From Wikipedia, the free encyclopedia
خوان بوتیستا البردي (د ۱۸۱۰ ز کال د اګسټ ۲۹ – د ۱۸۸۴ ز کال د جون ۱۹) یو ارجنټایني سیاسي نظر وړاندې کوونکی او ډیپلومات ؤ. که څه هم د خپل ژوند زیاتره برخه یې د یوروګوای په مونته ویډو کې او چیلي کې په جلاوطنۍ کې تېره کړه، خو هغه د ارجنټاین د ۱۸۵۳ز کال د اساسي قانون پر محتوياتو کې اغېزمنه څېره وه.
خوان بوتیستا البردي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | ارجنټاین |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [1]، وټپوهنه [1]، ديپلوماسي [1]، خبريالي [1]، ټنګټکور [1] |
مؤثر | فریدریک باستیا [2]، الېکسي دو توکوېل [2]، بنیامین کانسټنټ [3]، روجر بيکن [2]، جان لاک [2]، جرمي بینتام [2]، ادم سمېت [2] |
لاسليک | |
سمول |
البردي، په ورته وخت کې د اساسي قانون د خپلو لیبرال او فدرالي نظرونو پربنسټ هڅه وکړه چې متضادې ټولنیزې ګټې راپورته کړي او د ولسي سیاسي مرکزيت او د ولایتي اداري غیرمرکزیت تر منځ توازن رامنځ ته کړي: دې ته په پام سره دواړه حل لارو به د واحد ملت د اصلي جوړښت په پیاوړتیا او پراختیا کې مرسته وکړي. [4]
خوان بوتیستا البردي د ۱۸۱۰ ز کال د اګست په ۲۹ نېټه د ارجنټاین د توکومان د ولایت په مرکز سان میګویل دوتوکومان کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. پلار یې، سلواډور البردي د هسپانوی باسک (لنډې ښځینه لمنې) سوداګر ؤ. مور یې جوزفا آروئزي بالډراما، په يوه ارجنټایني کورنۍ کې چې اصل او نسب یې هسپانوي ؤ، زیږېدلې وه. نوموړې د خوان بوټیستا د زیږون له امله مړه شوه. سلواډور البردي د ارجنټاین د خپلواکۍ په جګړه کې د وطنپالو ملاتړ وکړ او د پورتنۍ پیرو د دوهمې لښکر کشۍ په اږدو کې چې په ۱۸۱۲ او ۱۸۱۳ ز کلونو کې په توکومان او شمالي سیمو کې وشوه، د جنرال مانویل بیلګرانو سره مرکې درلودې. پلار یې هم په ۱۸۲۲ز کال کې په داسې حال کې مړ شو؛ چې هغه لاهم کوچنی ؤ، نو د هغه ورور او خور فیلیپ او ترانسیتا د هغه قانوني ولي شول. [5][6]
نوموړي له خپل توکوماني ملګري مارکو آوېلانېدا سره په بونوس آیرس کې د اخلاقي علومو زدکړنځای (اوسنی "Colegio Nacional de Buenos Aires") څخه تحصیلي بورسیه ترلاسه کړه. هغه د ویسنې فیدل لوپز او استبان اچوریا سره یوځای زده کړې وکړې. د زدکړنځای سخت نظم و نه شو زغملای او په لنډ وخت کې یې د ناروغۍ په پلمه خپلې زده کړې پرېښودې. د موسیقۍ سره یې لېوالتیا ومونده، خو د رسمي هنري زده کړې پرځای دا په خپله له ځانه سره زدکړې کړې. خپل لومړی کتاب یې El espíritu de la música (هسپانوي: د موسیقي اوراح) په ۱۸۳۲ ز کال کې ولیکه. د خپلې کورنۍ یو ملګري، خوان مالدیس څخه یې دنده تر لاسه کړه او خپلو نورو غیر رسمي زده کړو ته یې دوام ورکړ. خپلې رسمي زده کړې یې په ۱۸۳۱ ز کال کې بیا پیل کړې او د کورډوبا پوهنتون ته ولاړ. د کورني سوداګرۍ لپاره خپل ولایت ته راستون شو او د والي الیجاندرو هیریډیا په غوښتنه یې Memoria descriptiva sobre Tucumán (هسپانوي: د توکومان تشریحي راپور) ولیک. له نوموړي د والي غوښتنه دا چې په توکمان کې پاتې شي، خو هغه رد کړه او بونوس آیرس ته راستون شو. [7][8]
هغه د نولسمې پېړۍ د زیاتره نورو ارجنټاینانو په شان، چې په عامه ډول خواره وو، یو فريمېسن ؤ. [9]
کله چې په بونس آیرس کې و، البردي د خوان ماریا ګوتیرز او اسټبان اچوریا سره ملګری شو. دوی "۳۷ نسل"، د لیبرال روښانفکرو هغه ډله چې د مارکوس ساستر ادبي تالار کې یې غونډه وکړه، رامنځته کړ. دوی د ارجنټاین د کورنۍ جګړو په دواړو ډلو نیوکه وکړه، فدراليستان یې ډېر سخت دریځه او وحدت پالونکي یې په حکومتولۍ کې بې وسه وبلل. د دوی فکر دا ؤ چې دواړه ډلې باید خپلې شخړې پای ته ورسوي او په ګډه کار وکړي. والي خوان مانویل دو روزاس مارکوس ساستر اړ کړ چې تالار وتړي. البردي بیا "لا مودا" (هسپانوي: موډ) په نامه د ښځو مجله جوړه کړه، چې د "فیګاریلو" په مستعار نوم یې لیکلنې کولې. مجلې د اصلي موضوع تر څنګ، سیاسي محتوا هم درلوده. البردي د ارجنټاین د حقوقي نظام په اړه هم اندیښمنه لره او Fragmento preliminar al estudio del derecho (هسپانوي: د حقوقو د څېړنې لومړنۍ برخه) یې ولیکه ترڅو ستونزې په ګوته کړي او حل لارې وړاندې کړي. د ۳۷ نسل غړو د یوې پټې ټولنې په توګه یې کار ته دوام ورکړ، چې د "مې ټولنې" یا "May Association" (چې د مې انقلاب ته اشاره کوي) په نوم پېژندل کېده، خو حکومت هغه کشف کړه. زیاتره غړي یې نورو هېوادونو ته ګډه شول؛ البردي په ۱۸۳۸ز کال کې یوروګوای ته کډه وکړه. [10]
په مونټه ویډو کې یې د وکالت سند ترلاسه کړ: هغه له وړاندې په بونوس آیرس کې خپلې زده کړې پای ته رسولې وې، خو د روساس په حکومت کې یې د لوړې کولو څخه څخه انکار وکړ. البردي فکر کاوه چې په ارجنټاین کې اصلي ستونزه مشخصاً روساس نه ده، بلکه هغه ټولنه وه چې د ده ملاتړ يې کاوه. په پایله کې هغه فکر وکړ چې د ۳۷ نسل باید د داسې عمومي ملاتړ په لاملونو پوه شي او دا چې څنګه یې د ځان لپاره ترلاسه کړي. نوموړي د روساس ضد خپرندوینو لکه "El Grito Arjentino" (هسپانوي: د ارجنټاین ژړا) او "Muera Rosas" (هسپانوي: مرګ په روزس) کې کار وکړ. هغه د تیاتر ډرامو "La Revolución de Mayo" (هسپانوي: د مې انقلاب) او "El gigante Amapolas" (هسپانوي: لویې بنګ دانې) هم ولیکلې، د دې دوهمې نوم د Rosas تخلص سره د کلمو لوبه وه، ځکه چې "Rosas" په هسپانوي ژبه کې د "Rosa" یعنې د ګلاب ګل، د جمع بڼه ده. البردي د جوان لاویل د منشي په توګه هم دنده ترسره کړه، خو د سیاسي اختلافاتو له امله یې پرېښود، خوان لاویل د فرانسې له لوري د ریو دو لاپلاټا د محاصرې په جریان کې یې د روزس په وړاندې نظامي مبازره وکړه. مانویل اوریبې، د یوراګوای ولسمشر، د یوراګوای د کورنۍ جګړې په جریان کې له دندې ګوښه شو او د روزس سره متحد شو، په ۱۸۴۰ ز کال کې یې مونټه ویډو محاصره کړه، نو البردي ښار خوشی کړ او د جوان ماریا ګوتیرز سره یوځای اروپا ته ولاړ. [11][12][13]
البردي په پاریس کې د خوسې دو سان مارتین سره ولیدل. د خپلواکۍ جګړې لپاره د ارجنټایني جنرال هغه مهال شپږ شپېته کلن ؤ، البردي د هغه تواضع او د ژوند سیک او قوت وستایه. البردي په ۱۸۴۳ ز کال کې د امریکا براعظم ته راستون شو. هغه هڅه وکړه چې په ریو دو جنیرو کې د خپلې لنډ مهالې استوګنې په ترڅ کې د ارجنټاین له پخواني ولسمشر، برناردینو ریواداویا سره وویني، خو بې ګټې وه. هغه د چیلي په والپارایسو کې مېشت شو. د خپل وکالت سند یې تمدید کړ او د وکیل او ژورنالیست په توګه یې بیا د "فیګاریلو" په مستعار نوم مجلې سره دنده ترسره کړه. د متحده ایالاتو اساسي قانون یې وڅېړه، د داسې نظرونو په لټه کې ؤ چې په ارجنټاین کې کار وکړي، او په ۱۸۴۴ ز کال کې یې Sobre la conveniencia de un Congreso General Americano (هسپانوي: د امریکا د عمومي کانګرس د آسانتیا په اړه) ولیکه. هغه د El Comercio ورځپاڼه رامنځته کړه او د La República Argentina 37 años después de su Revolución de Mayo (هسپانوي: د مې له انقلاب څخه ۳۷ کاله وروسته د ارجنټاین جمهوریت) راپور یې په ۱۸۴۷ ز کال کې ولیکه، چې د ګوندونو ترمنځ یې د شخړو د ختمېدو غوښتنه وکړه. په پای کې روزس په ۱۸۵۲ ز کال کې د کاسیروس په جګړه کې د Justo José de Urquiza له لورې له ماتې سره مخامخ شو. [14][15]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.