د ایبریا شبه الجزیره
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ایبریا شبه الجزیره (/aɪˈbɪəriən/)، [a] چې د ایبیریا په نامه هم پیژندل کیږي، د اروپا په سویل لویدیځه برخه کې واقع شوې شبه الجزیره ده، چې د اوراسیا تر ټولو غربي یا لویدیځه برخه مشخصوي. دا سیمه په اصل کې د هسپانیې او پرتګال هېوادونو تر منځ وېشل شوې ده، چې د دې هېوادونو لویه برخه او دغه راز د فرانسې د سویلي برخې یوه کوچنۍ برخه او جبل الطارق هم په کې شامل دي. دا سیمه شاوخوا ۵۸۳،۲۵۴ کیلومتر مربع مساحت لري، چې (۲۲۵،۱۹۶ مایل مربع) کېږي. دغه راز یاده سیمه شاوخوا ۵۳ میلیونه نفوس لري او د مساحت له پلوه د اسکندنویا له شبه الجزیرې څخه وروسته د اروپا دویمه لویه شبه الجزیره بلل کېږي.[1][2]
چټک مالومات ترټولو لوړه څوکه, عمومي معلومات ...
تړل