![cover image](https://wikiwandv2-19431.kxcdn.com/_next/image?url=https://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/c/ca/George_bernard_shaw.jpg/640px-George_bernard_shaw.jpg&w=640&q=50)
جورج برنارد شاو
From Wikipedia, the free encyclopedia
جورج برنارد شاو ( زوکړه: د ۱۸۵۶ زکال د جولای ۲۶ مه – مړینه: د ۱۹۵۰ زکال د نومبر ۲ مه) چې د هغه په خپل ټینګار د برنارد شاو په ساده نوم پېژندل کېږي؛ ایرلنډي ډرامه لیکونکی، منتقد، بحث کوونکی او سیاسي فعال و. په لویدیځ تئاتر، کلتور او سیاست باندې د هغه اغېز له ۱۸۸۰ مې لسیزې څخه د هغه د مړینې تر مهاله پراختیا ومونده. نوموړي له ۶۰ زیاتې ډرامې/نمایشنامې لیکلې چې پکې د هغه تر ټولې مشهورې ډرامې؛ من او سوپرمن (Man and Superman؛ ۱۹۹۲ زکال)، پیګمالیون (Pygmalion؛ ۱۹۱۳ زکال) او سینټ جوان (Saint Joan؛ ۱۹۲۳ زکال) شاملېږي. شاو د معاصر طنز او تاریخي تمثیل په پراخه کارولو سره د خپل نسل تر ټولو مخکښ ډرامه لیکونکی شو او په ۱۹۲۵ زکال کې یې د ادبیاتو د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
جورج برنارد شاو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۶ جولای ۱۸۵۶[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10][11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21] ډبلن [22][23] ![]() |
مړینه | 2 نومبر 1950 (94 کاله)[1][22][2][4][24][5][6][7][8][9][10][25][11][12][13][14][15][16][17][18][20][21] ![]() |
تابعیت | ![]() |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال ، سکرين ليکوال [26]، خبريال ، ليکوال [20][27][23] ![]() |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [28][29] ![]() |
د کړنې څانګه | ښکلي هنرونه ![]() |
مؤثر | هنري ډېوېډ تورو ، ویلیام موریس ، هنرېک ايبسن ، چارلېز ډيکېنز ![]() |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
![]() |
مخ پر IMDB باندې ![]() |
![]() ![]() | |
سمول ![]() |
شاو په دوبلین کې وزېږېد او په ۱۸۷۶ زکال کې یې لندن ته کډه وکړه؛ نوموړي هلته هڅه وکړه څو ځان د لیکوال او ناول لیکونکي په توګه ثابت کړي، همدا و چې له ځان سره یې د زده کړو سختو هڅو ته مخه کړه. د ۱۸۸۰ مې لسیزې په نیمايي کې نوموړی د تئاتر او موسیقي په معتبر منتقد واوښت. د سیاسي بیدارۍ راوروسته نوموړی له تدریج پالونکې فابیان ټولنې سره مل شو او د دغه ټولنې په مخکښ رساله لیکونکي واوښت. شاو له کلونو وړاندې څخه ډرامې لیکلې، خو هغه په عامه ډګر کې خپله لومړنۍ بریالۍ کمیډي ډرامه د سړي او اسلحې (Arms and the Man) تر عنوان لاندې په ۱۸۹۴ زکال کې ولیکله. نوموړی د هنریک ایبسن تر اغېز لاندې د انګلیسي ژبې د ډرامو په برخه کې د نوي ریالېزم د رامنځته کېدو په هڅه کې و او له خپلو ډرامو څخه یې د سیاسي، ټولنیزو او مذهبي باورونو د خپرولو د وسیلې په توګه کار اخیست. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د ډرامه لیکونکی په توګه د هغه شهرت د یو شمېر منتقدانه او وګړیزو ډرامو پر مټ چې مېجر بارابارا (Major Barbara)، د ډاکټر ستونزه (The Doctor's Dilemma) او سیزار او کلئوپاترا (Caesar and Cleopatra) په کې شاملېدې؛ تضمین شو.
د شاو له خوا بیان شوې نظریې تر ډېره پورې بحث پارونکې وې. هغه د نژادي ودې (یوژنیک) او الفبايي اصلاحاتو ترویج ته کار وکړ او د واکسیناسیون او تنظیم شوو مذهبي چارو سره یې مخالفت څرګند کړ. هغه په لومړۍ نړیواله جګړه کې دواړې ښکېلې غاړې یو ډول مقصرې وګڼلې او په داسې حال چې جمهوري غوښتونکی نه و له جګړې په وروسته مهال کې یې د ایرلنډ پر وړاندې د بریتانیا پر سیاستونو نیوکې وکړې. دغه دریځ نیولو د نوموړي په ځایګي او یا هم د هغه د ډرامو پر موثریت هېڅ تل پاتې اغېز نه درلود. د دواړو جګړو ترمنځ په مهال کې د هغه ډرامې تر ډېره جاه طلبانه وې چې عمومي بریا ته یې په بېلابېلو کچو لار ومونده. په ۱۹۳۸ زکال کې نوموړي د پیګمالیون فیلمبرادري شوې نسخه جوړه کړه چې پر مټ یې د اوسکار جایزه ترلاسه کړه. د سیاست او مباحثې اړوند د هغه لیوالتیا پر خپل ځای وه او د ۱۹۲۰ مې لسیزې په وروستیو کې یې تر ډېره بریده پورې د فابیان ټولنې د تدریج پالنې په پالیسیو سترګې پټولې او د ښي او کیڼ اړخو دیکتاتوریو په ګټه یې لیکنې کولې – نوموړي هم د موسولیني او هم د ستالین ستاینه کوله. شاو د خپل ژوند په وروستۍ لسیزه کې په ډېره کمه کچه په عامه ډګرونو کې ویناوې کولې، خو د ۹۴ کلنۍ پر عمر د مړینې تر مهاله پورې یې خپلو ارزښتمنو لیکنو ته دوام وکړ او د هر ډول دولتي ویاړونو له دې ډلې په ۱۹۶۴ زکال کې یې د مېرېټ یا غوره توب د عالي نښان له اخیستو ډډه وکړه.
د شاو له مړینې وروسته د هغه د اثارو اړوند علمي او انتقادي نظریاتو توپیرونه لرل، خو په منظمه توګه یې د بریتانوي ډرامه لیکونکو ترمنځ له شکسپیر وروسته دویم ځایګی ساتلی. تحلیل کوونکي د انګلیسي ژبو د ډرامه لیکونکو په نسلونو باندې د هغه د اغېز یادونه کوي. د شاویان کلمه د شاو د عقایدو په رانغاړلو سره د بیان د وسیلې په توګه ژبې ته لار موندلې.