From Wikipedia, the free encyclopedia
د لویو وچو تر منځ د شمالي امریکا لومړنۍ د رېل پټلۍ (چې په لومړیو کې د پاسافیک/ارام سمندر د لارې او وروسته د «د ځمکنۍ لارې» په نوم پېژندل کېده) یوه د رېل پټلۍ وه چې د ۱۸۶۳ او ۱۸۶۹ کلونو تر منځ له ۱۹۱۱ مایل (۳۰۷۵ کیلو متر) اوږدوالي سره جوړه شوه او د متحده ایالاتو د رېل پټلۍ شبکه يې د کانسېل بلف په ښار کې د سانفرانسیسکو پر خليج په اوکلانډ لانګ ورف کې د ارام سمندر له سمندغاړې سره ونښلوله. د رېل دا کرښه د درېیو خصوصي شرکتونو لهخوا د متحده ایالاتو د ځمکو د وېش د پراخې مرستې د وړاندېکوونې پر بنسټ پر عمومي ځمکو جوړه شوه. د ساختمان مالي مرسته د دواړو ایالت او متحده ایالاتو د دولت د اسهامو له بسپنې او د مطرح کمپنۍ د ګروي اسهامو له طریقه وشوه. د وېسټرن پاسافیک درېل پټلۍ جوړونې شرکت په الامېډا/اوکلنډ کې ۱۳۲ مایله (۲۱۲ کیلو متر) پټلۍ د لارې له لويديځ پای څخه د کلفورېنیا تر ساکرامنټو پورې جوړه کړه. د کلفورېنیا د مرکزي پاسافیک د رېل جوړونې کمپنۍ (CPRR) د اوټا په خاوره کې ۶۹۰ مایله (۱۱۱۰ کیلو متر) پټلۍ په ختيځ کې له ساکرامانتو څخه تر پرمونتوري سامېت پورې جوړه کړه. د متحد پاسافیک د رېل پټلۍ جوړونې کمپنۍ (UPRR) ۱۰۸۵ مایله (۱۷۴۶ کیلو متر) د رېل پټلۍ له ختيځ پای ټکي څخه د میسوري سیند د نبراسکا د بلف کونسېل او اوماها څخه د لویدیځ پر لور تر پورمونټوري سامېت پورې جوړه کړه.[1][2][3][4][5][6][7][8]
د براعظمونو تر منځ لومړنۍ د رېل پټلۍ | |
---|---|
لويه وچه | شمالي امريکا |
هېواد | د امریکا متحده ایالات |
کوارډينېټي موقعيت | |
خاوند | د متحده ایالاتو فدرالي حکومت |
Operator | Central Pacific Railroad |
Date of official opening | ۱يو جنوري ۱۸۶۹ |
Track gauge | 1435 mm track gauge |
Heritage designation | Historic Civil Engineering Landmark |
د ساکرامنتو او اوماها تر منځ د پټلۍ لار د ۱۸۶۹ کال د مې په ۱۰مه هغه مهال د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه، کله چې د CPRR رییس لېلانډ سټنفورډ په پرومونتوري يوتا کې په تشریفاتي توګه له وروستي وږي سره چې وروسته د زرین وږي په نوم ونومول شو (Golden Spike) د سپينو زرو له څټک سره وواهه. په راتلونکو شپږو میاشتو کې سانفرانسیسکو ته د ساکرامنټو وروستی پړاو بشپړ شو. په پایله کې له سمندر غاړې – څخه – سمندرغاړې ته د پټلۍ اړيکې د سیمې او لوديځې امريکا په اقتصاد کې د بنسټېزو بدلونو لامل شوې. دې چارې لویديځ قلمرونو/خاورې د شمالې ټولنې له ایالتونو سره همغږې کړې او له یوې سمند غاړې څخه يې بلې ته د مسافرانو او توکو لېږد رالېږد ډېر چټک، خوندي او له لږ لګښت سره کړ.[9][10]
د لویو وچو تر منځ پټلۍ لومړني مسافران د ۱۸۶۹ کال د سېپټمبر په ۶مه د پاسافیک پټلۍ اصلي لویديځ پای کې الامېډ ترمینال ته ورسېدل. او له هغه ځایه د الامېډا د بخار بېړۍ په واسطه له خلیج څخه سانفرانسیسکو ته ولېږدول شول. د پټلۍ پای دوه میاشتې وروسته د اوکلنډ لانګ وارف ته نږدې یو مایل د شمال لور ته ولېږدول شو، د ۱۸۶۹ کال د نوامبر په ۸مه د پراختیا تر بشپړېدو وروسته د مسافرانو پر مخ پرانیستل شوه.[11][12]
CPRR په پای کې د اوتاوا خاورې په اوګدن کې د ۵۳ مایله (۸۵ کیلومتر) د UPRR د رغونې چارې له پرومونټري سومېټ (MP 828) څخه واخیستې چې د دوو پټلیو تر منځ د تبادلې پر ټکي بدلې شوې. د لویو وچو تر منځ دا کرښه وروسته لهدې چې شیکاګو ته د پټلۍ د مسافري لارې په نوم چې په ۱۹۶۲ کال کې يې خدمت کاوه مشهوره شوه د ځمکنۍ لارې په توګه وپېژندل شوه.[13]
د رېل پټلۍ د جوړونې له لومړنیو پلویانو څخه یو هم ډاکتر هارټول و چې په ۱۸۴۷ کال کې يې د متحده ایالاتو د سمندرغاړو د نښلولو لپاره له مشیګان سیند څخه پاسافیک سمندر ته د متحده ایالاتو کانګرېس ته د پټلۍ جوړونې د منشور وړاندیز وکړ. هغه د خپلې نظریې د تائید لپاره د کنګرې د منشور په لټه کې و.[14][15]
کانګرېس د دې نظریې له ملاتړ سره هوکړه وکړه او د جګړې څانګې تر څار او مشرۍ لاندې له ۱۸۵۳ کال څخه تر ۱۸۵۵ کال پورې د پاسافیک سمندر د پټلۍ ارزونې وشوې. په دې کې د امریکا د لويديځ لپاره د لېږنې د ممکنو لارو د موندنې پراخه لړۍ شامله وه. د اکتشافاتو په اړه يو راپور ځایناستې لارې تشرېح کړې چې د امريکا د لوديځ په اړه ډېر معلومات پهکې نغښتي وو او لږ تر لږه ۴۰۰۰۰۰ مایل مربع (۱۰۰۰۰۰۰ کیلومتره مربع) سیمه یې پوښله. په دې کې د سیمې طبعي تاريخ او د خزندهګانو، دوهژواکو/ذوالحیاتینو، الوتونکو او تيلرونکو شکلونه شامل و.[16]
په هر حال په دې راپور کې د اړتیا وړ بالقوه لارو د امکاناتو، لګښت او د تر ټولو غوره لارې ټاکلو د ارزونې لپاره د توپوګرافۍ کره نقشه شامله وه. سروې په بشپړ ډول کره وه تر څو دا مشخصه کړي چې تر ټولو غوره سویلي لار د ارېزونا او نیومکسیکو د راتلونکو خاورو له لارې له مکسیکو سره د ګېلا سیند پر سویلي کرښه په ډېره تشه بېدیا کې ځای لري. دې چارې تر یوې کچې د ګاډسډېن پرچېس (د ننۍ ارېزونا او سویل لویدیځې نوې مکسیکو یوه سیمه چې امریکا اخیستې وه، ژباړن) د بشپړولو لپاره امریکا وهڅوله.[17]
په ۱۸۵۶ کال کې د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د پاسافیک پټلۍ او تلګراف منتخبې کمېټې یو راپور خپور کړ چې په هغه کې يې د ارام سمندر د پټلۍ د وړاندیز له لایحې څخه ملاتړ کاوه:
هغه اړتیا چې اوسمهال د اتلانتیک او پاسافیک سمندرونو تر منځ د رېل پټلۍ جوړونې او د تلګراف نښلونې لپاره شته، هر چا منلې؛ نور بحث ته اړتیا نهشته. په پاسافیک/ارام سمندر کې د خپل اوسني موقف د خوندیتوب لپاره موږ باید د یو خارجي ځواک په واک کې تر شته وسایلو لا چټک او لا مستقیم ارتباطي وسایل ولرو.[18]
د امریکا کانګرېس پر دې موضوع په شدید ډول وېشل شوی و چې د پټلي ختيځ پای باید چېرته وې- په یو سویلي او یا که په شمالي ښار کې. درې لارې په پام کې نیول شوې وې:[19]
یو ځل مرکزي مسیر وټاکل شو، خو ډېر ژر دا روښانه شوه چې لویديځ پای باید په ساکرامنټو کې وې. خو د ختيځ پای په اړه د پاموړ د نظر اختلاف شته و. د میسوري سیند په ۲۵۰ مایله (۴۰۰ کیلو متر) اوږدو کې درې لارې په پام کې ونیول شوې:
د بلوف کانسېل څو ګټې لرلې: د میسوري په شمال کې د کورنۍ جګړې لپاره ښه وه؛ دا په وایومېنګ کې د راکي سویلې تېرېدنې ته تر ټولو لنډه لار وه؛ چې یو حاصلخېز سیند یې څاره او استوګنه يې هڅوله. ډوراڼت په ۱۸۵۷ کال کې راتلونکی ولسمشر ابراهام لېنکن وګماره چې هغه مهال يې د میسوري د پل په اړه په یوه سوداګریزه مسئله کې د هغه وکالت کاوه. دا مهال لېنکن د ختيځ پای د ټاکنې مسؤل و او هغه د ډوراڼت پر مشوره باور وکړ. ډوراڼت له اوهاما څخه ملاتړ کاوه او هغه له خپلې دې ټاکنې څخه دومره ډاډه و چې د نبراسکا د ځمکو پر پېرلو يې پيل وکړ.
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.