From Wikipedia, the free encyclopedia
جېفري پرېسټون بېزوس د 1964 ز کال د جنورۍ په 12مه نېټه زیږېدلی، یو امریکايی کار پنځوونکی، د رسنۍ څښتن، پانګوال او د کمپیوتر انجنیر دی. نوموړی د امازون شرکت بنسټګر او عمومي اجرائیوي مشر (Executive Chairman) دی او له دې وړاندې یې د دغه شرکت د مشر او اجرائیوي رئیس (CEO) په توګه کار کاوه. د 2021 ز کال تر نومبر پورې د شاوخوا 211 میلیارده امریکايي ډالرو په لرلو سره د فوربس او بلومبرګ مجلې د ملیاردرانو په نوملړ کې د نړۍ دویم شتمن کس دی.[6][7][8]
جېف بېزوس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱۲ جنوري ۱۹۶۴[1][2][3][4][5] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکن | د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، اسپانيايي ژبه |
کار ورکوونکی | امازون |
ټوله شتمني | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
بېزوس په البوکرکي کې زیږېدلی، په هیوسټن او میامي کې لوی شوی او په 1986 ز کال کې له پرینسټون پوهنتون څخه فارغ شوی دی. هغه په برېښنايي انجنیرۍ او کمپیوتر ساینس کې زدهکړې کړې دي. له 1986 ز څخه د 1994 تر لومړیو پورې یې په بېلابېلو اړوندو برخو کې په وال سټرېټ کې کار کړی. بېزوس د 1994 په وروستیو کې له نیویارک ښار څخه سیاټل ته د یوه سفر پر مهال د امازون بنسټ کېښود. دغه شرکت د یوه انلاین کتاپپلورنځي په توګه په لومړی کار پیل وکړ او وروسته یې د برېښنايي سوداګرۍ په برخه کې بېلابېل خدمات او محصولات پراخ کړل؛ لکه پر لیکه ویډيو (تصویري) او اډيو (غږیز) خپرول،cloud computing (پر لیکه زېرمو د کمپیوتر خدمات) او مصنوعي هوښ. دغه شرکت اوس د نړۍ د انلاین خرڅلاو لوی شرکت، د عاید له پلوه د انټرنېټ لوی شرکت، په نړۍ کې د انلاین مرستیالانو (virtual assistants) د وړاندې کولو او د امازون خدماتو د وېب څانګې له لارې د زېربناوو د انلاین خدماتو لوی شرکت دی. [9]
بېزوس په 2000 ز کال کې د بلو اورېجېن په نامه د فضايي محصولاتو او تر مدار لاندې د فضايي پروازونو د خدماتو شرکت جوړ کړ. د بلو اورېجېن شرکت د نیو شپرد په نامه نقلیه وسیله په 2015 ز کال کې فضا ته لاړه او وروسته په بریالیتوب سره ځمکې ته راوګرځېده. دغه شرکت تر مدار لاندې فضا ته د انسانانو لپاره سوداګریز پروازونه پیل کړل او په 2021 ز کال کې یې فضا ته دوه بریالي انساني پروازونه وکړل. هغه په 2013 ز کال کې مشهوره امریکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په 250 میلیونه ډالره وپېرله او په خپل ستر چتري بېزوس اکسپېډېشنز شرکت کې یې ډېرې نورې پانګونې هم مدیریت کړې. د 2021 ز کال په سپټمبر کې بېزوس د الټوس لبس په نامه د مېل آر یو شرکت له مشر یوري مېلنر سره د بایو تکنالوژۍ شرکت جوړ کړ. [10][11]
بېزوس د فوربس مجلې د شتمنۍ د نوملړ له مخې لومړنی سل ملیارده ډالر لرونکی کس دی او نوموړي هغه وخت «په معاصر تاریخ کې د بډای کس» نوم خپل کړ چې د 2018 ز کال په جنورۍ میاشت کې یې خالصه شتمني 150 ملیارده ډالرو ته لوړه شوه. د فوربس مجلې پر اساس، د 2020 ز په اګست میاشت کې د هغه خالصه شتمني تر 200 ملیارده ډالرو ډېره وه. په 2020 ز کال کې د کوویډ- 19 وبا په جریان کې د بېزوس شتمني تقریباً 24 ملیارده ډالره لوړه شوه. د 2021 ز کال د جولای په 5مه نېټه بېزوس د امازون شرکت د اجرائیوي مشر له مقام څخه شا ته شو او د عمومي اجرائيوي مشر دنده یې واخیسته. د امازون شرکت د انلاین کمپیوتري زېرمې د برخې مشر انډي جاسي د بېزوس پر ځای د امازون شرکت اجرائيوي مشر شو. [12][13]
جفري پرېسټون جورګنسن د 1964 ز کال د جولای په دولسمه د نیویارک په البوکرکي کې زیږېدلی، مور یې جکلېن او پلار یې تیودور جورګنسن نومېده. د هغه اصلي غور نیکه جان جورګنسن د ډنمارک په کوچني ټاپو سامسو کې زیږېدلی. جان د 1900 ز کال په شاوخوا کې له یوه زوی تیودور «ټېډ» جان جورګنسن (په 1917 ز کې زیږېدلی) او مېرمنې ایډا میني جورګنسن سره چې هغه هم په ډنمارک کې زیږېدلې وه، شیکاګو ته کډوال شو. د جېفري د زیږېدو پر مهال د هغه مور 17 کلنه او د ښوونځي زدهکوونکې وه او پلاریې 19 کلن و. د هغه د مور او پلار تر جلا کېدو وروسته یې مور د 1968 ز کال په اپرېل کې له یوه کوباني کډوال میګول «مایک» بېزوس سره واده وکړ. تر واده لږ څه وروسته "مایک" څلور کلن جېفري په زویولۍ ومانه او کورنی نوم یې په قانوني ډول له جورګنسون څخه بېزوس ته بدل شو. [14][15][16][17][18][19][20][21]
کله چې مایک له نیو مکسیکو پوهنتون څخه فارغ شو، کورنۍ یې د تګزاس هیوسټون ته ولېږدېده، تر څو هغه د اکسون [هغه وخت د تېلو او ګاز شرکت و] لپاره د انجنیر په توګه کار وکړای شي. بېزوس له څلورم تر شپږم ټولګي پورې په هوسټون کې په رېور اوکس ابتدائیه ښوونځي کې زدهکړې وکړې. بېزوس د لېسې په دوران کې په مکډونالډ کې د لنډ لیک آشپز (short-order line cook) په توګه د سهار چای په شېفټ کې کار کاوه. [22][23][24][25][26][27][28][29][30][31][32][33]
بېزوس په فلوریډا پوهنتون کې زدهکوونکو ته د ساینس په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. هغه له ښوونځي څخه په بریالۍ توګه د فراغت په مراسمو کې و او په 1982 ز کال کې یې د نشنل میریټ سکالر [د سکالرشیپونو اداره] او د نایټ نقرهيي جایزه [د غوره لقب ورکولو جایزه] وګټله. بېزوس له پوهنتونه د فراغت غونډې ته په خبرو کې خلکو ته وویل: زه د داسې ورځې خوب وینم چې انسان فضا وکارولای شي. [34][35][36][37][38][39][40][41]
په 1992 ز کال کې بېزوس په منهټن کې د D. E. Shaw & Co شرکت لپاره کار کاوه او هلته له ناول لیکوالې مکینزی ټاټل سره اشنا شو، هغې په دغه شرکت کې د څېړنې په برخه کې کار کاوه. دوی دواړو یو کال وروسته واده وکړ. په 1994 ز کال کې د واشنګټن سیاټل ته لاړل، چې هلته بېزوس د امازون بنسټ کېښود. بېزوس او د هغه پخوانۍ مېرمن مکینزي څلور بچیان لري: درې زامن او یوه لور چې له چین څخه یې په لورولۍ منلې ده. [42][43][44][45][46]
د 2003 ز کال په مارچ کې بېزوس د تګزاس په لوېدیځ کې په یوه چورلکه کې له دوو نورو کسانو سره هغه مهال سطحي ټپي شو، چې د چورلکې لکۍ له ونې سره ولګېده او وغورځېده. بېزوس عادي ټپي شوی و او په هماغه ورځ له ځایي روغتون څخه رخصت کړای شو. [47][48]
د 2019 ز کال د جنورۍ په 9مه بېزوس او مکینزي پر ټویټر اعلان وکړ چې: تر یوې «اوږدې دورې» جدايۍ وروسته غواړي طلاق واخلي. د 2019 ز کال د اپرېل په 4مه یې طلاق وروستی شو، بېزوس د امازون 75سلنه ونډه درلوده او مکینزي په امازون کې پاتې 25 سلنه (35.6 ملیارد ډالره) ونډه ترلاسه کړه. که څه هم بېزوس به د دغې جوړې د رایې ورکولو ټول حقونه له ځان سره ولري.[49][50][51]
د 2019 ز کال د فبروۍ په 7مه بېزوس یوه انلاین مقاله خپره کړه، چې په هغو کې یې د امریکايي ورځپاڼې (American Media, Inc) څښتن ډېوېډ پېکر پر دې تورن کړ، چې د ده او د هغه د اوسنۍ ملګرې لورن سانچز تر منځ د محرمو عکسونو په خپرولو سره یې هغه ګواښلی او د پیسو غوښتنه یې ترې کړې. [52][53][54][55][56][57]
په 1986 ز کال کې له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته هغه ته د نور تر منځ په انټېل، بېللبس او انډرس کنسلټېنګ [د معلوماتي تکنالوژۍ او مشورې شرکت] کې د دندې وړاندیز وشو. هغه لومړی له پېټل شرکت سره کار پیل کړ، فېنټېک [د مالي خدماتو تکنالوژي] د مخابراتو نوی پیلېدونکی شرکت و، په دغه شرکت کې هغه د نړیوالې سوداګرۍ لپاره د شبکې جوړولو دنده درلوده. بېزوس وروسته بیا د دغه شرکت د پراختیا او د پېرودونکو د خدماتو د برخې مسؤل وټاکل شو. کله چې هغه په بانکرز ټرسټ [په امریکا کې د بانکولۍ اداره] کې د تولید مدیر شو، د بانکولۍ صنعت ته دننه شو. هغه هلته له 1988 ز تر 1990ز ر پورې کار وکړ. وروسته بیا په 1990 ز کال کې D. E. Shaw & Co شرکت ته لاړ، دا شرکت د پانګونې یو تازه جوړ شوی صندوق و، چې د ریاضي پر ماډل جوړولو یې ټينګار کاوه او تر 1994 ز کال پورې یې هلته کار وکړ. بېزوس په دېرش کلنۍ کې د دغه شرکت څلورم لوی مرستیال وټاکل شو. [58][59]
د 1993 ز کال په وروستیو کې بېزوس پریکړه وکړه چې، یو انلاین کتابپلورنځی جوړ کړي. هغه په D. E. Shaw & Co شرکت کې دنده پرېښوده او وروسته له هغه، چې له نیویارک څخه سیاټل ته د تګ پر مهال یې خپل کاري پلان ولیکه، د 1994 ز کال د جولای په 5مه نېټه یې په خپل ګراج کې د امازون پیل وکړ. [60][61][62][63]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.