From Wikipedia, the free encyclopedia
Lua error in Module:Wikidata2/monolingualtext at line 4: assign to undeclared variable 'fetchName'.
دوولسم پاپ پیوس | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | اېټاليا (۱۸ جون ۱۹۴۶–۹ اکتوبر ۱۹۵۸)
د اېټاليا سلطنت (۲ مارچ ۱۸۷۶–۱۸ جون ۱۹۴۶) |
دين | |
واک | |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه | اېټاليايي ژبه ، جرمني ژبه ، لاتيني ژبه [۱]، انګرېزي ژبه [۲]، پرتګالي ژبه [۳]، اسپانيايي ژبه [۴] |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
دوولسم پاپ پیوس (په ایټالوي: Pio XII)، د زیږېدنې د وخت نوم ایوجنیو مېریا جیوسپي جیوواني پاسېلي (ایټالوي تلفظ: [euˈdʒɛːnjo maˈriːa dʒuˈzɛppe dʒoˈvanni paˈtʃɛlli]؛ زوکړه د ۱۸۷۶ز کال د مارچ ۲ مه نېټه— مړینه د ۱۹۵۸ز کال د اکتوبر ۹ مه نېټه)، د ۱۹۳۹ز کال د مارچ له ۲ مې نېټې څخه په ۱۹۵۸ز کال کې تر مرګه پورې د کاتولیک کلیسا مشر او د واټیکان ښار ټولواک و. د پاپ اعظم په مقام تر ګومارل کېدو مخکې یې، د ځانګړو کلیسایي چارو د وزارت د وزیر، د المان سفیر پاپ او د واټیکان د کاردینال وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې، چې د یاد مقام د ماموریت په وخت کې یې د اروپایي او لاتیني امریکا ملتونو سره د تړونونو کولو لپاره کار وکړ، لکه د المان سترواکۍ سره د رایچسکانکورډاټ (Reichskonkordat) تړون. [۵]
په داسې حال کې چې واټیکان د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې بې طرفه و، رایچسکانکورډاټ او د هغه د کاتولیک کلیسا مشري، د عمومي سکوت د ادعاوو او د یهودیانو د برخلیک په اړه د بې پروایۍ په خاطر د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بحث او مناقشې موضوع پاتې شوه. پیوس د جګړې په بهیر کې د نازیانو لخوا د قرباني شوو سره د مرستې لپاره له دیپلوماسۍ کار واخیست او د یهودیانو او نورو سره د محتاطانه مرستې لپاره یې د کلیسا د اداره کولو له لارې، د سلهاوو زرو انسانانو ژوند وژغورلو. پیوس د المان د مقاومت سره اړیکې برقراره وساتلې او د متحدینو سره یې اطلاعات شریکول. سربېره پر دې، متحدو ځواکونو د هغه د ټولوژنې عمومي غندنه ناکافي وبلله، دا په داسې حال کې وه چې نازیانو هغه د متحدینو ملاتړی ګڼه، چې دې امر د هغه د واټیکان د بې طرفۍ پالیسي رسوا کړه. له جګړې وروسته، هغه د محور [متفقینو] او محور-پیروه ملتونو په باره کې د نرمۍ د سیاست په ګډون، د سولې او روغې جوړې ملاتړ وکړ.[سرچینې ته اړتیا لري] [۶][۷][۸][۹]
نوموړي د خپل پادریتوب په دوره کې د کمونېزم خلاف یو فرمان صادر کړ، په دې فرمان کې پیوس هغه کاتولیکان چې په کمونیستي نظریه یې عقیده درلوده له مسیحیت وتلي او مرتد (apostates ) بللي وو. په ختیځ بلاک کې کاتولیک کلیسا شدید ازار او اذیت او کاتولیک روحانیونو ډله ییز تبعید تجربه کړ. هغه په خپل مسیحي اساسي قانون (Munificentissimus Deus.) کې د مریم د عروج د مسیحي عقیدې په استناد په څرګند ډول د خپل پادریتوب د عصمت دعوه کړې وه. د ټیټې درجې پادریانو ته د هغه ۴۱ لیکونه د مایسټیسي کارپوریس (Mystici corporis)، چې موضوع یې د کلیسا او مسیحیانو اړیکه وه؛ میډیاټور دي (Mediator Dei)، د عباداتو د اصلاح په اړه او هیومیني جینسریسي (Humani generis) چې نوموړي په کې د الهیاتو متخصصینو ته لارښوونه کړې وه، دا چې انساني جسم ښایي له ابتدایي بڼې څخه اوسنۍ هغې ته تکامل کړی وي روا وګڼي او د پادریانو د ښوونو سره توافق وکړي، شاملوي. هغه په ۱۹۴۶ز کال کې د کاردینالانو د کالج (د لوړ رتبه کاتولیک مقاماتو شورا چې پاپ ته مشوره ورکوي او د هغه ځای ناستی انتخابوي) څخه ایټالوي اکثریت حذف کړ. [۱۰]
په ۱۹۵۸ز کال کې د پاپ پیوس تر مرګ وروسته، دیارلسم جان د هغه ځایناستی شو. د ۱۹۵۶ز کال د نومبر په ۱۸ مه نېټه، د واټیکان د دویمې شورا د وروستۍ غونډې د تقدیس کولو په بهیر، د شپږم پاول لخوا د پاکانو په ډله کې د هغه شمېرل کېدلو دلیل اعلان کړ. نوموړی په ۱۹۹۰ز کال کې د دویم جان پاول لخوا د خدای بنده (په انګلیسي: Servant of God، په کاتولیک کلیسا کې، یو لقب دی چې خدای ج ته د یو فرد د ډېر نږدې والي د تعریف کولو لپاره هغه ته ورکول کېږي) لقب ورکړل شو او د ۲۰۰۹ز کال د ډسمبر په ۱۹ نېټه شپاړسم بنډیټ د پاپ پیوس په سپېڅلتیا (Venerable ) اعتراف وکړ.[۱۱]
ایوجنیو مېریا جیوسپي جیوواني پاسېلي د روم په یوې افراطي کاتولیک تقوا لرونکې کورنۍ کې چې د پادريتوب سره یې د اړیکو مخینه درلوده ("بلک نوبېلیټي" [د رومي اشرافو کورنۍ دي])، د لینټ (د مسحیانو روژه) په دویمه ورځ، د ۱۸۷۶ز کال د مارچ په ۲ مه نېټه نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د فیلیپو پاسېلي (زوکړه ۱۸۳۷ز کال — مړینه ۱۹۱۶ز کال) او ویرجینیا (کورنی نوم یې ګریزیوسي و) (زوکړه ۱۸۴۴ز کال — مړینه ۱۹۲۰ز کال) زوی و. د هغه نیکه مېرکانټونیو پاسېلي د پادریانو د مالیې مرستیال وزیر و او بیا د نهم پاپ پیوس د پادريتوب په دوره کې له ۱۸۵۱ز کال څخه تر ۱۸۷۰ز کال پورې د کورنیو چارو وزیر پاتې شوی و او په ۱۸۶۱ز کال کې یې د واټیکان ورځپاڼې ایل'اوزیرویټور په تاسیسولو کې مرسته وکړه. د هغه د کاکا زوی ایرنسټو پاسېلي د دیارلسم پاپ لیو د مالي چارو کلیدي مشاور و؛ د هغه پلار، د مقدس فرانسیس د راهبانو د فرقې غړی، فیلیپو پاسېلي د رومي کاتولیک محکمې رییس و او د هغه ورور فرانسیسکو پاسېلي کاتولیک مذهبي وکیل او د یوولسم پاپ پیوس حقوقي مشاور و، چې په دې رول کې هغه په ۱۹۲۹ز کال کې د بینیتو موسولیني سره د لېټرن تړون مذاکرات وکړل چې د روم لانجې ته یې د پای ټکی کېښود.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
هغه د خپل ورور او خویندو جیوسفیانا او الیزابیتا سره یوځای د روم د مرکز په پېریون سیمه کې رالوی شو. وروسته له هغې چې کورنۍ یې په ۱۸۸۰ز کال کې ویا ویترینا ته وکوچېدله، هغه د پیازا فیامیتا د ډایوین پروینس د فرانسوي خویندو په صومعه کې ښوونځی پیل کړ. د نوموړي کورنۍ په چیسا نوا کلیسا کې عبادت کاوه. ایوجینیو او نورو ماشومانو په یاده کلیسا کې د لومړني رباني ماخوستن مراسم پرځای کړل او ایوجنیو له ۱۸۸۶ز کال څخه په یاده کلیسا کې د خادم په توګه کار کاوه. په ۱۸۸۶ز کال کې پیازا وینزیا ته نږدې، د پروفیسور جیوسیپ مېرچي په خصوصي ښوونځي کې داخل شو. په ۱۹۸۱ز کال کې د پاسېلي پلار، ایوجنیو، د لیسو اینیو کویرینو ویسکونټي انسټیټیوټ (Liceo Ennio Quirino Visconti Institute) ته، دا یو دولتي ښوونځی و، چې د روم د پریمیر جیسوایټ پوهنتون په کالیجیو رومانو کې یې موقعیت درلود، ولېږه. [۱۶]
په ۱۸۹۴ز کال کې د ۱۸ کلنۍ په عمر کې پاسېلي د روم په لرغونې دیني مدرسه، المو کالیجیو کاپرانیکا کې د الهیاتو زده کړې پیل کړې او د هم هغه کال به نومبر میاشت کې یې د فلسفې د زده کړې لپاره په جیسوایټ پونټیفیکل جورجین پوهنتون کې او د الهیاتو د زده کړې لپاره په پونټیفیکل اتینایوم ایس. اپولینېر کې نوم لیکنه وکړه. هغه همدارنګه د عصري ژبو او تاریخ د زده کړې لپاره د لاسپینزا په سټیټ پوهنتون کې نوم لیکنه کړې وه. په هر حال، د لومړي علمي کال په پای کې، د ۱۸۹۵ز کال په دوبي کې هغه کاپرانیکا او ګریګورین پوهنتون دواړه پرېښودل. د نوموړي د خور الیزابېتا په وینا دلیل یې د کاپرېنکا خواړه وو. د یو ځانګړي معافیت تر لاسه کولو وروسته، هغه خپلو زده کړو ته له کوره ادامه ورکړه او د یو خارجي زده کوونکي په توګه یې ډېرې دیني زده کړې له کوره حاصلې کړې. هغه په ۱۸۹۹ز کال کې په روحاني الهیاتو کې د یو لنډ تیزس او په لاتیني ژبه کې تقریري ازموینې په بنسټ د دوکتورا له سند سره، خپلې زده کړې بشپړې کړې. [۱۷][۱۸][۱۹]
په داسې حال کې چې له روم څخه د پادري مقام ته ټول نوماندان د سینټ جان لاټران په کلیسا کې ټاکل کېدل، پاسېلي، د ۱۸۹۹ز کال د اپرېل په دویمه نېټه د عیسویانو د اختر-یکشنبې په ورځ، په یوازې توګه د روم د مرستیال ایمګر پاولو کاسیټا د یو کورني ملګري په کوچنۍ شخصي کلیسا کې پادري وټاکل شو. له تقرر لږ وروسته یې په سینټ'اپولینایر کې د کلیسایي قانون په برخه کې فوق لیسانس زده کړې پیل کړې. هغه خپل لومړی ماموریت په چیسا نووا کلیسا کې د کشیش د مرستیال په توګه ترسره کړ. په ۱۹۰۱ز کال کې د واټیکان د بهرنیو چارو وزارت یو فرعي دفتر، د ځانګړو کلیسایي چارو ډلې ته داخل شو.[۲۰][۲۱][۲۲]
د بهرنیو چارو وزیر وروستي مرستیال پیټرو ګاسپاري، پاسېلي ته "په ټوله اروپا کې د سیکولرېزم او لېبرالېزم د هجوم په وړاندې له کلیسا څخه د دفاع د اړتیا" د روښانولو په ترڅ کې د "واټیکان د بهرنیو چارو وزارت معادل" مقام په وړاندیز تاکید کړی و. پاسېلي د ګاسپاري په شعبه کې کار زده کونکی شاګرد " apprendist" شو. د یو رسمي راپور له مخې، نوموړی همدارنګه د ۱۹۰۱ز کال په جنوري کې په خپله د دیارلسم پاپ لیو لخوا، د واټیکان په استازولۍ د برتانیې د پادشاه اووم ایډوارډ ته ملکې وکتوریا د تسلیت ویلو لپاره انتخاب شو. [۲۳][۲۴]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.