جېزپي مزېني
From Wikipedia, the free encyclopedia
جېزپي مزیني (بریتانوي تلفظ یې: مېتزیني /mætˈsiːni/ امریکايي تلفظ یې: مت-مډزیني /mɑːtˈ-, mɑːdˈziːni/؛ او ايټالوي تلفظ یې [dʒuˈzɛppe matˈtsiːni]، د ۱۸۰۵ ز کال د جون په ۲۲ زېږېدلی او د ۱۸۷۲ ز کال د مارچ په ۱۰ مړ شوی) یو ايټالوي سیاستوال، ژورنالېست او د ايټالیا د اتحاد فعال او د ايټاليا د انقلابي غورځنګ مشر و. د نوموړي هڅو د ايټالیا د بېلابېلو ایالتونو پرځای چې تر ۱۹ پېړۍ پورې شته وو او تر ډېره د بهرنیو ځواکونو په ولکه کې وو، د یوې متحدې ايټالیا په رامنځته کولو کې مرسته وکړه. مزېني په تاريخي رادیکال دود کې یو ايټالوي ملتپال او د سوسیال ديموکرات د جمهوریت غوښتنې پلوی و د مدرن اروپايي غورځنګ د تعریف له مخې یې په یو جمهوري غوښتونکي دولت کې د ولسي ديموکراسۍ لپاره مرسته وکړه. [1][2][3][4][5][6]
جېزپي مزېني | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د اېټاليا سلطنت |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | خبريال |
لاسليک | |
سمول |
د مېزنې افکارو په ايټالیا او اروپا کې د ايټالیا په اساسي قانون، د اروپايي پالنې په اړه د جمهوریت غوښتونې پر غورځنګونو د پاموړ اغېز وکړ او تر ډېره یې د بلې دورې پر ډېری سیاستمندارانو لکه: د امریکا ولسمشر وودرو ويلسون د بریتانیا لومړي وزیر ډيويډ لويډ جورج او همدارنګه تر استعمار وروسته مشرانو، لکه: مهاتما ګاندي، ویرسوارکار، ګلدامایر، دیوید بن ګوریون، کوامه نکروماه، جواهر لعل نهرو او سان یات سېن هم لږ لږ اغېز درلود. [7]