From Wikipedia, the free encyclopedia
بېتي ماریون وایټ (د ۱۹۲۲ کال د جنوري له ۱۷ – د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر ۳۱) یوه امریکایي ممثله او کمېډینه وه. نوموړې چې د پخواني ټلویزیون مخکښه وه او له تلویزیوني ژوند سره یې له اوو لسیزو زیاته ښکېلتیا درلوده، د وختېرۍ (سرګرمۍ) په صنعت کې د خپل پراخه کار پر مټ پېژندل شوې وه او له لومړیو مېرمنو وه چې د کمرې مخې او شاته ته یې کار وکړ. هغه لومړنۍ ښځه وه چې په متحده ایالاتو کې یې له حالت سره سم کمېډ (له الیزابېت سره ژوند یا Life with Elizabeth) تولید کړ چې دې کار نوموړې ته په ۱۹۵۵ کال کې د هالیووډ د ویاړلې ښاروالې نوم ورکړ. وایټ زیاتره د "لومړۍ ټلویزیوني مېرمنې" په نوم یادېږي، چې دا لقب د ۲۰۱۸ کال د مستند فلم د سرلیک لپاره وکارول شو چې د نوموړې د ژوند او مسلک په اړه معلومات وړاندې کوي.[2][3][4][5][6][7]
بېتي وایټ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | لاس انجلس |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 1.63 متر |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
وایټ له راډیو څخه ټلویزیون ته له لېږد وروسته، د امریکایي لوبو پروګرامونو، لکه پسورډ، نښلولو یا جوړه کولو لوبې (Match Game)، چوغلګرۍ (Tattletales)، ریښتیا ویل (To Tell the Truth)، د هالیوډ څلورلارو (The Hollywood Squares)، او د ۲۵۰۰۰ ډالرو هرم (The $25,000 Pyramid) اصلې څېره وه. وایټ چې د "د لوبو د نندارې د لومړۍ مېرمنې" په نوم یاده شوه، لومړۍ ښځه شوه چې په ۱۹۸۳ کال یې د "یوازې سړیو! یا Just Men! " نندارې لپاره د غوره لوبې نندارې د کوربه لپاره د ورځنۍ ایمي جایزه ترلاسه کړه. هغه د بېباکه او ښایسته (The Bold and the Beautiful)، د بوسټن قانون (Boston Legal)، او کرول برنیټ (The Carol Burnett Show) په ننداره کې د څرګندېدو له اړخه شهرت درلود. د نوموړې ترټولو لویې ونډې په سی بی ایس (CBS) کې د ماري تایلر مور ننداره (۱۹۷۳ – ۱۹۷۷) کې د سو آن نیوېنز له حالت سره سم کمېډ، په ان بي سي کې د زرینو نجونو یا Golden Girls (۱۹۸۵ – ۱۹۹۲) کې د روز نېلنډ له حالت سر سم کومېډ، او په ټی وي لنډ کې په کلېولنډ کې جذابه (Hot in Cleveland) (۲۰۱۰ – ۲۰۱۵) کې د ایلکا اوستروسکي په ونډه کې له حالت سره سم کمېډ وې. هغې د ۲۰۰۹ کال په پروپوزل (The Proposal ) (۲۰۰۹) رومانتيک کميډي فلم کې له راڅرګندېدو وروسته نوي شهرت ترلاسه کړ او وروسته په ۲۰۱۰ کال کې د شنبې شپې په فسبوکي ژوندۍ خپرونه کې د کوربتوب له امله د بريالي کمپاين موضوع وه، چې هغې ته يې په کمېډي لړۍ کې د غوره مېلمه ممثلې لپاره د پرائم ټايم ايمي جايزه وړاندې کړه.[8]
وایټ په ۲۰۱۴ کال کې "په تفریحی ونډه کې (ښځینه) د ترټولو اوږد تلویزیوني کار" له اړخه او په ۲۰۱۸ کال کې په راډیو، تلویزیون او فلم کې د خپل د اوږد کار له اړخه د ګینیس نړیوال ریکارډ ترلاسه کړ. وایټ په بېلابېلو برخو کې د ایمې اته جایزې، د امریکایي کمېډي دری جایزې، د پردې د مخ د ممثلو ګیلډ دری جایزې او د ګرامي جایزه ترلاسه کړې. نوموړې د هالیوو د مشهورو څېرو د پیاده تګ ستوری لري او په ۱۹۵۵ کال کې د ټلویزیون د شهرت د تالار غړې شوه.[9][10][11]
بېتي ماریون وایټ د ۱۹۲۲ کال د جنورۍ په ۱۷ نیټه د الینوس په اوک پارک کې نړې ته سترګې خلاصې کړې. نوموړې وایي چې بېتي د هغې قانوني نوم و او د الیزابیت لنډه بڼه نه وه. هغه د کریسټین ټیس (اصلي نوم: کاچیکیس)، چې د کور مېرمن وه، او هورېس لوګن وایټ، چې یو میشګان مېشته او د برېښنا د کمپنۍ اجرایوي رئیس و، یوازینۍ ماشومه وه. د نوموړې مورنی نيکه ډنمارکي و او پلارنی نيکه يې يوناني و او د هغې نورې ريښې انګلیسي او او ويلزي دي (د هغې دواړه اناګانې کاناډايي اصله وې چې ريښې يې په اونټاريو کې وې).[12][13][14][15][16][17][18][19][20]
د وایټ کورنۍ په ۱۹۲۳ کال کې د کالیفورنیا الامبرا ته هغه وخت کډه شوه چې نوموړې تر یو کال کم عمر درلود او وروسته د ستر ناورین په وخت کې لاس انجلس ته لاړه. د ډېرو پیسو د ګټلو لپاره، د هغې پلار کرسټالي راډیوګانې جوړل پیل کړل او هرځای یې د پلور هڅې کولې. لکه څرنګه چې دا وخت د ناورین لوړه کچه وه او لږ کسانو لوړ عاید درلود، هغه په ځینو وختونو کې د سپو په ګډون د نورو توکو په بدل راډیوګانې تبادله کولې.[21][22][23]
وایټ د بیورلي هیلز په هورس من لومړنۍ ښونځۍ او د بیورلي هیلز په عالي لیسه کې کې زده کړې وکړې او په ۱۹۳۹ کال کې فارغه شوه. د وحش ژوند سره د هغې لېوالتیا سیرا نیواډا ته د نوموړې د کورنۍ د رخصتیو له امله رامنځ ته شوه. هغې په پیل کې د ځنګل د ساتونکې په توګه کار ته لېواله وه، خو دا شونې نه وه ځکه په هغه وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې د ساتونکي په توګه خدمت وکړي. پرځای یې نوموړې له لیکنو سره لېوالتیا پر مخ یوړه. نوموړې د هورس مان په ښوونځۍ کې د فراغت د نندارې لیکلنه او مشري وکړه او په دې کار یې له تمثیل سره لېوالتیا وموندله. نوموړې چې د خپلو الګو جینټ مکډونالډ او نیلسن ایډي تر اغېز لاندې راغلې وه، پرېکړه یې وکړه چې د یوې ممثلې په توګه خپل مسلک پر مخ یوسي.[24][25][26][27]
د لیسې له فراغت څخه یوه میاشت وروسته، هغې او یوې ټولګیوالې یې په یوه آزمایشي تلویزیوني خپرونه کې، چې د دې تلویزیون خپرونې د پراختیا په حال کې وې، د ماري کونډې سندرې وویلې وایټ د کار بڼه ومونده او د هغې لومړۍ مسلکي تمثیلي دنده د بلیس هیډن په کوچني تیاتر کې وه.[28][29][30]
کله چې په ۱۹۴۱ کال کې متحده ایالات په دوهمه نړیواله جګړه کې ښکېل شول، وایټ د امریکایی مېرمنو د رضاکاره پوځي خدمت په برخه کې رضاکاره خدمت وکړ. د هغې دنده د هالیوډ غونډیو ته د پوځي اکمالاتو د PX د یوې لارۍ چلول وو. نوموړې په هغو مجلسونو کې هم ګډون کاوه چې بهر ته د استول کېدو وړاندې د سرتیرو لپاره په لاره اچول کېدل. وایټ د د جګړې په وخت کې د خدمت په اړه تبصره کې وایي "دا یو عجیب وخت و او هېڅ څه انډول نه درلود."[31]
Seamless Wikipedia browsing. On steroids.
Every time you click a link to Wikipedia, Wiktionary or Wikiquote in your browser's search results, it will show the modern Wikiwand interface.
Wikiwand extension is a five stars, simple, with minimum permission required to keep your browsing private, safe and transparent.