جان لېنون
From Wikipedia, the free encyclopedia
جان وینسټن اونو لېنون (پیدایښتی نوم جان وینسټن لېنون؛ زوکړه د ۱۹۴۰ز کال د اکتوبر ۹مه ـــ مړینه د ۱۹۸۰ز کال د ډسمبر ۸مه) یو انګرېز سندرغاړی، سندرې لیکونکی، ساز غږوونکی او د سولې فعال و چې د بنسټ ایښودونکي، په شریکه سندرې لیکونکي، د ترانې د ډلې مشر سر سندرغاړي او تال ګیټار غږونکي په حیث یې نړیوال شهرت تر لاسه کړ. لېنون په خپله موسیقۍ، لیکنو او رسامیو، فلم، او مرکو کې د خپل باغي او شوخ طبیعت لپاره مشهور و. له پاول مک کارټني سره د هغه د سندرو لیکلو ملګرتیا د تاریخ تر ټولو کامیابه ملګرتیا پاتې شوې ده. [8]
جان لېنون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | لیورپول [1] |
مړینه | نيويارک [2] |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم [3] |
استوګنځای | لیورپول |
تابعیت | برېتانيا [4][5] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [6] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې[7] | |
سمول |
په لیورپول کې زیږیدلي لېنون له تنکۍ ځوانۍ نه د سکیفل موسیقۍ سره لیونی مینه درلوده. هغه په ۱۹۵۶ز کال کې د کواري مین موسیقي ګروپ جوړ کړ چې بیا وروسته په ۱۹۶۰ ز کال کې همدا کواري مین د بیټلز موسیقي په ګروپ باندې تبدیل شو. لېنون د بیټلز موسیقي ګروپ چې کله کله به د "سمارټ بیټلز" په نوم هم یادیده حقیقي لیډر و، چې بیا دا رول په تدریجي ډول مک کارټني ته وسپارل شو. لېنون د هاو آی وان دِ وار په شمول په ګڼو فلمونو کې په ګډون کولو سره، او د این هیز اون ورایټ او آ سپانیارډ این د ورکس فلمونو په لیکلو سره، چې دا دواړه لیکنې د ادبیاتي مزخرفاتو او خطي رسامۍ مجموعې وې، ډیر ژر خپل کار د میډیا نورو برخو ته وغځاوه. له "ټول هغه څه چې ته غواړې مینه ده (All You Need Is Love)" په نوم سندرې نه نیولې د هغه ټولې سندرې د جنګ-ضد خوځښتونو او د پراخو کلتور-ضد لږکیو له خوا د ملي ترانو په حیث منل شوې وې. په ۱۹۶۹ ز کال کې هغه د خپلې دویمې میرمنې یوکو اونو سره چې د ملټې میډیا یوه هنرمنده وه د پلاستیک اونو بانډ (د موسیقي ګروپ) شروع کړ، او د دوو اونیو لپاره یې د سولې دپاره بسترونو په نوم د جنګ ضد مظاهري وکړې، د بیټلز موسیقي ګروپ یې پریښود، او په یواځې ځان یې خپل مسلک ته ادامه ورکړه.
د ۱۹۶۸ز او ۱۹۷۲ز کلونو تر منځ لېنون او اونو د اوانټ ګارډ هنر په درې ګونو البومونو، څو نورو فلمونو، د هغه په انفرادي سندرو جان لېنون/پلاسټیک اونو بانډ (د موسیقي ګروپ) په ظهور، په نړیواله کچه د تر ټولو غوره ۱۰ سندرو "سولې ته یو چانس ورکړئ"، "اینسټانټ کرما"، "ایمایجن"، او "هپي ایکس میس" (وار ایز اوور) په ګډون په ډیرو اثارو کې له یو بل سره همکاري کړې ده. کله چې په ۱۹۷۱ز کال کې نیویارک ته ولاړ هلته یې د وېیتنام جنګ د غندلو په پایله کې د امریکا د ولسمشر نیکسن د ادارې له خوا د درېو کالو لپاره د اخراجولو هڅه وشوه. لېنون او اونو د ۱۹۷۳ز او ۱۹۷۵ز کلونو تر منځ له یو بل نه جلا شول چې په دې منځ کې لېنون د هيري نیلسن پوسي کیټ البم تولید کړ. هغه د ایلټون جان د "وټ ایور ګیټس یو ترو د نایټ" او د ډیويد بووي د "فییم" په سندرو کې هم کامیابه همکاري وکړه. له پنځه کلن ځنډ نه وروسته په ۱۹۸۰ز کال کې لېنون د اونو په همکارۍ په ډبل فینټاسي کې موسيقي ته راستون شو. هغه د همدې البم د خپریدو نه درې اوونۍ وروسته د بیټلز موسیقي ګروپ د یوه مینه وال، مارک ډیویډ چاپمن له خوا په ډزو وویشتل شو او مړ شو.
د یو لوبغاړي، لیکونکي، او شریک سندرې لیکونکي په توګه د بیل بورډ مجلې په هاټ ۱۰۰ جدول کې لېنون ۲۵ داني سندرې چې په یواځیني ځان یې ویلې/لیکلې/اجرا کړې وې د لومړۍ شمېرې ځای خپل کړی و. د هغه تر ټولو غوره پلور لرونکی البوم، ډبل فینټسي، د ۱۹۸۱ز کال د ګریمي اوارډز د کال د غوره البوم جایزه وګټله. په ۱۹۸۲ز کال کې لېنون په موسیقۍ کې د پام وړ ونډې په خاطر د بريټ اوارډ جایزه تر لاسه کړه. په ۲۰۰۲ز کال کې لېنون د بي بي سي د سل غوره انګریزانو په تاریخي ټاکنو کې اتم مقام تر لاسه کړ. رولینګ سټون هغه د تاریخ پنځم تر ټولو لوی سندرغاړی او اته دیرشم تر ټولو ستر هنرمند په حیث درجه بندي کړ. هغه د سانګ رایټرز د مشاهیرو په تالار کې (په ۱۹۹۷ز کال کې) او د راک او رال موسیقۍ د مشاهیرو په تالار کې (دوه ځلې، په ۱۹۸۸ز کال کې د بیټلز موسیقي ګروپ د غړي په حیث او په ۱۹۹۴ز کال کې په یواځیني ځان د هنرمند په حیث) شامل شوی وو.