جنسي تېری
From Wikipedia, the free encyclopedia
جنسي تېری، جنسي ځورونه يا تجاوز د جنسي نږدېوالی په معنا دی، په داسې حال کې چې مقابل لوری راضي نه وي. جنسي تېری نه يوازې يو فیزیکي او جنسي حمله ده، بلکې ډېرې روحي او رواني ستونزې هم رامنځته کوي. جنسي تېری نه يوازې په پرديو بلکې؛ کله چې يو خاوند د خپلې مېرمنې سره د هغې د رضایت پرته جنسي اړيکه نيسي، دا هم جنسي تېری دی. کوم کس چې په دې کار لاس پورې کوي جنسي تېری کوونکی يا متجاوز ګڼل کېږي .
جنسي ځورونه په ټوله نړۍ کې پراخه ده، په کور کې، په ښوونځي کې، په ټولنیز چاپیریال او کارځي کې. ډېری قربانیان یې ښځې او نږدې ټول ځوروونکي یې نارینه دي.
خو ایا په کار ځي کې جنسي ځورونه څرنګه ده؟ موږ هم په کارځي کې څوک ځورولي دي؟ په کارځي کې د جنسي ځورونې قرباني شوي یو؟ جنسي ځورونه مو په خپلو سترګو لیدلې ده؟
د جنسي ځورونې قربانیان ښايي په خپله ونه پوهیږي چې د جنسي ځورونې قرباني شوي دي.
یوه له خورا زیان منونکي ټولنیزې ډلې څخه چې د "جنسي تیري" او ورپسې تاوتریخوالي د خطر سره مخامخ دی، جنسي لوبغاړي يا کارکوونکي دي .
د کمعمره نجونو، هلکانو او ماشومانو سره د لویانو نږدې کیدل، که څه هم د دوی په خوښه وي، جنسي تېری دی ګڼل کېږي.
د جنسي تیري تشخیص د عدلي ډاکټر مسؤلیت دی ، او دا تشخیص ځینې وختونه د څېرې کیدو او وینې جریان نښو ډیریدو له امله خورا ساده وي، او ځینې وختونه د مثبت نښو نشتوالي له امله تقریبا ناممکن وي.
جنسي تیری د جنسي تاوتریخوالي یوه بڼه ده چې معمولا جنسي اړیکه پکې شامل وي او د یو کس یا اشخاصو لخوا د دوی له اجازې پرته ترسره کېږي.