![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/8/8d/EnglishCoronationRegalia2.jpg/640px-EnglishCoronationRegalia2.jpg&w=640&q=50)
دبرتانیا د سلطنتي تاج جواهرات
From Wikipedia, the free encyclopedia
د برتانیا سلطنتې تاج جواهرات چې په پیل کې د انګلستان د تاج جواهرات بلل کېدل د سلطنت تشریفاتي توکې دي چې د لندن په برج کې ساتل کیږې او په هغو کې د تاج ايښودنې نښانونه اوهغه رسمي کالي شامل دي چې د پاچایانو له خوا اغوستل کیږي.
دبرتانیا د سلطنتي تاج جواهرات | |
---|---|
د شخص معلومات | |
عملي ژوند | |
سمول ![]() |
د تاج ايښودنې نښانونه په اروپا کې د سلطنت ۸۰۰ کلنو کاریدونکو نښویواځينۍ او په نړۍ کې د سلطنتي نښانونو خورا تاریخي او بشپړه ټولګه ده. هغه توکي چې د انګلستان د پاچایانو د تاج ايښودنې لپاره کارول او پانګونه کیږې د هغوی رول په متفاوت ډول د برتانیا د دولت او څو همګټو هیوادونو ، د انګلستان د کلیسا او دانګلستان د وسله والو ځواکونو د مشر په توګه ښيي. دا توکي د انګلستان، سکاتلند، ویلز او شمالي آیرلند نسبي شیان اود ویاړ ملي نښانونه ښیي. [1][2]
په انګلستان کې د نښانونو کارول ترهغه مهال پورې رسيږي چې انګلستان په منځنیو پېړیو کې عیسویت ته واوښټ. د تاج ايښودنې د نښانونو یوه تلپاتې ټولکه چې یووخت یې په ادوارد ( دانګلوساکسون د سلسلې يو پاچا و) پورې اړه درلوده هغه وخت جوړه شوه چې هغه په دولسمه پېړۍ کې یوپیریا د برخې څښتن جوړشو. دا سپېڅلي آثار او د نښانونو يوه بله تولګه چې د مذهبې میلمستیاوو او د پارلمان د دولتي پرانېستلو په مهال د ویستمینستر په کلیسا کې چې له ۱۰۶۶ ز کال څخه را په دې خوا د تاج ايښودنې ځای وه ساتل کیده. په ټولیزه توګه دا توکې د تاج د جواهرو په نامه وپېژندل شول. ددې ټولګې د ډېریو توکو لرغونتوب تر ۳۵۰ کلونو پورې چې دویم چارلس پکې تخت ته ورسیده اړوندیږي. د منځنیو پېړیو او تدورTudor( په انګلستان کې یوه سلطنتي دوره وه) نښانونه انکلستان د کورنۍ جګړې په مهال په ۱۶۴۹ ز کال کې یا ويلې کړل شوی او یا پلورل شوي دي. له پخوانۍ دورې څخه یواځې څلور اصلي شیان پاتې دي: تر ۱۲ پېړۍ پورې اړونده دغوړولو یوه کاچوغه ( خورا زوړ توکی) او درې دانې پخوانۍ تورې چې په ۱۷ پېړۍ پورې اړونده وې. دا نښانونه د برتانوي پاچایانو له خوا تر ۱۷۰۷ زکال پورې چې د برتانیا او سکاتلند سلطنتونه سر یوشول کارول کېدل.
سلطنتي نښانونه ۲۳۵۷۸ قیمتي ډبرې لري، د دې نښانونو په منځ کې د کلینان یو Cullinan I په نامه یو الماس دی چې ۵۳۰ قیراطه ( ۱۰۶ ګرامه) وزن لري په نړۍ کې خورا لوي پرې شوی الماس دي چې د پاچا په لکړه باندې نښلول شوی دي. دا له نایابه زيږه غمې ډوله الماس څخه پرې شوی دی او دهغه نوم د کلینان څخه ( چې افریقا کې یو ځای دی) اخیستل شوی دی. دا الماس په ۱۹۰۵ ز کال کې په جنوبي افریقا کې کشف شو او وروسته اوم ادوارد Edward VII ته وړاندې شو. د سترواکۍ په تاج باندې کلینان دوه Cullinan II ، د ستوارت یاقوت، سنټ ادوارد یاقوت او د تور شهزاده یاقوت Black Prince's Ruby چې په سره رنګ د لوی کرستل په بڼه ده. د کوه نور الماس ۱۰۵چې قیراطه یا ۲۱ ګرامه وزن لري د ملکې ویکتوریا له خوا له هند څخه راوړل شواو د درې ملکو د تاجونو په سینګارونه کې ترې کار واخیستل شو.. یو کم شمېر تاریخي توکي چې د لندن په برج کې دي یا خالي دي یا په ښيښه یی او کریستلي بڼه دي.
په یوه تاج ايښودنه کې په پاچا چې اوږدې جامې یې اغوستې وې او زیورات ورپورې وي یوډول سپېڅلي غوړي شیندل کیږي. دا غوړي له یوه ګرد غاب څخه کاچوغې ته توییږي او بیا په پاچا شیندل کیږي او د پاچا په سر د سېنټ ادوارد تاج ايښودل کیږي. له دې وروسته دا تاج د سترواکۍ ددولت له یوه بل سپک تاج سره چې معمولا د دولتي پارلمان په پرانستلو کې اغوستل کیږي تبدیلږي. د پاچایانو مېرمنې هم په هوارو نښانونو مزېنې وي . له ۱۸۳۱ زکال د هرې ملکې لپاره یو ځانګړی تاج جوړ شوی دی. هغه څه چې د سلطنتي جواهراتو په څېر یې درناوی کیږي هغه دولتي تورې، ترومپتونه، تشریفاتي لکړې، د کلیسا غاب، تاریخي نښانونه، د مېلمستیا غاب اود شاهی تعمید حوضونه دي. دا توکي د شاهي ټولګې برخه ده او د سلطنت په بنسټ پورې اړونده ده چې له یو پاچا بل پاچا ته پاتې کیږي. کله چې دا توکې نه کارول کیږي، دا جواهر د جواهراتو په کور او د مارتین په برج کې نندارې ته ايښودل کیږي چې هلته هر کال دوه نیم میلیونه خلک له هغو ليدنه کوي.