بوکو حرام
From Wikipedia, the free encyclopedia
بوکو حرام یا جماعة أهل السنة للدعوة والجهاد یوه افراطي سني ډله ده چی په نایجېریا کی عملیات کوي. د بوکو حرام نوم د هوسا د ژبې څخه اخیستل شوي دي چی په پښتو کی غربي ښوونه او روزنه گناه دي (ده) معني لري. دغه اسلامي ډله په ۲۰۰۲ کال کی د نایجېریا په شمال ختیځ کی د بورنو په ولایت کی د مایډوگوري په ښار کی د محمد یوسف لخوا جوړه شوه. بوکو حرام غواري په نایجېریا کی اسلامی امارت جوړ کړي او د نایجېریا د ټاکنې گډون هم ردوي دغه ډله د نایجېریا د حکومت پر ضد جکړه کوي او پر مسیحیانو هم برید کوي. بوکو حرام په اوس وخت کی د نایجېریا شمالي سیمې په لاس کی لري او په دی سیمو کی یی شریعت اعلان کړ.
نور مالومات جماعة أهل السنة للدعوة والجهادبوکو حرام, د عملیاتو سیمه ...
جماعة أهل السنة للدعوة والجهاد بوکو حرام | |
---|---|
| |
د عملیاتو سیمه | نایجېریا |
مشران | محمد یوسف ابو بکر شکاو |
پیدایښت | ۲۰۰۲ |
دین | سني اسلام |
تړل