![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d0/G7_Finance_ministers.jpg/640px-G7_Finance_ministers.jpg&w=640&q=50)
د اوو ډله
From Wikipedia, the free encyclopedia
د اوو ډله (G7) د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، بریتانیا او متحده ایالاتو څخه جوړه شوې د دولتونو تر منځ ټولنه ده. پر دې سربېره يې اروپايي ټولنه یو نامشخصه غړې ده. غړې يې د پیسو د نړیوال صندوق (IMF) پرمختللي لوی اقتصادونه او ليبرال دیموکراسۍ دي؛ دا ډله په رسمي ډول د ګډو ارزښتونو د ټولپالنې او استازي دولت پر محور رامنځته شوې. تر ۲۰۲۰ کال يورې د ډلې ټولیز حسابونو د خالصې نړيوالې شمتنۍ ۵۰ سلنه (چې ۴۱۸ تریلیونه ډالره ده)، د داخلي نړیوال ناخالص تولید ۳۲ تر ۴۶ سلنه او نږدې ۷۷۰ میلیونه کسان یا د نړۍ د نفوس ۱۰ سلنه برخه جوړوله. غړي يې په نړیوالو چارو کې ستر قدرتونه دي او نږدې متقابلې سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، حقوقي، چاپېریالي، پوځي، مذهبي او ديپلوماتیکې اړیکې لري. تر انګلستان وروسته له ۲۰۲۲ کال راهیسې جرمني د جي ۷ دورهيي ریاست پر غاړه واخیست.[1][2][3][4][5][6]
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d0/G7_Finance_ministers.jpg/640px-G7_Finance_ministers.jpg)
جي ۷ په ۱۹۷۳ کال کې د مالیې د وزیرانو له یوې لنډمهالې ناستې څخه سرچینه اخلي، له هغه مهال راهیسې د مهمو نړیوالو مسائلو په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، امنیت، اقتصاد او د اقلیمي بدلونونو په برخه کې د حل لارو او همغږۍ لپاره د بحثونو د یو رسمي او پخواني ځای په توګه پېژندل کېږي. د دولت رییس یا د هر غړي هېواد د د دولت رییس په کلني ډول د کمیسیون له رییس او د اروپا اتحاديې د شورا له رییس سره د جي ۷ په سر مشریزه غونډه کې سره ګوري. د جي ۷ او اروپا اتحاديې (EU) ګڼ نور لوړپوړي چارواکي د کال په بهیر کې له یو بل سره ویني. د ګنو نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي غالباً د مېلمنو په توګه بلل کېږي او روسیه له ۱۹۹۷ څخه تر ۲۰۱۴ پورې (د اته ډلې/جي ۸ د یوې برخې په توګه) رسمي غړې وه.[7]
جي ۷ د یو تړون پر بنسټ نه دی او دایمي دارلنشا یا دفتر نه لري. ریاست یې په کلني ډول د غړو هېوادونو تر منځ په دوراني توګه مخته وړل کېږي او د دولت رییس د ډلې لومړیتوبونه تعینوي او د سرمشریزو غونډو د تنظیم او جوړونې کوربه وي. حال دا چې بنسټیزه یا قانوني مبنا نه لري، جي ۷ د پاموړ نړيوال نفوذ په توګه بلل کېږي؛ دې ډلې د څو مهمو نړیوالو نوښتونو لکه د HIV/AIDS د نړیوالې پراختیا پر وړاندې مبارزه، د ودې پر حال هېوادونو ته د مالي مرستو وړاندې کول او په ۲۰۱۵ کال کې يې د پاریس تړون له لارې د اقلیمي بدلونونومشري کړې. دا ډله د خپل محدود او منسوخ غړیتوب، محدود نړیوال استازيتوب، او نه اغېزمنتوب له امله له نیوکو سره مخ شوې. د نړیوالکېدلو ضد سازمان چې تر ډېره په غونډو کې نیوکې کوي هم له یادې ډلې سره مخالفت کړی.[8][9]