![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/7/78/King_John_hunting_-_Statutes_of_England_%252814th_C%2529%252C_f.116_-_BL_Cotton_MS_Claudius_D_II.jpg/640px-King_John_hunting_-_Statutes_of_England_%252814th_C%2529%252C_f.116_-_BL_Cotton_MS_Claudius_D_II.jpg&w=640&q=50)
د انګلستان پاچا، جان
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان (زوکړه: د ۱۱۶۶ زکال د ډسمبر ۲۴ مه – مړینه: د ۱۲۱۶ زکال د اکتوبر ۱۹ مه) له ۱۱۹۹ زکال څخه په ۱۲۱۶ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله د انګلستان پاچا و. هغه د نرماندي دوک نشینه سیمه او همدارنګه خپل ډېر نور فرانسوي قلمرونه د فرانسې د پاچا دویم فیلپ پر وړاندې له لاسه ورکړل چې له امله یې د انژوین سترواکي وپاشل شوه او دغې چارې د دریالسمې پېړۍ په اوږدو کې د فرانسې د کاپتي سلسلې د واک له پراختیا سره مرسته وکړه. د جان د واکمنۍ په وروستیو کې د بارونانو پاڅون د ستر منشور (مګنا کارتا) د رامنځته کېدو لامل وګرځېد، هغه سند چې د انګلستان د اساسي قانون د تکامل په برخه کې لومړنۍ ګام بلل کېږي.
د انګلستان پاچا، جان | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۴ ډيسمبر ۱۱۶۶ |
مړینه | 19 اکتوبر 1216 (50 کاله) ![]() |
اولاد | د انګلستان دریم هنري [1] ![]() |
پلار | د انګلستان دویم هنري [1] ![]() |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | پاچا ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
جان د انګلستان د پاچا دویم هنري او دوشس الینور آکیتن له څلورو ژوندیو ماشومانو څخه د هغو تر ټولو کوچنی و. هغه د جان لکلنډ (بې ځمکو جان) په مستعار نوم یادېده ځکه دا تمه نه وه چې هغه دې په پام وړ کچه ځمکې په ارث کې ترلاسه کړي. نوموړي په ۱۱۷۳-۱۱۷۴ زکال کې د خپلو دریو وروڼو ځوان پاچا هنري، ریچارد او جفري له خوا د خپل پاچا پلار پر وړاندې له ناکامه پاڅون وروسته د خپل پلار په زړه کې ځای وموند. پلار یې نوموړی په ۱۱۷۷ زکال کې د ایرلنډ لارډ یا ارباب وټاکه او په انګلستان او دغه قاره کې پریمانه ځمکې یې هغه ته ورکړې. هغه مهال چې د هغه ورور ریچارډ په دریمه صلیبي جګړه کې ونډه اخیستې وه د خپل ورور د سلطنتي مدیرانو پر وړاندې یې ناکامه پاڅون وکړ خو په ۱۱۹۹ زکال کې د ریچارډ له مړینې وروسته پاچاهي ته ورسېد. نوموړی د فرانسې د پاچا دویم فلیپ له خوا د خپلو قاره یي انژوین ځمکود مالکیت د رسمیت پېژندلو په موخه په ۱۲۰۰ زکال کې د لي ګولېټ هوکړې (treaty of Le Goulet) په ترڅ کې له هغه سره توافق ته ورسېد.[2]
کله چې په ۱۲۰۲ زکال کې په فرانسه کې بیاځلي جګړه پیل شوه، جان لومړنیو بریاوو ته لاسرسی وموند، خو د پوځي منابعو کموالی او همدارنګه له نورمن، بریټون او آنژو اشرافو سره د هغه د چلن څرنګوالی په ۱۲۰۴ زکال کې په شمالي فرانسه کې د هغه د سترواکۍ د پاشل کېدو لامل وګرځېد. هغه د راتلونکې لسیزې ډېره برخه د دغو قلمرونو په بېرته نیولو، د لوړو عایداتو د ترلاسه کولو په هڅو، د خپلو وسله والو ځواکونو په اصلاح او همدارنګه د قاره یي اتحاد په بېرته رامنځته کولو تېر کړه. د نوموړي قضايي اصلاحاتو د انګلستان د عمومي حقوقو پر سیسټم تل پاتې اغېز درلود او همدارنګه یې د اضافي عوایدو سرچینه جوړه کړه. له پاپ دریم اینوسنتس سره د هغه شخړه په ۱۲۰۹ زکال کې د نوموړي د کافر ګڼل کېدو لامل وګرځېده؛ هغه اختلاف چې بالاخره یې په ۱۲۱۳ زکال کې حل کړ. په ۱۲۱۴ زکال کې د فیلیپ د ماتولو په موخه د جان هڅې په بووین جګړه کې د فرانسې پر وړاندې د جان د متحدینو د ماتې له امله ناکامې شوې. هغه مهال چې جان انګلستان ته راوګرځېد، د ډیری هغو بارونانو له پاڅون سره مخ شو چې د نوموړي له مالي سیاستونو او همدارنګه د انګلستان د پیاوړو اشرافو سره د چلن د څرنګوالي له امله ترې ناخوښه و. په داسې حال کې چې جان او بارونانو په ۱۲۱۵ زکال کې د ستر منشور د سولې په هوکړې توافق وکړ، خو هېڅ یوه اړخ هم د هغو شرایط مراعات نه کړل. کورنۍ جګړه د فرانسې د اتم لویي په مرسته د بارونانو سره پیل شوه. جګړه ډېر ژر بن بست ته ورسېده. جان د ۱۲۱۶ زکال په وروستیو کې د انګلستان په ختیځ کې د ټاکنیزو سیالیو پر مهال د خوني اسهال له امله ومړ. د هغه د زوی دریم هنري ملاتړي راتلونکی کال پر لویي او یاغي بارونانو بریالی شول.
معاصر وقایع لیکونکی تر ډېره پوره د پاچا په توګه د جان په کړنو نیوکې کوي او د هغه د سلطنت دوره له شپاړلسمې پېړۍ راهیسې د تاریخ لیکونکو د بحث او بیاکتنې موضوع ګرځېدلې. تاریخ لیکونکي جیم برابري د جان د مثبتو چارو اړوند اوسنی تاریخي لیدلوری را لنډ کړی او څرګندوي چې نن ورځ جان «د هڅاند مدیر، پیاوړي کس او پیاوړي جنرال» په توګه په پام کې نیول کېږي. له دې سره معاصر تاریخ لیکونکي په دې یوه خوله دي چې هغه د پاچا په توګه ډېرې نیمګړتیاوې لرلې، هماغه ډول چې تاریخ لیکونکی رالف ټرنر یې د هغه «د ناسمو او خطرناکو شخصیتي» ځانګړنو په توګه توصیف کوي لکه ماشومانه خویونه، کینه لرل او ظلم کول. دغو منفي مواردو د ویکټوریا د دورې د کیسه لیکونکو لپاره پراخ مطالب برابر کړي چې له امله یې جان د لویدیځ په عامه کلتور کې تکرار کېدونی شخصیت پاتی شوی؛ تر ډېره پورې د رابین هوډ په افسانو کې چې هغو ته په اړوندو فلمونو کې د شرور کس په توګه انځور کېږي. [3][4]