دځنګلونوتنظيم
From Wikipedia, the free encyclopedia
ځنګل یا (FOREST) دډېرواومختلفونباتاتودګروپونوديوځاې کېدو څخه تشکيل شوی دی.ددغه نباتاتودګروپونواوټولګېوموجوديت په ځنګل کې په ناڅاپي ډول منځ ته نه دی راغلی بلکه په دوامداره توګه په يو بل پسې دراتګ اواوږدوسيالېونتيجه ده چې يوځنګل ترې جوړشوی دی.په همدې توګه يوه ځمکه هغه وخت اصلاح کيږي چېرته چې نباتات زياتېږي.که چېرته مونږدهغه ځنګلونوتاريخي بهيرته وګورو،کوم چې زمونږپه لاس کې ووهغه ديوکال نه بل کال ته په ثابت ډول ساتل شوي دي.دځنګلونوغلطه اداره اوتنظيم کولاې شي چې دځنګلونوپه معياراوارزښت کې کمی راولي.همدارنګه داخبره دټولولپاره ضروري ده چې ځنګلونوپه ساتلواوروزلوکې ديومديراومنېجرپه حېث برخه واخلو. هېڅ دوه ځنګلونه يوشان نه وي،بلکې يوشان نوعې په دغه ځنګل کې په مختلفوځايونوکې مختلف فعاليتونه ترسره کوي نودځنګلونوتنظيم په لاندې ډول پېژندلی شو!