![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b3/%25D7%25A4%25D7%2590%25D7%25A8%25D7%25A7_%25D7%2594%25D7%259B%25D7%25A8%25D7%259E%25D7%259C_5_-_%25D7%2592%25D7%25A0%25D7%2599%25D7%259D_%25D7%259C%25D7%2590%25D7%2595%25D7%259E%25D7%2599%25D7%2599%25D7%259D_%25D7%2591%25D7%25A6%25D7%25A4%25D7%2595%25D7%259F_%25D7%2594%25D7%2590%25D7%25A8%25D7%25A5_-_%25D7%2590%25D7%25AA%25D7%25A8%25D7%2599_%25D7%259E%25D7%2595%25D7%25A8%25D7%25A9%25D7%25AA_2016_%2528535%2529.jpg/640px-%25D7%25A4%25D7%2590%25D7%25A8%25D7%25A7_%25D7%2594%25D7%259B%25D7%25A8%25D7%259E%25D7%259C_5_-_%25D7%2592%25D7%25A0%25D7%2599%25D7%259D_%25D7%259C%25D7%2590%25D7%2595%25D7%259E%25D7%2599%25D7%2599%25D7%259D_%25D7%2591%25D7%25A6%25D7%25A4%25D7%2595%25D7%259F_%25D7%2594%25D7%2590%25D7%25A8%25D7%25A5_-_%25D7%2590%25D7%25AA%25D7%25A8%25D7%2599_%25D7%259E%25D7%2595%25D7%25A8%25D7%25A9%25D7%25AA_2016_%2528535%2529.jpg&w=640&q=50)
خاوره
From Wikipedia, the free encyclopedia
سريزه: الحمدلله رب العلمين،وخالق الارض والسموة،وموصل الرزق للحيوانات،وله الحمد كماينبغي لجلال وجهه وعظيم سلطانه ،وصلاة والسلام على نبيالرحمة ونبي توبته محمد وعلى اله وجمع اصحابه وزرياته،
امابعد:زۀ دلوى اومتعال خداى(ج) شكراداكوم چي موږ مسلمانانوته يي دراحت اوارام ژوند ټولي روښانه لاري پۀ خپل روشانه كتاب قران كريم كي پۀ پوره وضاحت سره بيان كړې اوزموږدژوند داړتياوړشيان يې پۀ ځمكه كي پۀ پوره نظام اوحكمت سره پيداكړې اوموږته يي دموجوداتو(اسمانونواوځمكي)اودخپل ځان دپيدايښت پۀ باره كي دتفكراودهغه پۀ حكمت باندي يې دپوهېدلولپاره عقل راكړى ددې لپاره چي دالله(ج) پۀ مخلوقاتوكي فكروكړواودخپل موقف ادراك وكړوځكه چي موږدې دنياته ددې لپاره رالېږل شوي يوچي يوازي اويوازي ديوۀ الله(ج)عبادت وكړواودهغه لوي ذات پۀ يواځيتوب يادكړوڅښتن تعالى ټول نعمتونه چي پۀ انسانانو يې پېرزوكړيدي دهريوۀ ارزښت ډېرلوړاوپۀ خپل ځاي كي ورته اهميت وركول كېږي خاوره هم يوداسي نعمت دى چي دهغه حاصل خېزي دزيات والي پۀ اساس ډېرقومونه اوولسونه غښتلي اوپر مختللي کيږي اودحاصل خيزي دکموالي په اساس ډېرقومونه دتنزيل پۀ لورروان دي انسان ديوۀ شي پۀ قدرهغه وخت پوهېږي چي دهغه شي پۀ نشتوالي كي زيان اونقصان محصوص كړي حاصل خېزي خاوري دنړۍ دډېروخلكولپاره دضرورت وړشيان برابروي .كمزوري اوكمي حاصل خېزي خاوري دكموخلكواړتياوي هم نۀ شي پوره كولاي دانسان ژوندترزياتي اندازې پۀ خاوره پوري تړلى دى اودخاوري ګټورتوب تردومره زياتي اندازې پۀ دې پوري اړه لري چي انسان څۀ ډول دهغې څخه گټه واخلي.ژوندي موجودات دخپل ژونددپايښت اوبقالپاره خاوري ته اړتيالري.نباتات خپل معدني موادله خاوري څخه اخلي.هغه خواړۀ چي حيوانات اوانسانان ورته ضرورت لري دخاوري څخه پۀ لاس راځي.خاوري د اوبودسرچينواوځنګلي سيمودساتلوسره نژدې اړيكي لري،دخاوري پۀ شتون كي ځنكلونه دچاپېريال موازنه ساتي چي دباران داورېدوپۀ اندازه داوبو،هوا(Climate) اوتودوخي درجه كنترولوي.هغه ژوندي موجودات چي پۀ خاوره كي ژوند كوي دانسانانولپاره خواړۀ،كالي،اوداستوګنځې ځيني موادبرابروي اوهمدارنګه نباتات دهغه څارويولپاره غذابرابروي كوم چي انسانان دهغوي لۀ غوښو،پوستوكو،وړيو،اونورومحصولاتوڅخه استفاده كوي نوويلاى شوچي خاوره دانسانانولپاره پۀ مستقيم اوغيرمستقيم ډول دښۀ ژوندلپاره ضروري ګڼل كېږي.ددې لپاره چي ددې ارزښتناكي شتمنې(خاوري)څخه ګټوره استفاده شوې وي اوهغه موساتلې وي نوبايدچي هغه وپېژنواوپرې پوه شو.نوماهم خپل دسيمينارموضوع دخاوري PH اوعضوي موادوپۀ برابرولوكي اخيستې ځكه ښې حاصل خېزي خاوري چي پۀ زيات مقدارمنرالي اوعضوي موادولري اودمناسبPH درلودونكې وي دنباتاتودښې ودې باعث كېږي .څرنګه چي ديوې علمي څېړني لپاره دمسلكي پوهانواوعلمي شخصيتونو،لارښونواومشوروته ضرورت اواړتياشته .نوماسره هم ددې سيمينار پۀ ترتيبولوكي محترم استادپوهنمل محمدعمر(عابد)هراړخيزه پوره علمي همكاري كړېده زۀ ددې همكاري څخه دزړۀ لۀ كومي مننه كوم اودخداي(ج)لۀ دربارڅخه ورته اجرعظيم غواړم.
![Thumb image](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/b/b3/%D7%A4%D7%90%D7%A8%D7%A7_%D7%94%D7%9B%D7%A8%D7%9E%D7%9C_5_-_%D7%92%D7%A0%D7%99%D7%9D_%D7%9C%D7%90%D7%95%D7%9E%D7%99%D7%99%D7%9D_%D7%91%D7%A6%D7%A4%D7%95%D7%9F_%D7%94%D7%90%D7%A8%D7%A5_-_%D7%90%D7%AA%D7%A8%D7%99_%D7%9E%D7%95%D7%A8%D7%A9%D7%AA_2016_%28535%29.jpg/640px-%D7%A4%D7%90%D7%A8%D7%A7_%D7%94%D7%9B%D7%A8%D7%9E%D7%9C_5_-_%D7%92%D7%A0%D7%99%D7%9D_%D7%9C%D7%90%D7%95%D7%9E%D7%99%D7%99%D7%9D_%D7%91%D7%A6%D7%A4%D7%95%D7%9F_%D7%94%D7%90%D7%A8%D7%A5_-_%D7%90%D7%AA%D7%A8%D7%99_%D7%9E%D7%95%D7%A8%D7%A9%D7%AA_2016_%28535%29.jpg)