د برازیل دویم پېدرو
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډام دویم پېدرو ( زېږېدنه د ۱۸۲۵ کال د ډېسمبر ۲ - مړینه د ۱۸۹۱ کال د ډېسمبر ۵) مستعار نوم یې "مګنانیموس" چې په پرتګالي ژبه O Magnânimo دی د برازیل دویم او وروستی پاچا و چې له ۵۸ کالونو څخه یې زیاته واکمني وکړه. هغه په ریو ډي ژانیرو کې زیږېدلی چې د امپراتور ډام اول پېدرو او سلطانې ډنا ماریا لیوپولډېنا اووم اولاد و چې د مور د اړیکې په اساس یې د هوس اف براګانزا د برازیلي څانګې غړی و. په ۱۸۳۱ کال کې يې له سلطنت څخه د پلار ناببره لرې کېدلو او اروپا ته راونېدلو دا پنځه کلن ماشوم د امپراتور په توګه پرېښود دا چاره د هغه د ماشومتوب او نوې ځوانۍ د غمجنې دورې لامل شوه ځکه هغه اړ و خپل وخت د واکمنۍ لپاره په تیارۍ او مطالعه تېر کړي. د محکمې د دسیسو په اړه د هغه تجربې او د دې دورې سیاسي اختلافاتو د هغه پر راتلونکي شخصیت اغېز وکړ؛ هغه یو داسې نر وروزل شو چې د خپل هېواد او خلکو لپاره یې د سرښندنې او د چارو د سمبالولو پیاوړی احساس درلود خو د پاچا په توګه له خپل رول څخه خورا زیات خفه و.
د برازیل دویم پېدرو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | رايو ډي جينېرو |
مړینه | پاريس |
د مړینې لامل | سینه بغل |
تابعیت | برازیل [1] |
اولاد | ایزابېل، د برازیل د سترواکۍ شهزادګۍ |
پلار | د برازیل لومړی پدرو |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | پرتګالي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | لاتيني ژبه ، فرانسوي ژبه ، جرمني ژبه ، انګليسي ژبه ، اېټاليايي ژبه ، هسپاني ، يوناني ژبه ، پرتګالي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
دویم پېدرو د لهمنځه تلو په حال کې امپراتورۍ وارث و، خو هغه برازیل په نړیواله کچه په یو نوي راڅرګند ځواک بدل کړ. دا ملت د سیاسي ثبات، د بیان ازادۍ د هیله مندۍ خوندیتوب، مدني حقوقو ته درناوي، ګړندۍ اقتصادي ودې او د واکمنۍ بڼې –د یوې پارلماني واکمنۍ فعال استازیتوب یې کاوه، له خپلو اسپانیوي ګاونډيو څخه مخکښ کړ. برازیل د پلاتین په جګړه، د یورګوایانو په جګړه او پروګوایانو په جګړه کې هم بریالی شو او همدارنګه یې په څو نړیوالو مناقشو او نورو کورنیو نښتو کې هم بری وموند. دویم پېدرو د سیاسي او اقتصادي قدرتونو له مخالفت سره سره په کلک ډول د غلامۍ د لهمنځه وړلو اوصول مخته یوړل. هغه داسې امپراتور و چې په خپله یو لوی عالم و، د کلتور او علومو د زده کړې د کلک ملاتړي په توګه یې شهرت وموند او د چارلېز داروین، وېکتور هوګو او فرېدرېک نیچه په څېر کسانو درناوی او ستاینه یې تر لاسه کړه او د نورو په منځ کې يې له د ریچارډ واګنیر، لویس پاستور او هېنري وادسورث سره ملګرتیا لرله.
د حکومت ولی په بڼې کې د بدلون لپاره ډېری برازیلیانو هېڅ لېوالتیا نه لرله، خو امپراتور په یوه ناڅاپي کودتا کې نسکور شو چې د دولت د یوې دیکتاتورې جمهوري بڼې د غوښتونکو پوځي مشرانو هېڅ بهرنی ملاتړ یې نه درلود. دویم پېدرو له واکمنۍ څخه ستړی او د پاچاهۍ له راتلونکې څخه ناهیلی و، د خلکو له پراخ ملاتړ سره سره یې اجازه ورنه کړه چې له ګوښه کېدو یې مخنیوی وشي او د واک د بېرته ولکه کولو لپاره یې د هېڅ یوې هڅې ملاتړ ونه کړ. هغه د خپل عمر دوه وروستي کالونه په اروپا کې د تبعید په حال کې تېر کړل او په ډېرو لږو پیسو یې یوازې ژوند کاوه.
په دې توګه د دویم پېدرو واکمني په غیر عادي ډول پای ته ورسېده- هغه په داسې حال کې چې د خلکو له ژورې پاملرنې او مینې سره مخ و نسکور شو او ځينې لاسته راوړنې يې ډېر زر په اوبو لاهو شوې ځکه برازیل د اوږدې مودې لپاره د کمزورې واکمنۍ، دېکتاتوریو او مشروطو اقتصادي کړکېچونو منګولو ته ولوېد. هغه کسانو چې نوموړی تبعید کړی و ډېر زر يې په هغه کې د برازیل جمهوریت بېلګه لیدله. د هغه تر مړينې څو لسیزې وروسته د هغه شهرت بیا راژوندی شو او د هغه پاتې شونې په ټول هېواد کې له جشنونو سره برازیل ته راوړل شول. تاریخپوهانو امپراتور له خورا مثبت لید سره ارزولی او څو کسان هغه تر ټولو لوی (له معنوي پلوه ستر انسان) برازیلی یاد کړی.