د سکاټلنډ ملکه، ماري
From Wikipedia, the free encyclopedia
د سکاټلنډ ملکه، ماري (زوکړه: د ۱۵۴۲ زکال د ډسمبر ۸ مه – مړینه: د ۱۵۸۷ زکال د فبروري ۸ مه) چې د مري ستورات او د سکاټلنډ د لومړۍ ماري په نومونو هم پېژندل کېږي د ۱۵۴۲ زکال د ډسمبر له ۱۴ مې نېټې څخه په ۱۵۶۷ زکال کې په اجباري ډول تر ګوښه کولو پورې د سکاټلنډ ملکه وه. [14][15]
د سکاټلنډ ملکه، ماري | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۸ ډيسمبر ۱۵۴۲ او ۱۵۴۲[1][2] |
مړینه | 8 فبروري 1587 (45 کاله)[3][4][5][6][7][8][9][10][2] او 8 فبروري کال 1587 (44–45 کاله)[1] |
استوګنځای | سکاټلينډ (–۱۵۴۸)
پاريس (۱۵۴۸–۱۵۶۱) |
تابعیت | برېتانيا [11] |
اولاد | شپږم او اول جېمز [12][11] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [13]، فرانسوي ژبه ، لاتيني ژبه |
لاسليک | |
سمول |
نوموړې د سکاټلنډ د پنځم جیمز یوازنۍ مشروعه ماشومه وه او هغه مهال چې یوازې شپږ ورځې عمر یې درلود پلار یې ومړ؛ په دې سره هغې ته د سکاټلنډ تاج او تخت په میراث پاتې شو. د نوموړې د ماشومتوب پر مهال سکاټلنډ د نایب السلطنتانو له خوا؛ په پیل کې د سکاټلنډ د تاج او تخت د وارث جیمز همیلټون له خوا چې د آرن ارل و او بیا وروسته د هغې د مور ماري ګایز له خوا اداره کېده. په ۱۵۴۸ زکال کې هغه د فرانسې له دوفین فرانسېس سره کوژده شوه او د را لوی کېدو په موخه فرانسې ته ولېږل شوه چې په دې سره د انګلیسانو له روګ ووېنګ سختې جګړې څخه خوندي پاتې شوه. ماري په ۱۵۵۸ زکال کې له فرانسېس سره واده وکړ له دې امله نوموړې له ۱۵۵۹ زکال څخه په ۱۵۶۰ زکال کې د خپل مېړه د مړینې تر مهاله د فرانسې ملکه شوه. کونډه ماري د ۱۵۶۱ زکال په اګست میاشت کې سکاټلنډ ته راوګرځېده. له سکاټلنډي اصلاحاتو وروسته هغه مذهبي او سیاسي کړکېچن حالت چې ماري، سکاټلنډ ته د راګرځېدو پر مهال ورسره مخ شوه نوموړې ډېره وځوروله؛ آن یو شمېر مخکښو سکاټلنډي وګړو لکه جان ناکس په ښکاره توګه دا پوښتنه کوله چې ایا د هغې کسان دا مسئولیت لري چې پیروي یې وکړي. د نوموړې د شخصي حکومت لومړني کلونه په عمل پالنې، زغم او اعتدال سره ځانګړي شول. نوموړې په سکاټلنډ کې د مذهبي ښارګوټو د منلو اعلامیه صادره کړه، هماغه ډول چې په راګرځېدو کې یې درک کړې وه؛ یو شمېر سلاکاران لکه د موري ارل جیمز ستورات او د لیټینګټون ویلیام میټلنډ یې له ځان سره وساتل او یوه پروتستانت پاچاهي یې د کاتولیک سلطنت په توګه اداره کړه.
ماري له خپل میرني تره زوی هنري ستورات سره چې د ډارنلي ارباب و په ۱۵۶۵ زکال کې واده وکړ او د ۱۵۶۶ زکال په جون میاشت کې د جیمز په نامه د دوی زوی وزېږېد. د ۱۵۶۷ زکال په فبروري میاشت کې د ډارنلي استوګنځای د چاودنې پر مټ ړنګ ګړای شو او د همدغه استوګنځای په باغ کې ووژل شو. په بشپړ ډول باور پر دې دی چې د باثویل څلورم ارل جیمز هپبورن د ډارنلي د وژنې پلان جوړ کړی و، خو د ۱۵۶۷ زکال په اپرېل میاشت کې یې له دغه تور څخه برائت ترلاسه کړ او راتلونکې میاشت یې له مري سره واده وکړ. د دغې جوړې پر وړاندې له پاڅون وروسته، مري په لوچ لیون قلا کې بندي کړای شوه. د ۱۵۶۷ زکال د جولای په ۲۴ مه نوموړې اړ کړای شوه څو د خپل یو کلن ماشوم په ګټه له پاچاهۍ لاس واخلي. د واکمنۍ د بېرته نیولو له یوې ناکامې هڅې وروسته سوېل ته وتښتېده او هڅه یې وکړه څو د خپلې تره لور، د انګلستان د لومړۍ الیزابت ملاتړ ترلاسه کړي (الیزابت د انګلستان د اووم هنري لمسۍ وه او ماري هم د هغه مشره لمسۍ وه).
ماري یوځل ادعا کړې وه چې د الیزابت تاج او تخت دې ته اړوند دی چې ډیری انګلیسي کاتولیکانو، له دې ډلې د شمال په پاڅون کې ګډون کوونکو ټولو غړو نوموړې د انګلسان مشروع حاکمه بلله. الیزابت د یو ګواښ په توګه د ماري له ګڼلو وروسته د انګلیس په قلمرو کې دننه په بېلابېلو قلا ګانو او نورو کورونو کې محدوده کړه. له ۱۸ نیمو کلونو وروسته، ماري په ۱۵۸۶ زکال کې د الیزابت د ترور په توطئه کې د لاس لرلو په تور مجرمه وپېژندل شول او راتلونکی کال په فوتورینګهای ماڼۍ (Fotheringhay Castle) کې ترې سر غوڅ کړای شو. د ماري ژوند، واده، اصل او نسب، د الیزابت د ترورو په توطئه کې پر هغې د لاس لرلو ادعا او بیا یې اعدام لامل وګرځېدل چې نوموړې د پېړیو لپاره په کلتوري ډګر کې د نفاق اچونکي او تر ډېره عاشقانه تاریخي شخصیت په توګه وپېژندل شي.