د ایران پـر خلاف معامله
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ایران پر خلاف معامله ( چې په فارسي ژبه کې ورته ماجرای ضد ایران او په اسپانیاوي ژبه کې ورته کاسو ایران کونتره ويل کېـږي ) تر ډيره د ایران خلاف دسیسۍ په نوم یادېده، په ایران کې د مک فارلین معامله یا په ساده ډول د ایران خلاف معامله، په متحده ایالتونو کې یوه سیاسي دسیسه وه چې د ریګن حکومت په دوهمه دوره کې واقع شوه. د ۱۹۸۱ او ۱۹۸۶ م کلونو تر منځ د حکومت لوړپوړو چارواکو په پټه د ایران اسلامي جمهوریت د خمیني حکومت ته د وسلو پلورلو کې اسانتیا راوسته چې دا د وسلو د بندیز یوه موضوع وه. حکومت هیله درلوده تر څو د وسلو د پلور ګټه به په نیکارګوا کې د کنټرس د ملاتړ کولو لپاره وکاروي. د بولنډ د اصلاحاتو په دوره کې، د حکومت لخوا کنټرس ته نور مالي ملاتړ د کانګرس لخوا منع شو. [1][2]
د وسلو د لېـږد په اړه رسمي توجیه داسې وه چې دا کار د هغو ۷ امریکايي یرغملو د خلاصون د عملیاتو یوه برخه وه چې په لبنان کې د حزب الله ډلې له لورې نیول شوي و، یوه ملېشه چې د ایران سره یې اړیکې درلودلې او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د ډلې پورې اړوند دي. د وسلو په بدل کې د یرغمل شویو خوشي کولو نظریه د مونچر قربانیفر لخوا ( له هېواده بهر یو ایراني وسله پلورونکي و ) جوړه شوه. د ریګن د حکومت ځینو کسانو هيله درلوده چې د وسلو پلور به په ایران اغېزه ولري تر څو حزب الله ډله یرغمل شوي خوشي کړي. [3][4][5][6]
د ۱۹۸۵ م کال په وروستیو کې، د ملي امنیت شورا ډګروال اولیور نورت د ایراني وسلو د پلور د ګټـې یوه برخه د کنټرس ډلې د مالي تامین لپاره جلا کړه ، یو ډله چې د ساندنیستا د یاغیانو پر خلاف ده او د نیکارګوا د سوسیالیسټ دولت پر خلاف یې خپلو هڅو ته دوام ورکړ. نورت ورسته بیا ادعا وکړه چې مونچر قربانیفر ( یو ایراني وسله پلورونکي ) هاغه ته داسې مشوره ورکړه چې د ټوو او هاوک مزایلو د پلور ګټه دې د ایران څخه کنټرس ډلې ته ولېـږدوي. په داسې حال کې چې ولسمشر رونالډ ریګن د کنټرا موخې یو غږیز پلوی و، شواهد داسې څېـړل کېـږي چې ایا هاغه په شخصي ډول د کنټرس مالي تمویل منحرف کړي دي او کنه . د ۱۹۸۵ م کال د ډسمبر په اوومه د دفاع وزیر کاسپر واینبرګر په لاس لیکل شوي یاداښتونه دا ښيې چې ریګن له ایران سره د ځینو یرغمل شویو د لـېږد سره سره په دې هېواد کې دننه د اعتدال غوښتونکو عناصرو ته د هاوک او ټوو مزایلو له خرڅولو خبر و . واینبرګر لیکلي چې ریګن وویل : هاغه کولای شي چې غیر قانوني تورونو ته ځواب ووایي خو نشي کولای چې دې تور ته ځواب ووايي ( چې پیاوړی ریس جمهور ریګن د یرغمل شويو د خلاصون چانس له لاسه ورکړ ) . [7][8][9][10][11][12]
له هغه وروسته چې د ۱۹۸۶ م کال د نومبر په میاشت کې د وسلو پلورل واضح شول، ریګن د متحده ایالاتو په ملي تلویزیون کې راښکاره شو او دا یې بیان کړل چې د وسلو لېـږد په حقیقت کې پېښ شول، خو متحده ایالت د وسلو دا سوداګرۍ د یرغمل شویو لپاره نه ترسره کوي. د دې په اړه پلټنې هاغه وخت له خنډ سره مخ شوي کله چې د دې معاملې په اړه ډېر اسنادونه له منځه لاړل او یا د ریګن د حکومت چارواکو د پلټونکو څخه پټ کړل. د ۱۹۸۷ م کال د مارچ په څلورمه نېټه، ریګن د متحده ایالاتو د ملي تلویزیون څخه یو ځل بیا خبرې وکړي او د دې موضوع ټول مسوولیت یې په غاړه واخیست همدارنګه دا یې بیان کړل چې د ایران لپاره د ستراتيژۍ د پیل کېدو په توګه چې څه پیل شوي و ، د هغې په پلي کېدو سره یرغمل شویو ته د وسلو سوداګرۍ ګډوډه شوه. [13]
دا معامله د متحده ایالاتو د کانګراس او د ریګن لخوا درې نفره ټاکل شوي کمیسیون لخوا وڅيـړل شوه، یوې څیـړنې هم دا ونه موندله چې ولسمشر ریګن دې د داسې بېلابیلو پرواګرمونو د لویوالی څخه خبر وي. د دې سربیره ، د متحده ایالاتو مرستیال څارنوال جنرال لارنس والش د ۱۹۸۶ م کال د ډسمبر په میاشت کې د یوه خپلواکه وکیل په توګه وګمارل شو، تر څو د امکان تر حده په دې موضوع کې د چارواکو له لورې ترسره شوي جرمونه وپلټي. په پای کې، د دفاع وزیر کاسپر واینبرګر په ګډون لسګونه پوځي چارواکي تورن ونومول شول. همدراز یوولس کسانو ته سزا واورل شوه چې له دې جملې ځینې یې د بیا کتو لپاره په محکمه کې وځنډول شول. [14]
پاتې کسان چې محکوم شوي یا تورن شوي و د ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش د جمهوري په وروستيو ورځو کې ( څوک چې ددې معاملې په وخت کې مرستیال ولسمشر و) وبښل شول. پخواني خپلواک وکیل والش داسې لیکي چې د بښلو په موضوع کې ، بوش په هاغه شواهدو کې چې د واینبرګر د محاکمې په وخت کې واضح کېدل مداخله کړي ده ، او دا ښيې چې بوش، واینبرګر او نور لوړ پوړوی چارواکي د ( فریب او د خنډونه یوه بیلګه ) وه. والش د ۱۹۹۳ م کال د اګسټ په څلورمه نېټه خپل وروستۍ راپور وړاندې کړ، او وروسته یې د مرستیال په توګه د خپلو تجربو څخه یو لیکنه جوړه کړه: ( د ایران پر خلاف دسیسه او د رښتیا پټول ) په نوم. [15][16][17]