![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8a/Umberto_II_of_Italy_in_1938_%2528crop%2529.jpg/640px-Umberto_II_of_Italy_in_1938_%2528crop%2529.jpg&w=640&q=50)
د ایټالیا دویم اومبرتو
From Wikipedia, the free encyclopedia
دویم اومبرتو (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د سپټمبر ۱۵ مه – مړینه: د ۱۹۸۳ زکال د مارچ ۱۸ مه) چې بشپړ نوم یې اومبرتو نیکولا توماسو جووانی ماریا دي ساووا و؛ د ایټالیا وروستی پاچا و. هغه د ۳۴ ورځو لپاره د ۱۹۴۶ زکال د مۍ له ۹مې څخه د ۱۹۴۶ زکال د جون تر ۱۲ مې نیټې پورې واکمني وکړه؛ په داسې حال کې چې نوموړی له ۱۹۴۴ زکال راهیسې د مۍ پاچا (په ایټالوي ژبه: Re di Maggio) په نوم په عملي توګه واک چلاوه.[10]
د ایټالیا دویم اومبرتو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱۵ سپټمبر ۱۹۰۴[1][2][3][4][5][6][7][8] |
مړینه | 18 مارچ 1983 (79 کاله)[1][2][3][5][6][9][7][8] ![]() ژینو [9] ![]() |
تابعیت | ![]() ![]() |
پلار | د ایټالیا دریم ویکټور امانوئل ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | پوځي ځواک ، پاچا ، سياستوال ![]() |
مورنۍ ژبه | اېټاليايي ژبه ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | اېټاليايي ژبه ![]() |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه ، په فرانسې باندې د ایټالیا برید ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
سمول ![]() |
اومبرتو د پاچا دریم ویکټور امانوئل او ملکې النا له پنځو ماشومانو څخه د دوی یوازنی زوی و. ویکټور امانوئل د بنیټو موسولیني د حکومت له سقوط وروسته د پاچاهۍ د ځایګي ساتلو په موخه په ۱۹۴۴ زکال کې خپل ډېری واکونه اومبرتو ته تفویض کړل. په داسې حال کې چې د سلطنت د لغو کېدو په موخه ټول پوښتنې ته چمتووالي روان و، خو ویکتور امانوئل خپل تاج او تخت د خپل زوی اومبرتو په ګټه په دې هیله پرېښود چې کېدای شي بېرته به د پاچاهۍ ملاتړ تقویت کړي. له دې سره ټول پوښتنه ترسره شوه او ایټالوي دولت په جمهوریت واوښت او اومبرتو هم خپل ټول ژوند د پرتګالي ریویرا ساحلي سیمې په کشکایش ښارګوټي کې په تبعید کې تیر کړ.