درېیم فریدریک، جرمنی سترواک
From Wikipedia, the free encyclopedia
درېیم فریدریک (په جرمني کې: فریدریش ویلهلم نیکولاس کارل ۱۸ اکتوبر ۱۸۳۱- ۱۵ جون ۱۸۸۸ زکال) یا درېیم فریدریش د ۱۸۸۸ زکال له مارچ میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې د درېیو سترواکانو په کال کې د ۹۹ ورځو لپاره د جرمني سترواک او د پروس پاچا و. په غیر رسمي ډول په «فرتز» هم پېژندل کېده، هغه د سترواک لومړي ویلهلم یوازنی زوی و چې د خپلې کورنۍ د رواج له مخې په پوځي خدمت کې را لوی شو. په داسې حال کې چې د ځوانۍ پر مهال د دویم شلزویګ، اطریش – پروس او فرانسې – پروس په جګړو د هغه د رهبرۍ او بریاوو ستاینه کېدله، خو له دې سره یې له جګړې کرکه لرله او دوستانو او دښمنانو یې د هغه د انساني چلن ستاینه کوله. په ۱۸۷۱ زکال کې د جرمني له یوموټي کېدو وروسته د هغه پلار د پروس پاچا او د جرمني سترواک شو. د ۱۸۸۸ زکال د مارچ په نهمه نیټه د ۹۹ کلونو په عمر د ویلهلم له مړ کېدو وروسته د پاچهۍ تاج فریدریک ته ورسېد چې د ۱۷ کلونو لپاره د جرمني او د ۲۷ کلونو لپاره د پروس ولیعهد پاتې شوی و. فریدریک د مرۍ له سرطان نه رنځېده او د ۵۶ کلنۍ په عمر د دغې ناروغۍ د ناکامې طبي درملنې له امله مړ شو. [1][2][3]
درېیم فریدریک، جرمنی سترواک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | کومييز سرطان |
تابعیت | جرمن سترواکي |
ښځه | |
اولاد | |
پلار | لومړی ویلیام، جرمنی سترواک |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د فرانسې او پروس جګړه |
لاسليک | |
سمول |
فریدریک له سلطنتي شهزادګۍ ویکتوریا سره چې د بریتانیا د ملکې ویکټوریا مشره لور وه واده وکړ. دغه جوړه ډېره ښه له یوبل سره برابره وه، د هغوی مشترکه لیبرال آیډیا د دې لامل وګرځېده څو په دولت کې عادي وګړو ته د ځای ورکولو په لټه کې واوسي. فریدریک په دې سربېره چې په یوه محافظه کاره پوځي کورنۍ کې را لوی شوی و، خو له بریتانیا سره د اړیکو او په بن پوهنتون کې د زده کړو له امله یې لیبرال باورونه پیدا کړي و. د ولیعهد په توګه، هغه به ډېری مهال د محافظه کاره جرمني لومړي وزیر اوټو فون بسمارک مخالفت کاوه، په ځانګړې توګه هغه به په خپلو ویناوو کې د بسمارک د هغې پالیسۍ سره چې غوښتل یې په زور سره جرمني یو موټی کړي، مخالفت کاوه او د لومړي وزیر د واکونو په راکمولو باندې به یې تل ټینګار کاوه. په آلمان او بریتانیا دواړو کې لیبرالانو تمه لرله چې د سترواک په توګه به فریدریک جرمني سترواکي لیبرال کړي. [4]
فریدریک او ویکتوریا دواړه د ملکې ویکټوریا د مېړه شهزاده البرت ستایونکي وو. دوی هوډ درلود چې د البرت او ملکې ویکټوریا په توګه په ګډه پاچهي وکړي او هغه چارې چې بسمارک د خپل ځان په ګټه په اجرائیه قوه کې ترسره کړې وې، اصلاح کړي. د لومړي وزیر دفتر سترواک ته ځواب ویونکی و، چې د بریتانیا د کابینې په سبک رایشتاګ ته مسئول وزیران به په کې شاملېدل. دولتي پالیسۍ د کابینې د اجماع پر بنسټ وې. فریدریک په مبتکرانه ډول د سترواکۍ اساسي قانون د یو جنجال په توګه توصیف کړ. د مایکل بالفور په خبره:
ولیعهد او شهزادګۍ دواړو د یوه پرمختګ غوښتونګي ګوند لیدلوری درلود او بسمارک هم له دې وېرې چې زوړ سترواک به مړ شي – هغه مهال هغه د خپل ژوند په اویایمه لسیزه کې و – او هغه به له یو مترقي مشر وغواړي، لومړی وزیر شي. هغه د نفوذ له ځایګي څخه د ولیعهد د لرې ساتلو او همدارنګه د هغه پر وړاندې د کرکې رامنځته کولو په موخه له هر ډول لارو چارو کار واخیست، څو د دغه ډول بدلون مخه ونیسي. [5]
په ورته مهال د فریدریک ناروغي د دې لامل وګرځېده چې ونه شي کولای، دغې موخې ته د رسېدو لپاره اغېزمن سیاستونه او لارې چارې په کار واچوي. هغه چارې چې ده کولای شوې وروسته د هغه د زوی او ځای ناستي دویم ویلهلم له خوا پرېښول شوې. د فریدریک د مړینې مهال او د هغه د واکمنۍ مهال د تاریخ پوهانو ترمنځ یو له مهمو موضوعاتو څخه دی. د هغه ژر مړینه د آلمان په تاریخ کې د عطف نقطه بلل کېږي، همدارنګه دا چې که هغه ډېر ژوندی پاتې شوی وای، آیا هغه به دغه سترواکۍ نوره لیبرال کړې وای او که نه، هغه موضوع ده چې تر اوسه د تاریخ پوهانو ترمنځ د بحث موضوع جوړوي. [5]