جان ډېفن بېکر
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان جورج ډېفن بېکر د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د CH نښان (د غوره لاسته راوړنو انعام)، اوQC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار چې معمولاً حقوق پوه وي)، د FRSC (د کاناډا د سلطنتي ټولنې غړی) او د FRSA (د هنر د سلطنتي ټولنې غړی) د نوم فونوتیکي سمبول یې /ˈdiːfənˌbeɪkər/؛ د ۱۸۹۵ ز کال د سپټمبر په ۱۸ زېږېدلی او د ۱۹۷۹ ز کال د اګست په ۱۶ مه مړ شوی. له ۱۹۵۷ ز کال څخه تر ۱۹۶۳ز کال پورې يې د کاناډا د ۱۳م لومړۍ وزیر په توګه خدمت کړی. هغه د ۱۹۳۰ او ۱۹۷۹ ز کلونو تر منځ د پرمختللیو محافظه کارانو د ګوند یوازینی مشر و چې ګوند يې په ټاکنو کې بریا ته ورساوه او دا چاره يې درې ځلې ترسره کړه، چې ان یو ځلې په ولسي جرګه کې د چوکیو له لوی اکثریت سره مل و.
جان ډېفن بېکر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۱۸ سپټمبر ۱۸۹۵[1][2][3][4][5][6][7] | ||||||
مړینه | 16 اگسټ 1979 (84 کاله)[1][2][3][5][6] ![]() آټاوا ![]() | ||||||
تابعیت | ![]() ![]() | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (13 ) ![]() | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲۱ جون ۱۹۵۷ – ۲۲ اپرېل ۱۹۶۳ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال ، قانونپوه ، ډیپلوماټ ![]() | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [8] ![]() | ||||||
پوځي خدمت | |||||||
مقام | بريدمن ![]() | ||||||
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ![]() | ||||||
لاسليک | |||||||
![]() ![]() | |||||||
سمول ![]() |
ډېفن بېکر په ۱۸۹۵ ز کال کې د سویل لویدیځې اونتاریو په کوچني ښارګوټي نیوسټټ (Neustadt ) کې زېږېدلی. په ۱۹۰۳ ز کال کې د هغه کورنۍ د لویديځ لور ته د شمال لوېدیځو سیمو یوې برخې ته کډواله شوه چې یاده سیمه ډېر ژر په ساسکېچوان ولایت بدل شو. هغه په ولایت کې لوی شو او له کوچنیوالي څخه يې له سیاست سره علاقه لرله. ډېفن بېکر په لومړۍ نړیواله جګړه کې تر خدمت کولو وروسته په یو مخکښ مدافع وکیل بدل شو. هغه د ۱۹۲۰مو او ۱۹۳۰مو لسیزو ترمنځ له لږ بریا سره په ټاکنو کې برخه واخیسته ،تر هغه چې په ۱۹۴۰ ز کال د ولسي جرګې لپاره وټاکل شو.
ډېفن بېکر په مکرر ډول د ګوند مشرتابه ته نوماند و. هغه په ۱۹۵۶ ز کال کې په خپله درېیمه هڅه کې یاد موقف ترلاسه کړ. هغه په ۱۹۵۷ ز کال کې ګوند په تېرو ۲۷ کلونو کې خپلې لومړۍ بریا ته ورساوه. یو کال وروسته هغه ناڅاپي ټاکنې راوبللې او هغوی یې د یوې لویې بریا په لور هدایت کړل. ډېفن بېکر د کاناډا په تاریخ کې لومړۍ ښځينه وزیرې (اېلن فېیرکلاف) او همدارنګه د سنا په مجلس کې لومړني لرغوني اوسېدونکي غړي (جېمز ګلادستون) ته په خپله کابینه کې ځای ورکړ. د کاناډا دولت د هغه د لومړي وزیرتوب په شپږ کلنه دوره کې د کاناډا د حقونو منشور تصویب کړ او لومړنيو اقوامو او د کاناډا لرغونو اوسېدونکو (انوېټ /Inuit ) ته يې د رایې حق ورکړ. د ډېفن بېکر دولت په ۱۹۶۲ ز کال کې د کډوالۍ په پالیسۍ کې نژادي تبعیضي(توپيریز) چلند له منځ یووړ. په بهرني سیاست کې د اپارټېد پر وړاندې د هغه دريځ د مشترک المنافع هېوداونو له ډلې څخه د سویلي افریقا په خارجولو کې مرسته وکړه، خو له متحده ایالتونو څخه د بومارک هستوي توغندیو په منلو کې د هغه زړه نازړهوالی د هغه د دولت د نسکورېدو لامل شو. ډېفن بېکر په ۱۹۵۹ ز کال کې د اېورو اررو/ Avro Arrow (دلتا وزر لرونکې مداخله کوونکې الوتکه) پروژې په لغوه کولو کې هم د خپل رول له امله یادیږي.
د ۱۹۶۲ ز کال په فېدرال ټاکنو کې پرمختللي محافظه کاران مخکې له دې چې په ۱۹۶۳ ز کال کې واک په بشپړ ډول وبايلي، نږدې و چې د اقلیت دولت وګټي. ډېفن بېکر د ګوند د مشر په توګه پاتې شو او د اپوزيسیون مشر شو، خو په ټاکنو کې د هغه دویمې ماتې د ګوند د ننه مخالفان راوپارول، تر څو هغه په ۱۹۶۷ ز کال کې د مشرتابه کنوانسیون ته اړ کړي. ډېفن بېکر د ګوند د مشر په توګه په وروستۍ شېبه کې د بیا ټاکنو لپاره ودرېد، خو یوازې لږ ملاتړ یې ترلاسه کړ او په شا شو.