله استیضاح کړ، چې هغه د امریکا لومړنی ولسمشر شو چې دوه ځلې استیضاح کېږي. په فبروري میاشت کې له واک څخه د ټرمپ له ګوښه کېدو وروسته، سنا جرګې د هغه د محکومیت اړوند ۵۷-۴۳ رایې ورکړې؛ له دې امله چې دغه اکثریت ۲ پر ۳ رایو ته چې ۶۷ رایې کېږي اړتیا لرله، هغه د دویم ځل لپاره هم برائت ترلاسه کړ. د استازو جرګې د دغه برید په اړه د څېړنو په موخه د سپټمبر د ۱۱ مې پېښې د څېړنو له موډل څخه په ګټنه د دوه ګوندي خپلواک کمیسیون د جوړولو لایحه تصویب کړه، خو په سنا کې جمهوري غوښتونکو د دغې لایحې مخه ونیوله، له دې امله دغې جرګې د اوو دیموکراتانو او دوه جمهوري غوښتونکو په ګډون یوه انتخابي کمېټه رامنځته کړه چې په دې اړه څېړنې وکړي.[52][53][54][55][56]
د Oath Keepers، Proud Boys او Three Percenters (درې واړه په امریکا کې دولت ضد ډلې دي) ډلو په ګډون د دولت ضد ډلو ۳۰ غړي په کانګرس ماڼۍ باندې د برید په طرح کولو او توطئې تورن شول؛ د Oath Keepers ډلې ۱۰ تنه د شر جوړونکې توطئې په طرح کولو تورن شول. په داسې حال چې په دغه برید کې په جنایاتو باندې تورن ډېری کسان هېڅ ښي اړخو افراطي او سخت دریځو ډلو سره پېژندل شوې اړیکه نه لرله. د ۲۰۲۲ ز کال په جنوري میاشت کې لږ تر لږه ۵۷ هغه کسان چې د دغې ورځې په پېښو کې یې لاس درلود دولتي څوکیو ته نوماند وو.