د توکمپالنې (اپارټایډ) پر ضد داخلي مقاومت
From Wikipedia, the free encyclopedia
په سويلي افريقا کې د توکمپالنې (اپارټایډ) پر ضد داخلي مقاومت د سويلي افريقايي ټولنې د ګڼو بېلا بېلو برخو څخه راپورته شو او د ټولنيزو خوځښتونو او منفي مقاومت څخه نيولې تر چريکي جګړو پورې يې خپلې بڼې غوره کړې. د واکمن ملي ګوند د حکومت پر ضد پراخ اقدام، تر څنګ يې په نړيواله کچه د سويلي افريقا مخ پر زېاتېدو انزوا او اقتصادي بنديزونو دې ته لاره هواره کړه چې د توکمپالنې د پای ته رسېدو پر سر مذاکرات وشي. د توکمپالنې د پای ته رسېدو لړۍ په رسمي ډول په ۱۹۹۰ کال کې پېل او په ۱۹۹۴ کال کې د رايې عمومي حق ورکولو سره په سويلي افريقا کې د ګڼ توکميزو ټولټاکنو په تر سره کېدو سره پای ته ورسېد.[1]
عمومي معلومات | |
---|---|
د پېښې نېټه | |
ځای | |
هېواد |
پيل موده | |
---|---|
پای |
د ۱۹۴۸ز کال په عمومي ټاکنو کې له بريا وروسته ملی ګوند توکمپالنه د سويلي افريقا د حکومت رسمي تګلارې په توګه غوره کړه. د ۱۹۵۰مو کلونو له پيل راهيسې، افريقايي ملي ګانګريس د منفي مقاومت په پيلولو سره د خپل مخالفت هڅې پېل کړې. له دې وروسته د مدني نافرمانۍ اعتراضونو په عامه ځايونو کې ګرځبنديز، تصويب شوي قوانين، او «بې اهميته توکمپالنې» توپيرتر هدف لاندې ونيول. په ۱۹۵۲ کال کې په پورټ اليزبيت او ختيز لندن کې د توکمپالنې ضد ځينې لاريونونه په پراخه بلوا واوښت، خو تر ۱۹۵۹کال پورې په منظم ډول په قصدي توګه د شتمنيو له ويجاړۍ کار نه و اخستل شوی. په همدې کال، د ځينو قوانينو د تصويب او چاپېريالي کړنلارو په اړه غوصه چې تور پوستو کروندګرو غير عادلانه بلل، د ګنيو په کروندو کې د اور لګېدو د يوې لړۍ لامل وګرځېد. د افريقايي ملي کانګريس، د سويلي افريقا کمونيست ګوند، او د پان افريقايي کانګريس په څېر ځينې ادارې د ۱۹۵۹ او ۱۹۶۰ تر منځ کلونو کې د زده کوونکو په لاريونونو او له کار څخه پر پرېکون اخته پاتې شوې. د شارپ ويل له ناورين وروسته، د افريقايي ملي کانګريس او پان افريقايي کانګريس په ګډون ځينو توکمپالنې ضد خوځښتونو په طريقه کې له سوله ايزې نه همکارۍ څخه د وسله وال مقاومت د څانګو جوړولو بدلون پيل کړ.[2][3][4]
تر ۱۹۷۰ يمو کلونو د خلکو ډله ايزو اعتصابونو او د زده کوونکو لاريونونو دوام پيدا کړ، دا حالت د تور پوستو د بې کارۍ د زياتېدو، د سويلي افريقا په پولو کې د جګړې نه خوښولو، او د تورپوستو د بيدارۍ نوي رامنځته شوي خوځښت له خوا لا پسې پياوړی کړای شو. په ۱۹۷۶کال کې په ظالمانه ډول د سويټو پاڅون ځپلو د تور پوستو فعالينو يو نسل سخت دريځی کړ او په ستره کچه يې د «اومکونټو وي سيزوي» په نوم د افريقايي ملي کانګريس چريکي ځواکونه زيات ځواکمن کړل. له ۱۹۷۶ تر ۱۹۸۷ پورې يادو ځواکونو په دولتي ودانيو، ترانسپورتي کرښو، برېښنا مرکزونو، او نورو ملکي زېربیناوو يوه لړۍ بريالي بمي بريدونه تر سره کړل. د سويلي افريقا پوځ په ګاونډيو هيوادونو کې د افريقايي ملي کانګريس په خوندي ځايونو د بريدونو په تر سره کولو سره ډېر ځله د دې بريدونو ځواب ووايه.[5][6][7]
ملي ګوند ګڼې هڅې وکړې تر څو د توکمپالنې نظام کې سمون راولي او پيل يې د ۱۹۸۳ کال د اساسي قانون له ټولپوښتنې وکړ. دې چارې تريکاميرل پارلمان «درې خونيز» متعارف کړ، کوم چې د رنګه پوستکي لرونکو او هنديانو استازولۍ ته هم په پارلمان کې د شتون اجازه ورکړه، خو بيايې هم تور پوستو افريقايانو ته د سياسي حقوقو اجازه نه ورکوله. د دې لانجې په پايله کې د توکمپالنې ضد خوځښتونو او سيمه ايزو ډلو يوه نوې ټولنيزه څپه راپورته کړه کومو چې په سياست کې د يو ملي محاذ، متحد ديموکراتيک محاذ، له لارې خپلې ګټې څرګندې کړې. په ورته وخت کې، د افريقايي ملي کانګريس، پان افريقايي کانګريس او اذانين پيپل اورګنايزيشن چې يو درېيم وسله وال ځواک و، تر منځ داخلي فرقه يي سيالۍ په چټکۍ سره په ګوندي تاوتريخوالي واوښتې؛ ځکه چې درېواړو ډلو د نفوذ لپاره مبارزه کوله. حکومت له دې فرصت څخه ګټه واخسته او په ۱۹۸۶ کال کيې په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او له محاکمې پرته يې خپل زرګونه سياسي مخالفين ونيول.[8][9]
د ملي ګوند له خوا مخ پر زېاتېدونکي بهرني فشار او سياسي ناکرارۍ حالت ته په ځواب ويلو سره، په ۱۹۸۷ کال کې توکمپالنې ته د پای ورکولو په موخه پټ دوه اړخيز مذاکرات پيل شول. د ۱۹۸۷ او ۱۹۸۹ کلونو تر منځ د افريقايي ملي کانګريس مشران مسئولين لکه ګوين ايمبيکي او والټر سيسولو له زندانه خوشې شول، په ۱۹۹۰ کالکې افريقايي ملي کانګريس او پان افريقايي کانګريس په رسمي ډول د ولسمشر ايف. ډبليو. ډي کليرک له خوا د بندو شويو سازمانونو له فهرست څخه و ايستل شول او نيلسن مانډيلا له زندانه خوشې شو. په همدې کال، «اومکونټو وي سيزوي» په رسمي ډول د سويلي افريقا دفاعي ځواک سره اوربند ته ورسېدل. د ۱۹۹۱ کال جون مياشتې په ۱۷ نېټه د توکمپالنې نور قوانين هم لغو شول او ګڼ ګونديز مذاکرات پر مخ ولاړل تر دې چې د ۱۹۹۴ کال د جون مياشتې په ۱۷ نېټه لومړۍ ګڼ توکميزې ټولټاکنې تر سره شوې.[10]