د جيم کرو قوانين
From Wikipedia, the free encyclopedia
د جیم کرو قوانين هغه ايالتي او سيمه ييز قوانين وو چې په سويلي متحده ايالاتو کې يې توکميز بېلوالی عملي کړی و. په متحده ايالاتو کې د بېلوالي د رسمي او نارسمي تګلارو له امله د متحده ايالاتو نورې سيمې هم اغېزمنې شوې وې، خو له سويل څخه بهر نورو ډېرو ايالتونو د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د داسې قوانينو په خپلولو پيل وکړ، کومو چې په عامه ځايونو او رايه ورکولو کې په بېلا بېلو لارو توپیري چلند منع کړ. د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړيو کې سويلي قوانين د سپين پوستو ديموکراتانو تر واکمنۍ لاندې ايالتونو د قانونو جوړوونکو له خوا عملي شول، څو تور پوستي له هغو سياسي او اقتصادي لاسته راوړنو څخه بې برخې او ورڅخه لرې کړي چې د بيا رغونې پړاو پر مهال يې تر لاسه کړي وو. د جيم کرو قوانين تر ۱۹۶۵ز کال پورې نافذ وو.[1][2][3][4][5]
په عملي ډول د ۱۸۷۰ز لسيزې راهيسې د جيم کرو قوانينو د پخوانۍ امريکا کانفدرالي ايالتونو او ځینو نورو ايالتونو کې په ټولو عامه ځايونو کې توکميز بېلتون لازمي کړ. د ۱۸۹۶ز کال کې د «فرګسن په وړاندې د پليسي» په قضیه کې د جیم کرو قوانين پر ځای وساتل شول، په کومه کې چې د متحده ايالاتو سترې محکمې افريقايي الاصله امريکايانو ته د اسانتيا برابرولو په موخه د «جلا خو برابر» په نوم خپل اصلو وړاندې کړل. سربېره پر دې، په ۱۸۶۱-۶۵ز کلونو کې د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته په ډېرو سويلي سيمو کې د دې په منځ ته راتلو سره دولتي زده کړې په لازمي ډول سره جلا کړای شوې وې.
که څه هم د «برابر» بېلوالي نظريه عامه ځايونو او د لېږد تر اسانتياوو هم پراخه کړای شوې وه، بيا هم د سپن پوستو امریکايانو په پرتله د افريقايي الاصله امريکايانو لپاره اسانتياوې په پرله پسې ډول لږې او کم اهميته وې. کله کله به د تورپوستو لپاره بیخي اسانتياوې نه موندل کېدې. له برابرۍ ورهاخوا، د يوې قانوني هستې په توګه جيم کرو د هغو افريقايي الاصله امريکايانو لپاره اقتصادي، زده کړه ييز او ټولنيز زيانونه دولتي او د دويمې درجې وګرځول، کومو چې په متحده ايالاتو کې ژوند کاوه. وروسته له دې چې په ۱۹۰۹ز کال کې د رنګه پوستکي لرونکو خلکو د پرمختګ لپاره ملي ټولنه (NAACP) جوړه شوه، نو د جيم کرو او د تش په نوم «جلا خو برابر» اصولو په وړاندې پرله پسې ولسي اعتراض او قانوني بريد ته لاره اواره شوه.[6][7][8]
په ۱۹۵۴ز کال کې، د «د تعلمي ادارې په مقابل کې د براون» د قضيې پر مهال د قاضي القضات «ايرلي وارن» تر مشرۍ لاندې د متحده ايالاتو سترې محکمې د دولتي ښوونځيو (د دولت په تمويل چلېدونکي) جلا والی غېر قانوني اعلان کړ. په ځېنو ايالتونو کې، د دې پرېکړې عملي کېدو ډېر کلونه ونيول، په داسې حال کې چې د «Heart of Atlanta Motel, Inc. v. United States » (۱۹۶۴ ز) په څېر قضيو کې د «وارن» محکمې په مسلسل ډول د جيم کرو قوانينو پر ضد پرېکړې جاري وساتلې. په عموم کې، د جیم کرو قوانين د ۱۹۶۴ ز کال مدني حقوقو قانون او ۱۹۶۵ ز کال د رايې ورکولو حقوقو قانون په مټ لغوه شول.[9][10][11][12]