![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/3/32/National-Debt-Gillray.jpeg/640px-National-Debt-Gillray.jpeg&w=640&q=50)
دولتي پور
From Wikipedia, the free encyclopedia
د يو هېواد ناخالص دولتي پور چې دولتي يا واکمن پور هم ورته وايي، د دولتي سکتور مالي مکلفيتونه دي. په دولتي پور کې د وخت په تېرېدلو سره بدلونونه د تيرو دولتي کسراتو له امله په بنسټيز ډول پور اخېستل منعکس کوي. کسر هغه وخت پېښېږي، چې د يو دولت لګښتونه له عايداتو څخه زيات شي. دولتي پور ښايي د کورنيو يا باندنيو اوسېدونکو پور وي. که چېرې د باندنيو اوسېدونکو پور وي، نو د پور کچه د هېواد په باندني بور کې رانغاړل کېږي. [2][3][4][5][6]
عمومي معلومات | |
---|---|
ځانګړې وېشنيزه |
برخه د |
---|
په ۲۰۲۰ ز کال کې په نړيواله کچه د دولتي پور ارزښت ۸۷،۴ تريليون ډالر يا د ناخالص کورني توليد “GDP” د يوې ونډې په توګه اندازه شوې ٪۹۹ و. دولتي پور د ټول پور (چې د شرکت او کورنۍ دواړه پورونه رانغاړي) نږدې ۴۰ سلنه جوړوي، چې دا له ۱۹۶۰ ز لسيزې راهيسې تر ټولو لوړه ونډه ده. له ۲۰۰۷ ز کال راهيسې په دولتي پور کې لوړوالی د ۲۰۰۷-۲۰۰۸ ز کال نړيوال مالي کړکېچ او د کويډ ۱۹ وبا له امله دی. [7]
د پور ورکولو په موخه د حکومت وړتيا د دولت جوړښت او د دولت جوړولو پر وړاندې مرکزي ونډه لري. دولتي پور د ديموکراسۍ په لوړوالي، خصوصي مالي بازارونو او معاصرې اقتصادي ودې پورې تړاو لري. [8][9]