From Wikipedia, the free encyclopedia
جیمس ایرل کارټر ( د ۱۹۲۴ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه زېږېدلی) پخوانی امریکایي سیاستوال دی، چې له ۱۹۷۷ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۹م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ډیموکرات ګوند غړی و، چې له ۱۹۷۱ز کال نه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د جورجیا ایالت د ۷۶م والي او له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې، د جورجیا ایالت سناتور پاتې شوی دی. کارټر د دندې له پرېښودو وروسته په سیاسي او ټولنیزو پروژو کې بوخت شو او په ۲۰۰۲ز کال کې یې د بشردوستانه کارونو لپاره د سولې نوبل جایزه هم تر لاسه کړه.
جیمس ایرل کارټر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۱ اکتوبر ۱۹۲۴[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 1.77 متر ، 177 سانتي متره |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | ډیپلوماټ ، سياستوال ، سوداگر ، د بشري حقونو فعال ، ليکوال |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [11][12]، اسپانيايي ژبه |
پوځي خدمت | |
برخه | د امریکا متحده آیالاتونو سمندري ځواک |
مقام | بريدمن |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کارټر په جورجیا کې زېږېدلی او ستر شوی، په ۱۹۴۶ز کال کې د متحده ایالاتو له سمندري اکاډمۍ نه د لېسانس سند په تر لاسه کولو سره فارغ او په سمندري ځواک کې یې دنده تر لاسه کړه. په ۱۹۵۳ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، هغه خپله سمندري دنده پرپرېښوده او بېرته کور ته راستون شو او هلته یې د خپلې کورنۍ د ممپلیو د سوداګرۍ مشري په غاړه واخیسته.هغه د ډیموکرات ګوند فعال غړی و، چې له ۱۹۶۳ز کال نه تر ۱۹۶۷ز کال پورې د جورجیا په سنا کې دنده ترسره او وروسته بیا د ۱۹۷۰ز کال کې د ډیموکرات ګوند په لومړیو ټاکنو کې د کارل سانډرز له ماتې وروسته د جورجیا والي وټاکل شو. هغه تر ۱۹۷۵ز کال پورې د والي په توګه پاتې شو. سره له دې، چې هغه د جورجیا ایالت نه بهر چا نه پېژانده، خو د ۱۹۷۶ز کال ولسمشریزو ټاکنو ته یې ځان نوماند او د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند جیرالډ فورډ ته یې ماتې ورکړه.
کارټر د خپلې ولسمشرۍ په دویمه ورځ، د ۴۴۸۳ ګڼې فرمان په صادرولو سره د ویتنام د جګړې ټولو تښتېدلو ته بښنه وکړه. د هغه د ولسمشرۍ پر مهال د کابینې په کچه دوه نوي وزارتونه، د انرژۍ وزارت او د پوهنې وزارت جوړ شول. کارټر د انرژۍ ملي تګلاره جوړه کړه چې د انرژي سرچینو ساتنې، د بیو کنټرول او د عصري ټکنالوژۍ کارونې ته په کې ځای ورکړل شوی و. کارټر د ډیویډ کمپ توافقات، د پاناما کانال تعهدات، د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د خبرو اترو دویم پړاو (SALT II) او پانامې ته د پانامې کانال زون بېرته راستنېدلو تګلاره تعقیب کړه. په اقتصادي ډګر کې، هغه له اقتصادي ناورین، لوړ پاړسوب(انفلاسیون)، لوړې بیکارۍ او د پرمختګ له ورو ودې سره مخامخ شو. همدارنګه هغه د ولسمشرۍ دورې په پای کې، له ۱۹۷۹ز کال نه تر ۱۹۸۱ز کال پورې د ایران د یرغمل کولو کړکېچ د ۱۹۷۹ز کال د انرژۍ ناورین، د نیکاراګوانو انقلاب او پر افغانستان د شوروي یرغل سره مخامخ شو. کارټر د یرغل په ځواب کې، سړه جګړه نوره هم زیاته کړه، پر شورويانو یې اقتصادي او سوداګریز بندیزونه ولګول او په مسکو کې یې د ۱۹۸۰ز کال د اوړي د اولمپیک بایکاټ مشري هم وکړه.
کارټر د ۱۹۸۰ز کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند رونالډ ریګن ته په ولسمشریزو ټاکنو کې ماته ورکړه. تاریخپوهان او سیاسي شنونکي په عمومي ډول کارټر د منځنۍ کچې نه دټیټ ولسمشر په توګه ډلبندي کوي. له ولسمشرۍ وړاندي د کارټرفعالیتونه، د هغه د ولسمشرۍ دورې په پرتله ډېر په زړه پورې بلل شوي. په ۱۹۸۲ز کال کې، کارټر د بشري حقونو د ودې او پراختیا لپاره د کارټر مرکز جوړ کړ، چې په ۲۰۰۲ز کال کې دغه مرکز ته د ښو کړنو په پار د سولې نوبل جایزه هم ورکړل شوه. کارټر د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو، د ټاکنو د څارنې او په پرمختللو هېوادونو کې د ناروغیو مخنیوي او له منځه وړلو لپاره په پراخه کچه سفرونه وکړل. کارټر د انسانیت لپاره خیریه بنسټ اغېزمن شخصیت ګڼل کېږي. کارټر د سیاسی یادښتونو او شعري ټولګو په ګډون تردېرشو ډېر کتابونه لیکلي او د اسرائیلو او فلسطین شخړو په ګډون یې، د متحده ایالاتو او نړۍ په اوسنیو چارو کارنده تبصرې کړې ده.
د خپلې ولسمشرۍ له پیل راهیسې، کارټر هڅه کوله، چې د عرب او اسرائیلو په شخړه کې منځګړیتوب وکړي. په ۱۹۷۷ز کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخیز جوړجاړي په لټه کې له ناکامې هڅې وروسته، په ۱۹۷۳ز کال کې د جنیوا کنفرانس له لارې، کارټر د مصر ولسمشر انور سادات او د اسرائیلو لومړي وزیر میناچیم ته بلنه ورکړه، تر څو د ۱۹۷۸ز کال په سپټمبر کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ډیویډ کمپ ته د یوې حتمي سولې د رامنځته کولو په موخه ولاړ شي. په داسې حال کې، چې دواړه خواوې له لوېدیځې غاړې نه د اسرائیلو د وتلو په اړه موافقې ته ونه رسېدل، خو د خبرو په پایله کې مصر په رسمي توګه اسرائیل په رسمیت وپېژندل او په لوېدیځه غاړه او غزه کې یې یو منتخب حکومت رامنځته کړ. دا د ډیویډ کمپ تړون پایله وه، چې د اسرائیلو او مصر ترمنځ جګړه یې پای ته ورسوله.[13][14][15][16]
د ۱۹۷۷ز کال د نومبر په ۱۵مه کارټر ژمنه وکړه، چې د هغه اداره به د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ مثبتو اړیکو ته د معاصر دریځ «پیاوړی، باثباته او پرمختللی» تر عنوان لاندې دوام ورکوي.د نومبر په څلورمه د ایراني محصلینو یوې ډلې په تهران کې د امریکا پر سفارت برید وکړ، چې د امام له پیروانو سره یې تړاو درلود او د ایران له انقلاب نه یې ملاتړ کاوه. د برید په پایله کې ۵۲امریکایي ډیپلوماتان او اتباع د ۴۴۴ورځو لپاره یرغمل ونیول شول، تر هغو چې د ۱۹۸۱ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د کارټر پر وړاندې د ولسمشر په توګه د رونالډ ریګن له بریالیتوب وروسته سملاسي خوشې شول. د کړکېچ په لړ کې، کارټر له ۱۰۰ ورځو نه زیات په سپینه ماڼۍ کې په ګوښه کې پاتې شو.[17][18]
له دغې پېښې نه یوه میاشت وروسته، کارټر ژمنه وکړه چې دغه شخړه به غیر له کوم پوځي اقدام نه چې د یرغمل شوو بندیانو د وینې تویولو یا پر دوی د برېد یا سزا ورکولو لامل کېږي، د خبرو اترو له لارې هواره کړي . د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په مه کارټر د ۱۲۲۰۵ګڼې اجرائیوي فرمان په صادرولوسره پر ایران اقتصادي بندیزونه ولګول او د ایران د کابینې د غړو په وړاندې یې د نورو اقداماتو اعلان هم وکړ،چې د بندیانو د خوندي خلاصون لپاره اړین ګڼل کېدل. د ۱۹۸۰ز کال د اپریل په ۲۴مه، کارټر د یرغمل شویو بندیانو خوشې کولو په موخه د شاهین منګول (Eagle Claw)عملیاتو امر وکړ، خو دغه ماموریت د اتوامریکايي سرتېرو په وژل کېدو او د دوو الوتکو په نسکورېدو سره ناکام پای ته ورسېد.[19][20][21][22][23][24][25][26][27]
د ۱۹۷۷ز کال د فبرورۍ په ۸مه کارټر له شوروي اتحاد نه وغوښتل، چې له متحده ایالاتو سره«د هر اړخیزې اټومي ازموینې بندیز» لپاره یو ځای شي. کارټر د جون په ۱۳مه، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې: د اونۍ په پیل کې به متحده ایالات «له شوروي اتحاد سره د هر اړخیزې اټومي ازموینې د بندیز پر تړون کار وکړي ،ترڅو د ځمکې لاندې یا په فضا کې د اټومي وسایلو ټولې ازموینې منع کړي».[28][29][30][31][32]
کارټر د ډسمبر په ۳۰مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې: « د تېرو څو مياشتو په موده کې امريکا او شوروي اتحاد د مهمو مسايلو د يو اوږد لېست په اړه ډېر پرمختګ کړی، چې تر ټولو مهم يې د ستراتیژیکو اټومي وسلو ځای پرځای کول او کنټرول و» او دواړه هېوادونه د راتلونکي کال تر پسرلي پورې د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت د دویم تړون اړوند خبرو اترو د پای ته رسولو په لټه کې دي، دا خبرې د ۱۹۷۹ز کال د جون په ۱۸مه د کارټر او لیونید برژنیف له خوا د ستراتیژیکو وسلو د محدودیت دویم تړون په لاسلیک کولو سره عملي شوې.[33][34]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.