د آنژو پاچا لومړی شارل
From Wikipedia, the free encyclopedia
لومړی شارل (زوکړه: د ۱۲۲۶/۱۲۲۷ زکال پیل – مړینه: د ۱۲۸۵ زکال د جنوري ۷ مه) چې په معمول ډول د آنژو یا د ناپل په شارل پېژندل کېږي د کاپیتین سلطنتي لړی غړی او د انژو د دویمې کورنۍ بنسټ اېښودونکی و. نوموړی د روم په سپېڅلۍ سترواکۍ کې له ۱۲۴۶ زکال څخه تر ۱۲۸۵ زکال پورې د پروونس او د فورکالکویر کنټ (۱۲۴۶- ۱۲۴۸؛ بیاځلي ۱۲۵۶-۱۲۸۵ زکال) او له ۱۲۴۶ زکال څخه تر ۱۲۸۵ زکال پورې د فرانسې د آنژو او مین کنټ و. سربېره پر دې نوموړی د سیسیل پاچا (۱۲۶۶-۱۲۸۵ زکال) او د آخائیا شهزاده (۱۲۷۸-۱۲۸۵ زکال) و. په ۱۲۷۲ زکال کې نوموړی د البانیا د پاچا په توګه معرفي شو او په ۱۲۷۷ زکال کې یې د اورشیلم یا د بیت المقدس د پاچاهي ادعا هم وکړه.
د آنژو پاچا لومړی شارل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۲۱ مارچ ۱۲۲۶ او ۱۲۲۶ پاريس |
مړینه | 7 جنوري 1285 (59 کاله) او 7 جنوري کال 1285 (58–59 کاله) |
تابعیت | فرانسه |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
سمول |
شارل د فرانسې د اتم لویي او بلانش کاستیلي کشری زوی و چې د ۱۲۴۰مې لسیزې تر لومړیو پورې په کلیسایي چارو بوخت و. د پروونس او فورکالکویر له وارثې، بئاتریس سره له واده کولو وروسته ورته دغه ښارونه (پروونس او فورکالکویر) په لاس ورغلل. په دغه ښارونو کې د مرکزي واکمنۍ رامنځته کولو په موخه د هغه هڅې لامل وګرځېدې څو له خپلې خواښې، بئاتریس ساوي او نورو اشرافو سره مخالف شي. شارل آنژو او مین له خپل ورور، د فرانسې له نهم لویي څخه په اپاناژ بڼه (د پاچاهۍ له میراث څخه بې برخې د واکمن زوی ته د یو شمېر املاکو سپارلو چارې ته وايي) ترلاسه کړل. نوموړي د اوومې صلیبي جګړې پر مهال مصر ته په سفر کې د لویي ملتیا وکړه. په ۱۲۵۰ زکال کې پروونس ته له راګرځېدو لږ وروسته شارل درې بډایه خودمختاره ښارونه – مارسي، آرل او اوینیون – اړ کړل څو د هغه واکمني ومني.
شارل په ۱۲۵۳ زکال کې د فلاندر او هاینو له کونټیس دویمې مارګاریت څخه د هغې د مشر زوی جان پر وړاندې د هاینو سیمې په بدل کې ملاټړ وکړ. دوه کاله وروسته نهم لویي هغه اړ کړ څو له دغې سیمې تېر شي او مارګاریت هم د هغو په بدل کې ورته ۱۶۰ زره مارکه ورکړل. شارل د پروانسلي یاغي اشرافیان او ښارونه ځانته تسلیمۍ ته اړ کړل او په دې سره یې د آرل په پادشاهۍ کې په لسګونو ښارونو او اربابانو ته په اړوندو قلمرونو خپله واکمني رامنځته کړه. په ۱۲۶۳ زکال کې نوموړي له څو کلنو مذاکراتو وروسته له شټاوفنانو څخه د سیسیل د پاچاهۍ د نیولو اړوند د کاتولیک کلیسا (واټیکان) وړاندیز ومانه. په دغه پاچاهۍ کې د سیسیل له ټاپو سربېره د ناپل تر شماله سویلي ایټاليا شاملېده چې د ریجنو په نوم پېژندل کېده. پاپ څلورم اوربان د سیسیل له مانفرد سره د صلیبي جګړې اعلان وکړ او له شارل سره یې مرسته وکړه د خپلو نظامي چارو لپاره مالي امکانات برابر کړي.
شارل د ۱۲۶۶ زکال د جنوري په ۵ مه د روم پاچا وټاکل شو. نوموړي د مانفرد پوځ له منځه یووړ او ریجنو یې تر ډېره پورې له مقاومت پرته ونیو. د ۱۲۶۸ زکال پر مهال په تاګلیاکوزو جګړه کې د مانفرد پر ځوان وراره کنرادین باندې له بریا وروسته د هغه حکومت لا پیاوړی شو. په ۱۲۷۰ زکال کې نوموړي د نهم لویي له خوا په تنظیم شوې اتمه صلیبي جګړه کې ونډه واخیسته او د تونس حفصي خلیفه یې اړ کړ څو په کلني ډول هغه ته باج ورکړي. د شارل دغو بریاو د پاپ د ایټالوي پارتیزانانو (په ګوئلف مشهور و) ترمنځ د هغه بې ستونزې رهبري تضمین کړه، خو په پاپي ټاکنو کې د هغه اغېز او په ایټالیا کې یې پیاوړی پوځي واک د پاپانو د ناخوښی لامل وګرځېد. هغوی هڅه وکړه چې د هغه واک غوښتنه نورو خواو ته هدایت کړي له همدې امله یې مرسته ورسره وکړه څو د هوکړو له مخې د اخائیا، اورشلیم او آرل د واکمنۍ ادعا وکړي. په ۱۲۸۱ زکال کې څلورم پاپ مارتین، شارل ته اجازه ورکړه څو د بیزانس سترواکۍ پر وړاندې صلیبي جګړه پیل کړي. د شارل بېړۍ په مسینا کې راغونډې شوې څو خپل عملیات پیل کړي، خو د ۱۲۸۲ زکال د مارچ په ۳۰ مه نېټه د سیسیل د ماښامني په نامه پاڅون پیل شو او په سیسیل ټاپو کې یې د شارل واکمنۍ ته پای ټکی کېښود. هغه د فرانسې او واټیکان پر مرسته کولای شو څو له خپلو اصلي سیمو (یا د ناپل له پاچاهۍ) دفاع وکړي. شارل په سیسیل باندې د برید کولو لپاره د چمتووالي نیولو پر مهال ومړ.