From Wikipedia, the free encyclopedia
د سفرېج Suffrage اصطلاح ندرتاً د استازو د ټاکنو لپاره کارول کېږي . حال دا چې دغه اصطلاح همدا رنګه په ټولپوښتنو کې هم کارول کېږي. په ډیرو ولسواکو نظامونو کې، د استازو په ټاکنو کې وړ رای ورکوونکي کولای شي چې رای ورکړي. د ریفرنډم یا ټول پوښتنې له لارې د ستونزو په اړه هم رای ورکول شته. د بېلګې په ډول، په سویس کې، د حکومت په ټولو برخو کې دې تګلارې ته اجازه ورکول کېږي. په متحده ایالاتو کې، ځینې ایالتونه لکه کلیفورنیا، واشنګټن، او ویسکانسن خپل ګډ حاکمیت عملي کړ څو اتباعو ته د ریفرندم په واسطه د لیکلو، وړاندیزونو او د رای ورکولو فرصت ورکړي؛ نورو ایالتونو او فدرالي حکومت دا کار نه دی کړی. په بریټانیا کې هم ریفرندم لږ تر سترګو کېږي. وړ اتباعو ته د رای ورکولو حق هغه وخت ورکول کېږي چې د رای ورکولو عمر ته ورسېږي. هغه څه چې یو وړ تبعه مشخص کوي د حکومت په پرېکړه پورې اړه لري. غیر اتباع استوګن په ځینو هېوادونو کې کولای شي چې رای ورکړي چې دا ډول حق ممکن د دېرو مرتبطو هېوادونو د اتباعو (د بیلګې په توګه، د مشترک المنافع هېوادنو او د اروپایي اتحادیې د اتباعو) یا ځینو دفترونو یا موضوعاتو لپاره محدود شوي وي. [6][7][8] ایتیمولوژي (د کلماتو ریښه پېژندنه)د سفریج suffrage کلمه د suffragium له لاتینې کلمې څخه اخیستل شوې چې په لمړیو کې د "رای ورکولو صفحې"، یعنې "د رای پاڼې"، "رایه"، یا "د رایې حق" په معنی وه. د Suffragium کلمه په دویمه پیړۍ کې او له هغه وروسته د "سیاسي ملاتړ، نفوذ، ګټو، یا ملاتړ" او ځینې وختونه "لوی تشویق" یا "هڅولو" په معنی راغلې ده. دغه کلمه په څلورمه پیړۍ کې د "منځګريتوب یا شفاعت" لپاره کارول کېده چې د خدای سره د ارباب در اړیکي له امله شفاعت غوښتل کېده. د Suffragium کلمه په پینځمه او شپږمه پېړۍ کې د نفوذ لاس ته راړلو یا په دفتر کې د ګمارلو څخه د ګټې اخیستنې په تړاو کارول کېده او دغه کلمه بالاخره رشوت ته وېل کېده. ویلیم سمیت د Suffragium ترsub "لاندې" + fragor د "ماتېدلو، لوړ اواز، چيغو (د ملاتړ لپاره) په معني چې له frangere "ماتولو" سره تړاو لري، ردوي. ایدوارد وندر لیکي Eduard Wunder چې دغه کلمه کیدای شي د suffrago سره تړاو ولري، چې د پښې د ښنګري په هډوکي یا د پښو د بند په هډوکي دلالت کوي. په ۱۷ پېړۍ کې suffrage خپله لاتیني معني suffragium یا "رای" یا "د رایې ورکولو حق" بیرته ترلاسه کړ.[9][10][11] ډولونهد رای ورکولو جامع حقد رای جامع حق د جنسیت، نژاد، دین، ټولنیز وضعیت، د زده کړې د کچې یا شتمنۍ له محدودیت پرته د رای ورکولو حق دی. په عموم ډول د رای ورکولو دا ډول حق د یوې سیمې ټول اوسیدونکي تر پوښښ لاندې نه راولي ځکه چې د تابعیت، عمر او کله نا کله د ذهني وړتیا یا جرمي محکومیت له امله هم په مکرر ډول تبعیض رامنځ ته کېږي. د کورسیکن لنډمهاله جمهوریت (۱۷۵۵ – ۱۷۶۹) لومړنی هېواد و چې له ۲۵ کاله پورته ټولو اتباعو ته یې د جامع رای محدود حق ورکړ. د منچستر له ۶۰ زره تر ۸۰ زره نارینه او ښځينه وو له شاوخوا ۳۰ مایلونو واټن څخه د ښار په سینت پیتر چوک کې په ۱۸۱۹ ز کال کې راټول شول څو د پارلمان په غونډو کې د دوی د استازیتوب د نشتوالي په اړه اعتراض وکړي. تاریخ لیکوونکي رابرټ پول د خپل عمر تر ټولو برخلیک لیکوونکې شیبه د پیترلوعام وژنه په ګوته کوي. (د پیترلو په نوم فلم کې د ښځینه مدافعینو یوه صحنه ښودل شوې چې په لاریون کې د ګډون پلان جوړوي.) [12] دغه پېښه د پاریس د کمیون د ۱۸۷۱ ز کال او د فرانسویل ټاپو د جمهوریت د (۱۸۱۹) ز کال په نورو پېښو سره مل شوه. له ۱۸۴۹ ز کال تر ۱۸۵۲ کال پورې، د هاوايي شاهي نظام د جنسیت له ذکر پرته جامع رای ورکړه. کله چې د هاوایی شاهي نظام د کودتا له امله په ۱۸۹۳ ز کال کې نسکور شو، نیوزیلند یوازینی خپل اختیاره هېواد و چې جامع (فعاله) رای یې عملي کړه چې په نړۍ کې د ازادۍ بنسټ شاخص نیوزیلنډ په نړۍ کې د یوازینی ازاد هیواد په توګه په ۱۸۹۳ ز کال کې ثبت کړ. [13][14] د ښځو د رای ورکولو حقوقد ښځو د رای حقوق، د ښځو دې رای ورکولو حق په توګه تعریف کېږي. دا د ښځو د رای حق د هغو نارینه وو ملاتړکوونکو یا suffragists موخه وه چې د قانوني تګلارو په عملي کولو یې باوردرلود او همدارنګه د ښځو د رای حق د هغو ښځینه ملاتړکوونکو یا suffragettes موخه وه چې په تندلارو ګامونو یې باور درلود. د لنډ مهاله رای ورکولو مساوات د نیوجرسي ایالت د ۱۷۷۶ ز کال د لومړي اساسي قانون په احکامو کې ځای پر ځای شول، چې د رای ورکولو حق یې د ځمکې د مجردو ښځو خاوندانو او د ځمکې تورپوستو خاوندانو ته ورکړ. [15]خو په دې سند کې د تعدیل تګلاره ټاکل شوې نه وه او په ۱۸۴۴ ز کال کې دغه شرایط په سمدستي توګه د راتلونکي اساسي قانون په تصویب سره بدل شول چې د رای ورکولو حقوق بېرته "ټولو سپینو پوستو نارینه وو" ته محدود شول. [16] که څه هم په ۱۸۴۰ ز کال کې د هاوايي شاهي نظام ښځو ته د رای حق ورکړ خو په ۱۸۵۲ زکال کې دغه حق بېرته لغوه شو. په سویډن، بریتانیا او د امریکا متحده ایالاتو په ځینو لویدیځو ایالتونو کې په ۱۸۶۰ لسیزه کې د رای ورکولو محدود حقونه ترلاسه شول. په ۱۸۹۳ زکال کې نیوزیلنډ چې د بریټانیا ښکیلاکي وه لومړی خپلواکه حکومت شو چې ټولو بالغو ښځو ته یې د رای ورکولو حق ورکړ. د سویلي اسټرالیا ښځو په ۱۸۹۴ زکال کې د رای ورکولو او پارلمان ته د نوماند کېدو حق ترلاسه کړ. د روسیې په سترواکۍ کې د فنلند خپل اختیاره دوک اوسېدونکې خاوره لومړنی هیواد و چې ټولو ښځو ته یې اجازه ورکړه چې هم رایه ورکړي او هم پارلمان ته ځان نوماند کړي. [17] د ښځو د رای د حقوقو ضد پروپاګنډهغه کسان چې د ښځو د رای حقوقو د خوځښت ضد وو، د دې سياسي حرکت د کمزوري کولو لپاره یې عامه بنسټونه جوړ کړل چې اصلي دليل يې دا وو چې د ښځې ځای کوردی، نه ټاکنې. په داسې حال کې چې مخالفینو د ښځو د رای حق پرخلاف د کمپاین لپاره د مشروع ډلو په را ټولولو کار کولو، سیاسي کاریکاتورونه او د ښځو د حقونو په اړه د خلکو قهر زیات شو. د ښځو د رای حق د پراختیا پر ضد د ماساچوست ټولنه یو له هغو بنسټونو څخه وه چې په ۱۸۸۰ ز کال کې را پورته شو څو د ښځو د رای د حقوقو هڅو مخه و نیسي. [18] ډیری د رای ورکولو ضد پروپاګنډ په سیاست کې د ښځو مفکوره مسخره کړه. سیاسي کاریکاتورونو د ښځو سره د خواخوږۍ په څرګندولو ښودله چې د ښځو د رای حق ستونزه دې د نارینه وو د ژوند له ستونزو سره تبادله شي. ځینو د بشپړ پورته ږمنځ شویو وېښتانو په سټایل سره د ښځو د رای په حق ملندې وهلې. نورو بیا ځوانې نجونې په انځور کې را وستلې چې په ژوند کې له ناکامۍ، لکه واده نه کولو، وروسته د ښځو د رای ورکولو د حقوقو په ملاتړو بدلیږي. [19] د رای ورکولو مساوي حقوقد مساوي رای حق ځینې وختونه د جامع رای له حق سره مغشوش کېږي، که څه هم د لمړۍ کلمې معنی د طبقاتي رایو له منځه وړل دي چې په کې یو رای ورکوونکی کولای شي د عاید، شتمنۍ یا ټولنیز موقف سره سم د څو شمېر رایو حق ولري. [20] د څو رایو حقدا حق چې د "شتمنۍ په بنسټ د رایې حق" په نوم هم یادېږي، د مساوي رایې د حق بر خلاف دی. پدې معنی چې د رایې د وړ کسانو لخوا د رایو اچول مساوي ندي، بلکه د شخص د رتبې سره سم توپیر لري (د بیلګې په توګه، د لوړو زده کړو لرونکي د هغو په پرتله چې ټیټه زده کړې لري، د ډیرو رایو حق لري. یا په یوه شرکت کې د ډیرې ونډې لرونکی د هغه چا په پرتله چې لږ ونډې لري ډیرو رایو حق لري).پدې ډول کې رایه ورکول ممکن محدود وي، مګر بیا هم جامع کیدی شي. د جبري رای ورکولو حقپه هغه ځای کې چې د جبري رای ورکولو بېلګه شته هغه کسان چې وړ دي اړ دي چې د قانون پر بنسټ یا بل ډول جبري رای ورکړي. [21] سوداګریزه رایهد انګلستان په سیمه ییز حکومت او د هغه په ځینو پخوانیو ښکېلاکي کې، سوداګریو له په خوا راهیسې او ځینې یې اوس هم په هغو ښاري سیمو کې مالیه ورکوي د رای ورکولو حق لري. دا د طبیعي شخصیت څخه حقوقي شخصیت ته د تاریخي ملکیت له مخې د رای ورکولو د حق غځول دي. [22][23][24][25] سرچينې او ياداښتونه |
{{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help){{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help){{cite web}}
: External link in |خونديځ تړی=
(help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف=
ignored (help)Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.