د رېږدلې انجنيري
From Wikipedia, the free encyclopedia
رېږدلې انجينري (په انگرېزي: Earthquake Engineering) د انجينرۍ هغه څانگه ده چې د رېږدلې او د هغه څخه د راولاړو طبیعي ناورینونو د څیړلو، مخنیوي، لاملونو، او نورو په برخه کې کار کوي.[1] پخوا به د رېږدلې انجينري داسې تعریف کیده چې د ودانیو او ځمکنیو جوړښتونو کړه د رېږدلې پر وړاندې څیړي او را پیژني. لدې امله وروسته دغه څانگه د دواړو ودانیو انجينريstructural engineering او ځمکپیژندنې geotechnical engineering د ټولگې په توگه وپیژندل شوه.
د رېږدلې انجينرۍموخې دادي:
- د سختو زلزلو د پایلو او ورانیو وړاندوینه اغیز چې په ښاري سیمو او بنسټیزو ساختمانونو ېې اچوي.
- د ودانونې او جوړونې د کوډونو پر بنسټ ولاړ نوې ودانۍ ډیزان،جوړې او ترمیم کړي ترڅو د تمې سره سم د پیښیدونکو زلزلو پر وړاندې کلک او ښه مقاومت ولري.
یو انجیمري تعمیر اړینه نده چې باید بیخي زیات کلک او غیر اقتصادي وي. بلکه باید د امکان تر بریده اقتصادي او تر ټاکلي یا په پام کې نیول شوي بریده د سیمې د مکررو زلزلو پر وړاندې کلک او هم څه ناڅه نړیدنه پکې رامنځ ته شي.