توماس اې هېندرېکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
توماس انډریوس هېندرېکس (د ۱۸۱۹ ز ز کال د سپتمبر له ۷مې نه د ۱۸۸۵ ز ز کال د نومبر تر ۲۵ مې پورې) یو امریکایی سیاستوال او د انډیانا حقوق پوه و چې له ۱۸۷۳ ز ز کال نه تر ۱۸۷۷ ز کال پورې یې د انډیانا د شپاړسم والي او د ۱۸۸۵ ز کال د مارچ له میاشتې نه د نومبر تر میاشتې پورې یې د متحده ایالاتو د یووېشتم مرستیال ولسمشر په توګه خدمت وکړ. هېندرېکس ( له ۱۸۵۱ ز کال نه تر ۱۸۵۵ ز کال پورې) د متحده ایالاتو د استازو د مجلس او (له ۱۸۶۳ ز کال نه تر ۱۸۶۹ ز کال پورې) د متحده ایالاتو په سنا مجلس کې د انډیانا ایالت استازیتوب وکړ. نوموړي د انډیانا په عمومي مجلس (۱۸۴۸ – ز کال۱۸۵۰ز کال) کې د شیلبي ناحیې استازیتوب هم وکړ او د ۱۸۵۱ ز کال د انډیانا د اساسي قانون په کنوانسیون کې یې د استازي په توګه هم دنده ترسره کړه. د دې تر څنګ، هېندرېکس د ځمکو د چارو په عمومي اداره کې (۱۸۵۵ – ۱۸۵۹ز) د کمېشنر په توګه دنده پر مخ یووړه. هېندرېکس د ډیموکرات ګوند مشهور غړی او مالي محافظه کار و. نوموړي د امریکا د کورنۍ جګړې او د بیارغونې په دوره کې د متحده ایالاتو په سنا کې له ډیموکراتیک دریځ نه دفاع وکړه او د متحده ایالاتو په اساسي قانون کې یې د ديارلسم، څوارلسم او پنځلسم تعدیل په وړاندې رایه ورکړه. نوموړي د متحده ایالاتو مجلس ته د جانسن له استیضاح وروسته د بیارغونې د رادیز کال ولسمشر انډریو جانسن له دندې نه د لرې کولو مخالفت هم وکړ.
توماس اې هېندرېکس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۷ سپټمبر ۱۸۱۹[1][2][3][4] |
مړینه | 25 نومبر 1885 (66 کاله)[1][2][3][4] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | سياستوال |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
هېندرېکس چې د اوهایو په مسکینګم ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، په ۱۸۲۰ ز کال کې د خپل مور او پلار سره انډیانا ته کډه شو چې په ۱۸۲۲ ز کال کې یې کورنۍ په شیلبي ناحیه کې هستوګنه شوه. د ۱۸۴۱ ز کال په دوره کې د هانوور له ز کالج نه تر فراغت وروسته، نوموړي د انډیانا په شیلبی ویل او د پنسلوانیا په چیمبربرګ کې حقوق ولوستل. په ۱۸۴۳ ز کال کې نوموړي د انډیانا د مدافع وکیلانو د ټولنې غړیتوب لاس ته راوړ. هېندرېکس خپل حقوقي کار په شیلبی ویل کې پیل کړ، په ۱۸۶۰ ز کال کې انډیاناپولیز ته کډه شو او په ۱۸۶۲ ز کال کې یې د آسکر بی هورډ سره خصوصي حقوقي شرکت جوړ کړ. نوموړی شرکت بېکر او دانیل نومېده چې په دې ایالت کې له مخکښو حقوقي شرکتونو نه و. هېندرېکس د انډیانا ولایت چوکۍ ته درې ځله د سیالۍ ډګر ته راغئ، خو یوازې یو ځل یې ټاکنې وګټلې. هېندرېکس په ۱۸۷۲ ز کال کې، په درېیمه او وروستۍ هڅه کې جنرال توماس براون د ۱۱۴۸ رایو په توپیر له ماتې سره مخامخ کړ. د انډیانا د والي په توګه د نوموړي دوره ، له پراخو ګواښونو، لکه: د انډیانا په عمومي مجلس کې د جمهوري غوښتونکي غوڅ اکثریت، د ۱۸۷۳ ز کال اقتصادي ویره او اقتصادي ناورین سره مخامخ شوه. د ولایت په اوږدو کې د نوموړي یو له غوره میراثونو نه د اوسني انډیانا ایالت د دفتر د جوړولو او تمویل لپاره هلې ځلې وې، چې ودانیزې چارې یې د هغه د دندې له پریښودو وروسته بشپړې شوې. په ۱۸۹۰ ز کال کې د هېندرېکس په ویاړ یو یادګار د دې ادارې په سویل ختیځ کونج کې نصب شو.
هېندرېکس چې یو غوڅ دیموکرات و، د ۱۸۷۶ ز کال په جنجالي ولسمشریزو ټاکنو کې د نیویارک له والي سمویل ټیلډن سره چې د ولسمشرۍ نوماند و، د خپل ګوند له خوا د متحده ایالاتو د مرستیال ولسمشر په توګه نوماند شو. که څه هم دوی ښې رایې یووړې، خو د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ نوماند رودرفورډ بي هایس او د هغه د مرستیال ولسمشر ویلیم اې ویلر پر وړاندې یې په ټاکنیز ز کالج کې د یوې رایې په توپیر وبایللې. هېندرېکس په ناسم روغتیا یي حالت سربېره، د ۱۸۸۴ ز کال په ټاکنو کې د ګروور کلیولنډ د جوړې په توګه د مرستیال ولسمشر لپاره د خپل ګوند غوښتنه ومنله. کلیولنډ او هېندرېکس ټاکنې وګټلې، خو هېندرېکس یوازې د اتو میاشتو لپاره، د ۱۸۸۵ ز کال د مارچ له ۴ نه د ۱۸۱۵ ز کال د نومبر تر ۲۵ په انډیاناپولیز کې ترمړینې پورې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د انډیاناپولیس کراون هیل په هدیره کې خاورو ته و سپارل شو.